نيمروز د افغانستان سوېل لوېديـځ لوري ته پروت  لوى سرحدي ولايت دى، نيمروز لوېديځ ته له ايران او سوېل ته له پاکستان سره اوږده پوله لري.، ختيـځ ته يې هلمند او شمال ته يې د فراه ولايتونه موقعيت لري.
 د زرنج ښار د دې ولايت مرکز دى، چې د ولسواليو په نسبت وړه سيمه ده  .
د وروستيو شمېرو له  مخې، ددې ولايت نفوس ١٤٩٠٠٠ زره تنه اټکل شوى  او مساحت يې ٤١٠٠٥  کيلو متر مربع دى. هوا او اقليم يې  په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم دى .
ددې ولايت ډېرى اوسېدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې مېشت دي.
د غير رسمي سرچينو له مخې، ددې ولايت ٦١ سلنه بلوڅان، ٢٧ سلنه پښتانه، تاجک او ازبک يې لس سلنه تشکيلوي.
ددې ترڅنګ په دې ولايت کې يو شمېر کوچيان هم مېشت دي.
په دې ولايت کې د هلمند سيند ترڅنګ ځينې نورو سيندونه هم بهيږي ، د پراخو کرنيزو ځمکو ترڅنګ د مارګو په نامه لويه دښته هم لري. د ګودذرې هامون هم په دې ولايت کې دى.
د  زرنج ترڅنګ د چخانسور او چهاربرجک هم ددې ولايت له لويو ښارونو څخه دي.
د نيمروز مساحت زيات، خو نفوس يې کم دى، ډېرى برخه يې  صحراګانې او دښتې دي ، يواځې هغو سيمو کې يې خلک ډېر ژوند کوي ، چې د هلمند سيند پرې تېر شوى دى .
اداري واحدونه:
نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار په ګډون شپږ اداري واحدونه لري چې عبارت دي، له دلارام، ګنګ، چهاربرجک ، چخانسور او خاشرود.
اقتصاد او سوداګري :
نيمروز يو سرحدي ولايت دى، ايران سره ګډه پوله لري او ددې ولايت ډېرى اقتصاد له ايران سره پر سوداګريزو چارو ولاړ دى.
دغه راز له دې لارې د نشه يي توکو او ايران ته د انسانانو قاچاق هم اقتصادي اړخونه لري. دغه راز يو شمېر نور خلک په قانوني توګه هم د نيمروز له لارې ايران ته تګ راتګ او سوداګريزې چارې پرمخ بيايي.
د افغانستان سوداګر له دې لارې له ايران څخه تېل او نور توکي صادروي او بيا د نيمروز ولايت ترڅنګ د افغانستان نورو ولايتونو ته يې هم لېږدوي.
په زرنج ښار کې د معدني اوبو او پلاستيک جوړولو فابريکې ددې ولايت په اقتصاد کې مهم رول لوبولى دى، دغه راز يو شمېر خلک د سمنټ د بوريو د بسته بندۍ فابريکه او د موبلايلو په فابريکو کې په کارونو بوخت دي.
ددې ولايت خلک په مالدارۍ هم بوخت دي او له حيواني محصولاتو څخه ډېر ښه عايد لاسته راوړي.
سيندونه او بندونه:
په نيمروز ولايت کې د هلمند سيند بهيږي او بيا له دې ولايت څخه ايران ته ځي، ددې ترڅنګ په دې ولايت کې د خاشرود سيند هم بهيږي .
د نيمروز ولايت تر ټولو لوى بند د کمال خان بند دى، چې په چاربرجک ولسوالۍ کې موقعيت لري اوس تر کار لاندې دى. ددې بند له جوړېدو سره به ددې ولايت ٨٠ زره هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبې شي او ٩ ميګاواټه برېښنا به هم توليد کړي. دلته هم خلک په کرنې بوخت دي او ډېر يې په دې پروژه کې  کار کوي. د خاشرود پر سيند د ماري بند هم جوړ شوى دى.
 
کرنه:
نيمروز د پراخو د ښتو ترڅنګ کرنيزې ځمکې هم لري، که څه هم د هلمند سيند له نيمروز ولايت څخه تېرېږي، خو کرنيزو ځمکو ته يې کافي اوبه نه رسيږي، خو بيا هم ددې ولايت يو شمېر خلک په کرنه   بوخت دي.
د نيمروز د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې غنم، جوار ، کوکنار،خربوزې او هندواڼې ډېرې کرل کېږي.
د دې ولايت په چاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند له جوړېدو سره به ددې ولايت ٨٠ زره هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبې شي او کرنه به په دې ولايت کې ډېر پرمختګ وکړي.
دغه راز ددې ولايت يو شمېر خلک په مالدارۍ هم بوخت دي ، مالداران ، غويان، پسونه او اوښان ساتي.
 
کولتور:
په دې ولايت کې کولتوري او فرهنګي فعاليتونه هم شته، که څه هم په نيمروزکې کومه ورځپاڼه نشته، خو نورې رسنۍ فعاليت کوي، ملي راډيو تلويزيون دلته خپرونې لري، ددې ترڅنګ د يو شمېر نورو  راډيو خپرونې هم اورېدل کېږي.
په دې ولايت کې ددولتي تلويزيون ترڅنګ د شمشاد، طلوع، لمر او اريانا تلوېزيونونو خپرونې هم ليدل کېږي، د نوا راډيو، ارمان راډيو او اريانا راډيو خپرونې  اورېدل کېږي، ددې ترڅنګ د دوست په نامه يوه ځايي راډيو هم خپرونې لري.
په دې ولايت کې يو شمېر فرهنګي ټولنې هم فعاليت لري او خپلې غونډې ترسره کوي.
چې د بېلګې په توګه  د نيمروز د ځوانو ليکوالو او شاعرانو ټولنه، د خانه بلوچ فرهنګي ټولنه، او داسې نور يې د يادولو وړ دي.
په دې ولايت کې د ميلاد النبي، نوى کال او د ځينو نورو مراسمو پر مهال مشاعرې او ادبي غونډې ترسره کېږي.
دغه راز په دې ولايت کې ځينې چاپي رسنۍ هم شته چې فعاليت لري.  د بېلګې په توګه د صداى نيمروز او نيمروز په نومونو مياشتنۍ او د علم او  بيان په نامه يوه مذهبي مجله هم چاپيږي.
 
پوهنه :
ددې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتوله مخې، د نيمروز  په ٢٥٠ ښوونځيو کې ٨٦ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي،  چې ٤٠ سلنه يې نجونې تشکيلوي.
په دې ولايت کې د ښوونځيو ترڅنګ د ولايت په مرکز زرنج او يو شمېر ولسواليو کې ٥ د کرنې او تخنيکي  لېسې هم فعاليت کوي.
دغه راز ٢٠ خصوصي ديني مدرسې هم شته ، چې پکې نجونې او هلکان زده کړې کوي.
په دې ولايت کې دولتي پوهنتون نشته،خو د بارک په نامه يوخصوصي پوهنتون په دوو پوهنځيو ( حقوق او اقتصاد) برخو کې فعاليت کوي.
 
مشاهير:
وکيل دوست محمد خان، حاجي عليم خان شورو، حاجي رييس غلام رسول ايوبي ، ډاکټر غلام محمد لعلزاد بلوچ، فرخي سيستاني، ابوداوود سجستاني، کانديدای اکادميسن محمد اعظم سيستاني ، عبدالبصير بلوچ، استاد غلام دستګيري (پيام)، عبدالغفور مراد، عبدالرحمن پهوال او عبدالکريم براهوي يې نوموتې څېرې دي.
 
لوبې :
 
ددې ولايت د ورزشي امر د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د بېلابېلو لوبو ٩٠ لوبډلې فعاليت کوي او درې زره لوبغاړي شتون لري.
په دې ولايت کې فوټبال، واليبال، وزن پورته کول، تکواندو، کانګو، کاراته او فوټسال ډېر لوبغاړي لري، ددې ولايت د وزن پورته کولو لوبغاړو درې ځلې نړيوال مډال ترلاسه کړى دى.