د ١٣٩٣ لمريز کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې يادې شورا ته نهو تنو لاره موندلې. د يادې شورا څلور پخواني غړي توانېدلي چې يادې شورا ته يو ځل بيا لارې پيدا کړي.
١- بازمحمد ناصر:
 بازمحمد ناصر د حاجي عبدالقيوم ناصر زوى دى ، چې په ١٣٦٢ لمريز کال کې په ايران هېواد کې يې د مهاجرت د کلونو پر مهال نړۍ ته سترګې غړولې دي. خپلې زده کړې يې د بکلوريا تر کچې پورې په ايران کې پاى ته رسولي او لوړې زده کړې يې د اقتصاد او په سياسي علومو کې د ماسټرۍ تر کچې پورې د هندوستان په الله اباد کې پاى ته رسولي او له يادو دوو څانګو يې د فراغت سندونه تر لاسه کړي دي. ناصر، چې د نيمروز سمنټ د شرکت مشر و، اوسمهال د نيمروز د ولايتي شورا د مرستيال په توګه دنده تر سره کوي.
 د اړيکو شمېره:  ٠٧٩٩٨٨٤٠٣٠
 
٢- روح ګل خيرزاد:
روح ګل خيرزاد د حاجي محمد امين خيرزاد لور، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې په زرنج کې پيدا شوې ، د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې لېسانس لري. هغې له ١٣٦٧ کال څخه تر ١٣٨٢ کال پورې د استادې په توګه دنده تر سره کړې ده. د ولايتي شورا په لومړۍ دوره کې يې د ولايتي شورا د مرستيالې، په دويمه دوره کې د پنځو کلونو لپاره په مشرانو جرګې کې او د پنځو کلونو لپاره يې د داخلي امنيت او دفاعي چارو د مشرې په توګه دنده تر سره کړې ده.
 
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٢٢٤٢٤٤٧
٣- محمد يونس عرب:
محمد يونس عرب د وکيل دوست محمد زوى، چې  په ١٣٤٦ لمريز کال کې د وکيل دوست محمد خان زرنج په کلي کې زېږېدلى. په زرنج کې د ښوونځي له پاى ته رسولو وروسته په ١٣٦٦ کال کې له هوايي پوهنتون فارغ شو. نوموړي تر ١٣٧١ کال پورې په هوايي ځواک کې خدمت کړى او د هغه وروستۍ پوځي رتبه ډګرمن ده. له هغه وروسته يې د يوه قومي مشر په توګه د خلکو د ستونزو په حال کې کار کړى دى.  عرب د وکيل دوست محمد خان کلي د کليوال په توګه د زرنج د دويمې ناحيې د وکيل او د پراختيايي شورا د مشر په توګه هم کار کړى، چې اوسمهال د دغه ولايت د ولايتي شورا غړى دى.
د اړيکو شمېره:   ٠٧٩٩٦٤٤٦٠٨
 ٤- محمدنادر بلوچ:
 حاجي محمد نادر بلوڅ د عبدالحميد بلوڅ زوى دى ،چې په ١٣٤١ لمريز کال کې زېږېدلى او د دغه ولايت د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکى دى. نوموړي لومړنۍ زده کړې په خپلې ولسوالۍ او لوړې زده کړې يې په حربي پوهنځي کې تر سره کړې دي. نوموړي د ١٣٩٣ لمريز کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې هم خپله څوکۍ وساتله. بلوڅ په تېرو دوه دورو کې د ولايتي شورا د مرستيال په توګه دنده تر سره کړې ده.
 ٥- عبدالواحد زوري:
 حاجي عبدالواحد زوري د حاجي فقيراحمد خان زوري زوى دى، چې په ١٣٦٠ لمريز کال کې د زرنج په دښت بطي کلي کې يې نړۍ ته سترګې وغړولې. تر دوولسم ټولګي پورې يې خپلې لومړنۍ زده کړې په زرنج کې پاى ته رسولي. د ولايتي شورا ياد نوي غړي د شخړو او د خلکو د ستونزو په حل کې هم رول لوبولى دى.
د اړيکو شمېره : ٠٧٩٩١٥٥٧٢٢
٦- حاجي مسعود حکيمي:
 مسعود حکيمي د محمد حکيمي زوى دى، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې په زرنج ښار کې زېږېدلى. نوموړى چې د ادارې او منجمنټ په برخه کې لېسانس لري، وړاندې د اساسي قانون په لويه جرګه کې د خلکو د استازي، د نيمروز د روغتيايي شورا د مشر، د انصاري د ورزشي ټيم د مدير، د مدني ټولنې د فعال، د خلکو د شورا د غړي او د نيمروز د قومي مشر په توګه يې کار کړى. حکيمي د ١٣٩٣ لمريز کال د ولايتي شورا په ټاکنو کې د دغه ولايت ولايتي شورا ته لاره ومونده.
 د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩٧٢٢٤٥٤
 ٧- محمد صديق چخانسوري:
 محمد صديق چخانسوري د حاجي غلام سخي زوى دى ، چې د نيمروز ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې زېږېدلى. نوموړي د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي . چخانسور له دې وړاندې د نيمروز د کرنې او مالدارۍ د رييس په توګه دنده تر سره کړې او د ولايتي شورا په تېره دوره کې يې د نيمروز ولايت د ولايتي شورا د مشر او غړي په توګه دنده تر سره کړې ده.
 د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٦١١٨٤٧
 
٨- نعمت الله صديقي:
 نعمت الله صديقي د عنايت الله صديقي زوى دى ، چې په ١٣٦٣ کال کې د نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار په خواجه سلطان کلي کې  يې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. نوموړي په ١٣٨٨ کال کې، تر ١٤ ټولګي پورې خپلې زده کړې د نيمروز د ټولنيزو علومو په څانګه کې پاى ته رسولي  . صديقي له ١٣٨٦ کال څخه تر ١٣٩٣ کال پورې د کلا محمد په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه خدمت کړى او په دغه موده کې يې د ښوونکو د ټولنې د مشر او د نيمروز ولايت د معلولينو ټولنې د مشرتابه غړي په توګه کار کړى  . صديقي د مدني ټولنې يو فعال و او د ١٣٩٣ لمريز کال په ولايتي شورا کې يې کافي اندازه رايې تر لاسه کړې دي، هغه اوسمهال د نيمروز د ولايتي شورا د منشي په توګه دنده تر سره کوي.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٩٩٠٠٠٠٧٥
 ٩- بي بي خيرالنسا غمى:
 بي بي خيرالنسا غمى د حاجي خيرالدين لور ده ، چې په ١٣٤٢ کال کې د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې يې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. خپلې زده کړې يې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د لېسانس تر کچې کړي.   د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې هم د قابلګي لېسانس تر لاسه کړى. هغې د ٢٨ کلونو لپاره د نيمروز د هلکانو او  نجونو په ښوونځيو کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې، د دوه کلونو لپاره په نيمروز کې د يوناما دفتر د عامه پوهاوي د مشرې او د يو نيم کال لپاره يې په افغانستان کې د ښځو حقونو د مدافع  د اساسي قانون د دارالانشاء په برخه کې غړيتوب درلود. د ولايتي شورا دغې غړې په مشرانو جرګه کې د ټاکنيزې سناتورې او د مشرانو جرګې د ښځو چارو د کمېسيون د منشي او مرستيالې په توګه يې دندې تر سره کړې دي.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٩٧٠٣٨٧١٨