١٩٠-فريده حميدى:
د نيمروز دخلکو استازې- رايې: ٢٤٨٠
فريده حميدي د عبدالرازق لور، چې په ١٣٤٦ لمريز کال د نيمروز ولايت په زرنج ولسوالۍ کې زېږېدلې ده . نوموړې خپلې لومړنۍ زده کړې په ميرويس هوتکي لېسه کې کړي او ثانوي يې په ١٣٦٢ لمريز کال په ثريا لېسه کې پاى ته رسولې دي.
حميدي په کابل کې د سيدجمال الدين افغان ښوونځى په ١٣٦٤ لمريز کال پاى ته رسولى او تر وکالت وړاندې يې د هېواد په بېلابېلو ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه دندې اجرا کړې دي، چې له دې جملې څخه يې د نيمروز د حيرتان او د زرنج نجونو لېسو مديريتونه يادولى شو. نوموړې ولسي جرګې ته تر راتلو وړاندې اته کله د نيمروز دښځو چارو د رييسې په توګه هم کار کړى،د اساسي قانون او بېړنۍ لويو جرګو کې يې ګډون درلود.
د اړيکې شمېره : ٠٧٩٩٣٤٩٧٢٠
ايميل : [email protected]
١٩١-فرشته اميني :
د نيمروز د خلکو استازې- رايې : ٣٣٦٩
فرشته اميني د ډاکتر سليمان لور، چې په ١٣٥٤ لمريز کال د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د ايران په دين او دانش نومي ښوونځي کې تر سره کړي او په ١٣٧٢ لمريز کال يې له دغه لېسې څخه د ١٢ ټولګي برى ليک اخيستى دى.
نوموړې د خپل ليسانس سند د طبي لابراتوار په برخه کې د ايران له مازندران پوهنتون څخه په ١٣٨٨ لمريز کال کې اخيستى دى. اميني د خپل ژوند ٣٢ کلونه په ايران کې تېر کړي او افغانستان ته له راستنېدو سره په نيمروز کې د اميني په نوم تشخيصيه کلينيک مسوول وه.
د اړيکې شمېرې: ٠٧٩٧٢٢٠٨٤١ و ۰۷۷۷۷۷۵۸۵۶
برېښناليک: [email protected]