زرنج ( پژواک ٢٣ وږى ٩٢ ) : د نيمروز چارواکي وايي،چې په دې ولايت کې د بيارغونې يو شمېر لويې او وړې پروژې پلې شوي، چې له امله يې سلګونو خلکو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
خو ددې ولايت د ولسواليو اوسېدونکي  بيا د ژوند د لومړيو اسانتياوو له نشتوالي سر ټکوي او وايي ، چې په ولسواليو کې بايد د بيارغونې ډېرې پروژې پلې شي .
 
د نيمروز د والي مرستيال محمد قاسم خدري پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په تېرو ١١ کلونو کې په دې ولايت کې د پلي شويو ګڼ شمېر پروژو له امله خلکو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
هغه د زرنج – دلارام  لويې لارې يادونه وکړه او ويې ويل ، چې پر  ٢١٥ کيلو متره سړک باندې ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى ، چې ياد لګښـت  هندوستان ورکړى دى.
 
د نوموړي په وينا، دغه سړک نيمروز له لوېديځو او سوېلي ولايتونو سره نښلوي، چې د جوړولو پر مهال يې سلګونو تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.
 
خدري وايي، چې ددې سړک له جوړېدو سره د نيمروز سوداګرۍ هم وده کړې  او دې سړک له ايران سره د ټرانزيټي لارې بڼه خپله کړې ده .
 
دغه راز نوموړي د هلمند پر سيند د ايران په مرسته د ابرېشم پول يادونه هم وکړه او ويې ويل چې له دې سره نه يواځې د خلکو او سوداګرو ستونزې هوارې شوي ، بلکې سوداګرۍ هم ورسره وده کړې ده.
د والي مرستيال دغه راز د ٤٩ کيلو مترو په اوږدوالي د لشکري کانال او د کمال خان بند جوړولو يادونه هم وکړه.
دى وايي ،چې د کمال خاند بند پر لومړي فاز څه دپاسه شپږ ميليونه ډالره لګښت راغلى او پر دويم فاز يې ٢٤ ميليونه ډالره لګښت اټکل شوى دى.
 
دغه راز نوموړي وويل چې د زرنج د هوايي ډګر لومړى فاز بشپړ شوى ، دغه راز په چخانسور ولسوالۍ کې د ماري بند د جوړولو چارې هم پيل شوې دې ، دغه راز په په کنګ او چخانسور ولسوالۍ کې دوه نور لوى کانالونه هم جوړيږي .
 
د نيمروز د والي مرستيال محمد قاسم خدري وايي، چې په چهاربرجک ولسوالۍ کې هم د ٤٥ کيلو متره په اوږدوالي کانال او په دې ولايت کې د ٥٠ کيلو متره پوخ سړک چارې هم روانې دي.
هغه زياتوي ، چې ددې ولايت په مرکز او  ولسواليو کې ديو شمېر دولتي ودانيو کارونه بشپړ شوي  او ډېرى ښوونځيو ته هم ودانۍ  جوړې شوې دي.
 
د خدري په وينا، ټاکل شوې ده، چې د ولايت مرکز زرنج ښار کې ديوه حلقوي سړک چې ددې ولايت اقتصاد لپاره ډېر اړين دى، هم جوړ کړاى شي .
 
د دې ولايت د کليو دپراختيا ادارې سرپرست انجنير فريد وايي، چې رياست يې په تېرو ١١ کلونو کې ٧٠٤ بېلا بېل ډول پروژې د ٣٠٥ ميليونه افغانيو په لګښت پلې کړې دي.
 
هغه زياتوي چې په دې پروژو کې ٢٠٠ د برېښنا، د ١١١ کيلو متره سړک جغل اندازي او ٢١ پروژې د پوهنې په برخه کې دي ، ٦١ پروژې د اوبو لګولو او ٩٩ پروژې د څښلو د پاکو اوبو په برخه کې دي.
 
د انجنير فريد په وينا، د خلکو لپاره تر ټولو مهمه پروژه د زرنج ښار د اوبو شبکه ده، چې پرې ١٣ ميليونه ډالر  لګښت راځي.
نوموړى وايي ، چې د اوبو دا شبکه ٤٥ کيلو متره اوږدوالى لري، چې د قلعه فتح له سيمې څخه اوبه زرنج ښار ته لېږدول کېږي .
 
هغه زياتوي : (( ددې پروژې په لومړي پړاو کې موږ وکولى شول، چې ٢٢ کيلومتره ځمکه وکنو، او پايپونه پکې ځاى پر ځاى کړو.))
دغه راز فريد وايي ، چې د اوبو دوه ذخيرې هم جوړې شوې دي، چې ١٢٠٠ متره مکعب اوبه پکې ځاييږي او اته ژورې څاه ګانې وېستل شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې ددې پروژې ٤٨ سلنه کار بشپړ شوى، دغه راز په ښار کې د نل غځولو ٨٥ سلنه کار ترسره شوى دى.
د کليو پراختيا رياست  دغه چارواکي وايي، چې په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سيند ديوه کيبلى پول د جوړولو کار هم روان دى، چې ١٢٠ متره اوږدوالى لري .
 
ددې ولايت اوسېدونکي که هم له ترسره شويو کارونو خوښ دي، خو په دې ولايت کې د زياتو کارونو غوښتنه کوي.
ددې ولايت يو تن اوسېدونکى شاه محمد وايي، چې دا ولايت ورروسته پاتې دى، خلک يې ډېر غريب او بېچاره دي.
 
هغه پژاک اژانس ته وويل ،چې خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي او له دولت څخه غواړي، چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
ده زياته کړه ، چې ولسمشر نيمروز ته د سفر پر مهال د اوبو د ستونزې دهواري ژمنه  کړې وه، خو د اوبو دشبکې پروژه سسته روانه ده او يو شمېر ستونزې لري.
 
د نوموړي په وينا، د نورو ولاياتو په پرتله په دې ولايت کې د بيارغونې کارونه د نشت برابر دي.
 
د کنګ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي هم د بيارغونې له نشتوالي شکايت وکړ او ويې ويل چې ددوى په ولسوالۍ کې ډېرى ښوونځي ودانۍ نه لري.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د بيارغونې د کارونو د نشتوالي له امله ځوانان اوزګار دي ، چې له امله يې په نشه روږدي شوي دي .