۳ـ حاجي خان محمد الله یار:
د بادغیس انتخابي سناتور:
حاجي خان محمد الله یار د مجنون زوی،چې په ۱۳۴۵ لمريز کال کې د بادغیس ولايت په جوند ولسوالۍ کې يې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي او له دوولسم ټولګي څخه فارغ دی. نوموړي د جوند ولسوالۍ د ملي امنیت د مدیر، د جوند د امنيه قوماندانۍ، د جوند ولسوالۍ د سرپرست، د بادغیس ولایتي شورا د غړي او د دغه ولایت د ولايتي شورا د مرستيال په توګه دندې تر سره کړې دي.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۳۶۲۸۸۱۷
۴ـ حاجي ولي شاه نايب زاده:
د بادغیس انتخابي سناتور:
 
 
حاجي ولي شاه نايب زاده د حاجي فتح الله زوی، چې په ۱۳۵۱ لمريز کال کې د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې يې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړی له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوی او کاري مخینه نه لري.
 
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۸۱۰۱۰۷۰- ۰۷۰۷۰۹۰۷۱۱