٤٥-بي بي حاجي خيرالنساء غمى:
د نيمروز انتخابي سناتوره
 
بي بي حاجي خيرالنساء غمى د حاجي خيرالدين لور، چې په ١٣٤٢ لمريز کال د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې زېږېدلې او تر ١٤ ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي. نوموړې د زرنج  په بېلابېلو ښوونځيو کې ښوونکې، د ټاکنو د تنظيم په ګډ دفتر کې د عامه پوهاوي د مسوولې او  د اساسي قانون  له دارالانشاء سره د اساسي قانون په تدوين کې د فراه ولايت د استازې په توګه دندې اجرا کړې دي.
 
د اړيکې شمېره :   0797038718
 
 ٤٦-بي بي حاجي روح ګل خيرزاد:
د نيمروز انتخابي سناتوره
سناتوره بي بي حاجي روح ګل خير زاد د حاجي محمد امين خير زاد لور ، چې په ١٣٥٣ لمريز کال د نيمروز ولايت په کنګ ولسوالۍ کې زېږېدلې او تر ١٤ ټولګي پورې يې زده کړه کړې ده. نوموړې تر دې وړاندې د نيمروز ولايتي شورا غړې، منشي ، د زرنج لېسې د فرهنګي کمېټې غړې، نسايي ولادي قابلې او د طالبانو پرمهال د نجونو د خصوصي ښوونکې په توګه دندې اجرا کړې دي. روح ګل د ١٣٩٢ لمريز کال د زمري په ١٦مه د کابل –کندهار لويې لارې په اوږدو کې په غزني کې د وسله والومخالفينو په يوه بريد کې له خپل خاوند سره ټپي، خو يوه لور او ساتونکى يې ووژل شول.
د اړيکو شمېرې : 0707659800-0799659199-0799659800
 ٧٤-صالحه مهر زاد بارکزۍ:
له نيمروز څخه انتصابي سناتوره
صالحه مهرزاد بارکزۍ د حاجي مهر علي لور، چې په ١٣٧٣ لمريز کال  د نيمروز په چخانسور ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. په ١٣٥٧لمريز کال کې يې د کابل سيد جمال الدين دار المعلمين پاى ته رسولى او د لېسې د ښوونکې او مديرې په توګه يې دندې اجرا کړې دي.
 
د اړيکې شمېره : 0799644800