۱۰ـ حاجي غلام سرور فايز:
د بادغیس د خلکو استازی- رایې: ۳۸۰۲
 
حاجي غلام سرور فایز د عبدالغفار زوی، په ۱۳۴۹ لمریز کال کې د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کېدې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د پاکستان په یوه دیني مدرسه کې ترسره کړې او د مصر هېواد له الازهرپوهنتون څخه یې د ليسانس سند ترلاسه کړی دی.
فایز د مصر له قاهرې څخه په عامه حقوقو کې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه کړی دی.
نوموړي له ۱۳۷۷ څخه تر ۱۳۷۹ کال پورې د هرات په پوهنتون کې تدریس کړی او له وکالت څخه وړاندې یې د نهو کلونو لپاره په نا دولتي موسسو کې دنده ترسره کړې ده.
 
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۶۰۹۸۴۸
[email protected]برېښنالیک:
 
 
۱۱ـ سید موسی نعمتي جناب:
د بادغیس د خلکو استازی ـ رایې ۴۵۹۳
 
سید موسی نعمتي جناب روحاني د سید فریدالدين نعمتي جناب زوی، په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د بادغیس ولایت په تګاب اسماعیل کې زېږدلى. نوموړي په ۱۳۵۸ لمریز کال کې ديني زده کړې د بادغیس په نعمتي دیني مدرسه کې سر ته رسولې. هغه د نقشبندیه طریقې پیرو دی او د دینيعلومو د تدريس تر څنګ د ټاکنو په ١٥مه دوره کې د بادغيس د ټاکنو دفتر د شکایتونو د اورېدو کمېسيون د مشر او د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړۍدوره کې د ولسمشر حامد کرزي د کمپاین د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۴۲۷۵۸۷
 
 
۱۲ـ صفیه ايماق:
د بادغیس د خلکو استازې ـ رايې: ۲۰۰۳
صفيه ایماق د حاجي دوست محمد لور ده، نوموړې په ۱۳۴۵ لمريز کال کې د بادغیس ولایت په قلعه نو ولسوالۍ کېدې نړۍ ته سترګې غړولې دي. په ۱۳۸۴ لمریز کال کې يې د بادغيس له دارالمعلين څخه د څوارلسم پاس سند ترلاسه کړی دی.
ايماق د اتلسو کلونو لپاره د بادغیس د نجونو په مرکزي لېسه کې د ښوونکې او د شپږو کلونو لپاره يې د بادغيس ولايت مقامد اداري او مالي مشرې پهتوګه کار کړی او د ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون په جرګه کې يې ګډون کړی دی.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۸۲۶۸۷۱
 
۱۳ـ الحاج قاضي عبدالرحيم رهين
 
د بادغیس د خلکو استازی: رايې: ۳۲۶۱
 
الحاج قاضي عبدالرحيم د عبدالروف زوی، په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ولسوالۍ په چشمه دوزدک کلي کې زېږدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په خپل کلي کې ترسره کړې او له جګړې وروسته یې په ۱۳۸۵ کال کې دينې زده کړې د امام ابوحنیفه په مدرسه کې بشپړې کړې دي.
نوموړي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د بادغیس ولایت له دارالمعلیمن څخه د څوارلسم پاس سند ترلاسه کړی دی.
هغه د بادغیس ولایت د څارنوالۍ د مرستیال، د بادغیس د ښاري څارنوالۍ د مشر، د بادغیس سرې میاشتې د اداري مدير او د سرې مياشتې د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.
رهين د جهاد په دوران کې د افغانستان د اسلامي جمعیت غړيتوب درلود.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۷۵۴۸۱۶ او ۰۷۰۸۵۴۱۱۱۱