محمد سرور ثبات د محمدحسن زوى، چې په ١٣٣٠ لمريز کال کې د فراه ولايت د مرکز فراه ښار په دارا اباد کلي کې زېږېدلى دى.
 
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په فراه ښار کې ترسره کړي  او د ابو نصر فراهي له لېسې فارغ شوى دى .
 
ثبات  په ١٣٥٢ لمريز کال کې د کابل پوهنتون دساينس له پوهنځى څخه فارغ او په ١٣٥٣ لمريز کال کې د عسکرۍ د احتياط کورس يې په کندهار ولايت کې بشپړ کړى دى.
نوموړي په ١٣٥٤ لمريز کال کې د هلمند ولايت د معارف رياست دساينس د امر په توګه دنده پيل کړه.
په ١٣٥٦ لمريز کال کې د فراه ښار د ابو نصر فراهي په لېسه کې د مدير په توګه دنده ترسره کړې ده .
د غويي داوومې تر کودتا وروسته سرور ثبات د مجاهدينو له ليکو سره يو ځاى شو او بيا له ١٣٧٠ لمريز کال څخه تر ١٣٧٧ لمريز کال پورې په انګلستان کې يې د کډوالۍ ژوند تېر کړى دى.
د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته هغه له ١٣٨٠ څخه تر ١٣٨٥ لمريز کال پورې د نيمروز ولايت د اداري رييس په توګه دنده ترسره کړه، بيا له ١٣٨٥ لمريز کال څخه دافغانستان د ملي امنيت د غړي په توګه او د ١٣٩١ لمريز کال په نيمايي کې د نيمروز د والي په توګه وګومارل شو، چې تراوسه دغه دنده پرمخ بيايي.
 
سرور ثبات په پښتو، دري او انګليسي ژبو پوهېږي.