زرنج ( پژواک، ٢٧ وږى ٩٢): دنيمروز ولايت اوسېدونکي له نا امنيو شکايت لري؛ خو امنيتي چارواکي وايي، چې د فراه او هلمند نا امنۍ ددغه ولايت په امنيتي وضعيت مستقيم اغېز لري.
 
د نيمروز ولايت د چارواکو پر وينا، وسله وال مخالفين له فراه او هلمند څخه دغه ولايت ته د ويجاړوونکو بريدونو په موخه راځي.
 
نيمروز د افغانستان له لرې پرتو ولايتونو څخه يو  دى، چې د فراه او هلمند له امنيو ولايتونو سربېره له ايران او پاکستان سره هم پوله لري.
 
نيمروز ولايت ٥ ولسوالۍ لري، چې ډېرى يې نا امنه دي.
د خاشرود ولسوالۍ اوسېدونکى جمعه ګل وايي، چې بېوزلي، وزګارتيا او د دولت او خلکو تر منځ واټن د ناامنۍ سبب ګرځېدلي.
 
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ١١ کلونو کې سيمه ييزو چارواکو  ددې ولسوالۍ اقتصادي وضعيت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
 
نوموړي زياته کړه :(( له دې امله خلک اړ دي، چې يا کوکنار وکري او يا هم له طالبانو سره يو ځاى شي.))
 
 د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي ددغو ستونزو د منلو تر څنګ وويل، چې ډېرى نا امنۍ د فراه او هلمند څخه د راغلو وسله والو له امله دي.
 
 نوموړي زياته کړه : (( د خاشرود په ځينو سيمو کې دامنيت د راتلو علت هم د امريکايي ځانګړو ځواکونو د يوې ځانګړې قطعې شتون دى.))
دهغه په خبره، ټاکل شوې، چې دغه ځواکونه هم په نږدې راتلونکي کې ياده ولسوالي پرېږدي.
د خاشرود ولسوال وويل، چې ددغو ځواکونو له پرېښودو  سره به د خاشرد  نا امنۍ  زياتې شي.
 
 يوه کروندګر، چې  د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله ، وويل چې تېر کال د دغې ولسوالۍ  له ٧٠٠ جريبو څخه په زياته ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.
همدارنګه  د دلارام ولسوالۍ، چې د زرنج ښار په ٢١٤ کيلومترۍ کې موقعيت لري، ددغه ولايت يوه بله نا امنه سيمه ده.
 
 ددغې ولسوالى اوسېدونکى عصمت الله وايي، چې د ولسوالۍ له بازار پرته نورې ټولې سيمې د وسه والو طالبانو تر نفوذ لاندې دي.
 
 د چخانسور ولسوالي بيا د زرنج په ٤٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، چې  ځينې   کلي يې د طالبانو په واک کې دي.
  
 د چهاربرجک ولسوالى امنيه قوماندان سمونوال جاويد په دغو ولسواليو کې د نا امنۍ عمده دليل د هلمند له خانشين او بهرامچه ولسواليو څخه د وسله والو راتګ وباله.
د چهار برجک ولسوالۍ اوسېدونکي محمود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دولت دې په دغه ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس رامنځته کړي، چې له امله يې نا امني ورکه شي.
 
 د نيمروز د اوبو د تنظيم يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل، چې په چهاربرجک کې  له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د کمال خان بند د دويم فاز انجنيرانو خپل کار د پوليسو د کمښت او نا امنۍ له مله  پرېښى.
په زرنج کې هم د نا امنۍ پېښې کله کله رامنځته کېږي. د زرنج اوسېدونکى نقيب الله وايي، چې په دې وروستيو کې په  زرنج  کې نا امنۍ ډېرې شوې دي.
 
 نوموړي زياته کړه، چې ډېره ځله وسله وال  موټر سايکل سواره ښار ته ور ننوځي، دولتي خلک په نښه کوي،  چې دغه کار دخلکو اندېښنې زياتې کړې دي.
 
د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد کبير اندرابي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  پوليس د نيمروز په ټولو برخو کې حاکميت لري او له تېر يوه کال راهيسې ‎، چې دى دامنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى، په نيمروز او نورو ښارونو کې يې امنيتي ګزمې فعالې کړې دي.
 
 
هغه وويل، چې په تېرو ١٢ کلونو کې ايتلاف او ملي اردو ځواکونو د پام وړ شتون نه درلود او يواځې پوليسو د خلکو په مرسته امنيت ټينګ کړى و.
 
کنګ ددغه ولايت يواځينۍ ولسوالۍ  ده، چې امنيت يې خوندي دى او د زرنج ښار په ٢٧ کيلومترۍ کې موقعيت لري.
د حاجي غلام دستګير په نامه يوه قومي مشر وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې خلک هېڅ امنيتي ستونزه نه لري او خلک يې په ډېره اسانۍ د مرکز او لسواليو تر منځ تګ راتګ کولى شي.