١- د دوستۍ غږ راډیو:
د دوستۍ غږ راډیو په نیمروز ولایت کې یوه فعاله راډیو ده، چې د سید عبدالله رحماني له لوري رامنځته شوې، چې د فراه او زابل په یوشمېر سیمو کې هم اورېدل کېږي. دغه راډیو د اعلانونو له لارې تمویلېږي او ۱۰ تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۵۶۷۷۲۵
برېښلیک: [email protected]
 
٢- شفا میاشتنۍ:
شفا میاشتنۍ خپرونه په ۱۳۸۴ لمریزکال کې د مولوي بشیر احمد خطیبي له لوري رامنځته شوې،هره میاشت ۵۰۰ ګڼې چاپيږي ، په هرات او فراه ولایتونو کې هم وېشل کېږي. دغه خپرونه د خلکو په مالي مرسته چلېږي، چې ۲۰ تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ٠٧٩٩٥٧٤٣٧٥
٣- ځوانان:
ځوانان میاشتینۍ خپرونه هم په نیمروز کې یوه فعاله خپرونه ده، چې په ۱۳۸۹ کال کې د یونیسف له لوري رامنځته شوه، چې څلور تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۷۸۷۴۷۶۴
برېښلیک: [email protected]
٤-نیمروز غږ:
نیمروز غږ میاشتنۍ خپرونه هم په نیمروز کې یوه فعاله چاپېدونکې خپرونه ده ،چې په ۱۳۸۲ کال کې د فضل کریم او ذبیح الله له لوري رامنځته شوې او دمګړۍ په کې ۵ تنه په کار بوخت دي. یاده خپرونه د زرنج غږ د ټولنې د غړو د حق العضویت له لارې تمویلېږي.
 
د اړیکو شمېرې: ۰۷۹۹۵۹۹۹۱۱ـ ۰۷۰۳۷۷۹۱۰۰