نيمروز د افغانستان سويل لويديځ لوري ته دايران او پاکستان سره په ګډه پوله پروت ولايت دى، دا ولايت د مرکز زرنج په ګډون شپږ اداري واحدونه
 
۱- زرنج:
 
زرنج د نيمروز ولايت مرکز دى، دا له کنګ سره ګډه پوله لري چې له ايران سره نښتى دى، دلته يو هوايي ډګر دى او نورې دولتي ادارې پکې فعاله دي،  د معدني اوبو او پلاستيک جوړولو فابريکې دلته شته، خلک يې په ورځنيو کاروبار بوخت دي او لږ خلک په کرنې کې هم بوخت دي. غنم، جو او هنډواڼه دلته کرل کېږي، د سمټ د تړلو فابريکه، د موبلايلو فابريکه . او خلک په دې همدې کې په کارونو بوخت دي. د هلمند سيند له دې ښار څخه تېريږي او د ايران په لوري ځي. 
 
۲- دلارام ولسوالي:
 
دلارام د نيمروز ولايت يو له لرو پرتو ولسواليو څخه ده، دا ولسوالي له مرکز زرنج څخه شمال لوري ته په ٢١٤ کيلو مترۍ کې موقعيت لري و له فراه هلمند ولايتونو سره ګډه پوله او د کندهارر – هرات لويه لاره له همدې ولسوالۍ تېريږي.
په دې ولايت کې ډېر زيات خلک اوسېږي، خو رسمي شمېره يې نه ده معلومه. خلک يې په کرنيزو کارونو بوخت دي.
ددې ولسوالۍ خلک دوکانداري او ډېرى يې په کرنې بوخت  دي، دلته تارياک ډير دى.
 
۳- خاشرود ولسوالي:
 
خاشرود ولسوالۍ د ولايت د مرکز زرنج شمال لوري ته په ١١٠ کيلو مترۍ کې له هلمند او فراه سره په ګډه پوله د زرنج دلارام پر لويه  لاره پرته ولسوالي ده.
په دې ولسوالۍ کې هم په کرنې بوخت دي.
 
 
۴- چخانسور ولسوالي:
 
چخانسور ولسوالي د  مرکز زرنج شمال ختيځ لوري ته په ٤٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، د فراه په بکواه او ددې ولايت له مرکز فراه ښار سره ګډه پوله لري.
ددې ولايت خلک هم په کرنې بوخت دي، خربوزې او هنډوانې دلته ډېر کرل کېږي.
 
۵- کنګ ولسوالي:
 
کنګ ولسوالي د ولايت د مرکز زرنج شمال لوري ته په ٢٧ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، دا ولسوالي هم د فراه له جوين ولسوالۍ سره ګډه پوله لري او په لويديځه برخه کې ايران سره نښتى دى. دلته  هم خلک په کرنې بوخت دي.  
 
۶- چاربرجک ولسوالي:
 
چاربرجک ولسوالي د ولايت د مرکز زرنج څخه سويل لوري ته په ١٣٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري او له پاکستان  او ايران سره ګډه پوله لري او په ختيځه برخه کې له هلمند سره په ګډه پوله پرته ولسوالي ده. د نيمروز ولايت تر ټولو لوى بند کمال خان په دې ولسوالۍ کې موقعيت لري چې اوس تر کار لاندې دى. ددې بند جوړېدو سره به ددې ولايت ٨٠ زره هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبې شي او ٩ ميګاواټه برېښنا به هم توليد کړي. دلته هم خلک په کرنې بوخت دي او ډېر يې په دې پروژه کې  کار کوي. د هلمند سيند له دې ولسوالۍ څخه تېريږي.