Demands From President

قلعۀ نو ( پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢ ) : د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د نورو غوښتنو ترڅنګ د هوايي ډګر، پوهنتون او روغتونونو جوړولو غوښتنې کوي.
ددې ولايت د مرکز قلعه نو يو تن اوسېدونکى او د مدني ټولنې فعال عبدالله درانى وايي، چې دا ولايت ډېر وروسته پاتې دى او په هره برخه کې زياتو مرستو ته اړتيا لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې په دې ولايت کې د ملکي هوايي ډګر جوړول ددوى تر ټولو لويه او مهم غوښتنه ده او مرکزي حکومت بايد دې  برخې ته زياته پاملرنه وکړي.

 
د بادغيس يو شمېر خلک وايي چې په اوسني حکومت کې يې په سيمه کې ډېر کارونه تر سره شوي دي، خو دوى له فقر او بېکارۍ څخه ځورېږي، دغه خلک په ټاکنو کې برخه اخلي او له راتلونکي ولسمشر څخه د دغو ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي.
بادغيس ولايت ٥ ولسوالۍ لري، ولايتي شورا يې ۹ څوکۍ لري، چې ۳ يې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
د ولايتي شورا لپاره ۴۷ تنو خپل ځانونه کانديد کړي، چې له دې ډلې څخه يې ۹ ښځې دي.