د افغانستان شمال لوېديځ بادغيس ولايت کې دمدني ټولنو جوړښت خپل ډول کې د تاريخ په اوږدو کې بې ساری دی ، په مرکز قلعه نو سربېره يې بېلابېلو ولسواليو کې هم مدني ټولنې جوړې  شوې دي، چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور د رييس سيداغا ارفاق په خبره ،د نارينه وو ترڅنګ يې ډيرى ګډونوالې مېرمنې دي. په لاسي صنايعو سربېره کولتوري، ورشي او ښونيزه فعاليتونه کوي.
١-بادغيس فلم:
بادغيس فلم په ١٣٨٧ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى، د رسنيو پياوړي کول او په ټولنه کې د کولتوري ارزښتونو د کچې لوړولو په برخه کې کار کوي.  مشرتوب يې عبدالله خردمند کوي، تر اوسه يې تر شلو زيات مستند او هنري فلمونه جوړ کړي، دغه بنسټ نادولتي دی او تر څلوېښتو زيات بادغيسي ځوانان په افتخاري توګه کار ورسره کوي، په ۱۳۹۱ هجري لمريز کال کې د خپلو هڅو له امله دافغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت له لوري افتخاري ستاينليک هم ور کړل شوى، د ښځينه لوبغاړې نه شتون يې يوه له کاري ستونزو څخه ده. د بادغيس فلم  مسوول عبدالله خيردمند درانی دى.
د ټېلېفون شمېره ٠٧٩٧٠٥١٨٠٩
٢-ملالۍ کولتوري ټولنه :
دغه ټولنه په بادغيس سربېره هرات او بالامرغاب کې هم څانګې لري، په ۱۳۸۵ هجري کال کې يې د کارکولو رسمي اجازه ليک اخيستی دی ،مشرتوب يې د ځوانانو له لوري په دوره يي ډول پرمخ ځي،مهالنۍ او مياشتنۍ مشاعرې کوي، په دې سربېره دځوانانو لپاره روزنيز پروګرامونه او د کتابتون خدمات تر سره کوي. اوس يې انتخابي دوره يي مشري د شرف الدين امرخېل پر غاړه ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۲۰۵۶۰۴۶
٣-د کولتوري ټولنو د همغږۍ بهير:
دا د کولتوري ټولنو يومدني بنسټ  دی، چې په هرات کې د څوارلس بېلابېلو ټولنو ګډکار لپاره په ۱۳۹۲ کال کې جوړه شوى ده ، رسمي جواز يې لانه ده ترلاسه کړی، بادغيس کې يې هم يوه څانګه پرانېستې ده، چې مشري يې عبدالحق مجروح کوي.  موخه يې د بېلابېلو ټولنو ترمنځ همغږي ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۳۱۳۱۲۲۹
٤-د افغان معلولينو ټولنه :
دغې ټولنې په ١٣٨٦ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى، د ښوونې ار ووزنې، د خوراکي توکو وېش، له معلولينو څخه ملاتړ او ورسره مرستو په برخو کې کار کوي.
د اړيکې شمېره : ٠٧٨٩٩٤٤٥٧٠١
٥-د افغان ځوانانو ټولنيزه او ملي موسسه :
دافغان ځوانانو ټولنيزې او ملي موسسې په ١٣٨۶ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى دى، د ښوونې او روزنې ، بشري حقونو او د شخړو د هواري په برخو کې کار کوي.  د دغه بنسټ مشري د محمداکبر هوتک پرغاړه ده ، زرګونه ځوانان يې غړيتوب لری، د ځوانانولپاره روزنيز ، ادبي ، کولتوري او د لوبو په برخو کې فعاليت لري.ددغې موسسې مسوول هوتک  دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٢٣٠٠٦
٦-د شمال غاړې د پښتنو ولسونو شورا :
د شمال غاړې د پښتنو ولسونو شورا په  ۱۳۹۲ کال کې  د ولسی مشرانو په خوځښت  جوړه شوې ده،  ګډونوال يې زرګونه ولسي مشران دي،  موخه يې د خلکو ټولنيزو ستونزو ته د حل لارې چارې لټول او سوله ييز فعاليتونه دي.
مشر يې عبدالعزيز دى او د فعاليت رسمي اجازه پاڼه هم لري.
٧-د بادغيس د ژورنالېستانو ټولنه :
دغې ټولنې په ١٣٩٠ لمريز کال کې  فعاليت پيل کړى ، د رسنيو پياوړي کول او په ټولنه کې د کولتوري ارزښتونو د کچې لوړولو په برخه کې فعاليت کوي.  ددغې ټولنې مسوول نبي الله بنيش دى.
٨-د بادغيس د ګنډونکو خويندو ټولنه :
دغې ټولنې په ١٣٨٢ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى، د ښځو  د حقوقو او جندر  په برخو کې کارونه تر سره کوي ، مسووله يې نسرين رفاع
د اړيکې شمېره : ٠٧٨٩٩٥٩٥٧٩٩
٩-حسينيه کولتوري او مسلکي ټولنه :
دغې ټولنې په ١٣٨٩ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى، د ښځو د حقوقو او جندر په برخو کې فعاليت کوي.  په قلعه نو سربېره قادس، ابکمري، مقر او جوند کې کاري څانګې لري او د غړيو مېرمنو شمېر يې تر ۲۵۰ تنو اوړي . مسووله يې مونيسه قادري ده .
د اړيکې شمېره : ٠٧٧٢١١٠٨٠٣
١٠-د زحل پرمختيايي ټولنه :
نوموړې ټولنې په ١٣٩٠ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى، د وړتيا لوړولو، ښوونې او روزنې او د ښځو د حقوقو په برخو کې فعاليت کوي. ددغې ټولنې مسووله  زيباشهيدي ده په پيل کې يې ۸۰  تنه غړې درلودې،خو اوس يې مسوولين وايي چې د غړيو شمېر يیې تر ۲ زره مېرمنو اوښتی، په مرکز قله نو سربېره مقر، جوند، قادس او ابکمري کې څانګې لري،مالي تکيه يې تر ډيره بريده په کورنيو او بهرنيو خيريه موسسو ده.
د اړيکې شمېرې : ٠٧٩٧٦٤٨٢٠٧    ۰۹۷۳۴۶۳۲۷۸۰
١١-د خويندو د لاسي صنايعو ټولنه :
دغې ټولنې په روان کال کې دفعاليت جواز اخيستی دی، بېلابېلو لاسي صنايعو لکه غالۍ، مرۍ، ګلم اوبدلو او په نورو برخو کې روزنيز فعاليتونه تر سره کوي، دفتر  يې د بادغيس مرکز قلعه نو کې ده . ۵۰ تنه مېرمنې کار ورسره کوي او مشري يې د عزيزې مجيدي پر غاړه ده .