بادغيس چې د هېواد لوېديځ لوري ته موقعيت لري، د مرکز قلعه نو په ګډون اوه اداري واحدونه لري.
١-قلعه نو :
قلعه نو ددې ولايت مرکز دى، په دې ښار کې د بيارغونې يو شمېر کارونه شوي دي، لږ سړکونه هم په کې قير شوي  او د  هېواد حلقوي سړک، چې له دې ولايت څخه تېريږي د جوړولو چارې يې روانې دي .
ددې ښار خلک د اوبو د څښلو له ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه په دې برخه کې د ډېر کار غوښتنه کوي، دغه راز په دې ښار کې د بيارغونې  د پام وړکارونه نه دي شوي، خلک يې په کرنه او سوداګرۍ بوخت دي.
٢: آب کمري ولسوالۍ:
دا ولسوالي د مرکز قلعه نو لوېديځ لوري ته موقعيت لري، د ٢٠٠٢ زېږديز کال د شمېرنو له مخې يې نفوس ٣٦٣٠٠ تنه  اټکل شوى و، ٨٠ سلنه اوسېدونکي يې تاجک دي، پپښتانه هم په دې ولسوالۍ کې مېشت دي . په دې ولسوالۍ کې د پستې ځنګلونه ډير دي او د خلکو د اقتصاد مهمه سرچينه هم داده.
 
٣- جوند :
جوند د بادغيس يوه له لويو ولسواليو څخه  ده، چې په ختيځ کې موقعيت لري ،نفوس يې ١٨٦٠٠٠ تنه اټکل شوى. دا ولسوالي ٣٨٠ کلي لري  او ډيرى سيمې يې غرييزې دي، خلک يې په مالدارۍ او لږ اوسېدونکي يې په کرنه بوخت دي.
٤- غورماچ:
دا ولسوالي د مرکز شمال ته موقعيت لري، له ترکمنستان هېواد او فارياب ولايت سره ګډه پوله لري، پخوا په دې ولسوالۍ کې کوکنار په پراخه کچه کرل کېدل، ، خو داوسني دولت له خوا تر يو لړ اقداماتو وروسته د کوکنارو د کر کچه پکې ټيټه شوې ده.
د ٢٠٠٣ زېږديز کال د سرشمېرنې له مخې، ددې ولسوالۍ نقوس ٦١٩٥٦ تنه اټکل شوى و.
٥- مقر :
 مقر ولسوالي دولايت مرکز شمال لوېديځ لوري ته موقعيت لري، شمالي برخې يې له ترکمنستان سره هم ګډه پوله لري، يو لوى او پراخه سيند له دې ولسوالۍ څخه تيريږي، خلک يې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي.
٦- قادس :
دغه ولسوالي د ولايت سوېل لوري ته موقعيت لري، له مرکز سره نږدې ده، نوموړې ولسوالي بادغيس له هرات ولايت سره نښلوي، خلک يې په کرنه او باغدارۍ  بوخت دي.
په دې ولسوالۍ کې ځينې مقدسې سيمې هم شته، لکه د مير سيد سالم جان زيارت، د لنګر شريف زيارت، د امير عبدالرحمن آب زيات،د خواجه سبز پوش زيارت ، زيارت بي بي مراد، په دې ولسوالۍ کې د ملک انتر تاريخي سيمه هم شته .
٧-بالا مرغاب :
دا د ولايت د مرکز شمال لوري ته موقعيت لري، له ترکمنستان او فارياب سره ګډه پوله لري، خلک يې ډېرى په مالدارۍ بوخت دي ، دغه راز د پستې باغونه هم په دې ولسوالۍ کې شته دي.