زرنج ( پژواک، ٧ وږى ٩٢ ) : د نيمروز ولايت چارواکي او خلک وايي، چې د ولايت په مرکز او نږدې سيموکې د پوهنې حالت ښه دى، خو په ولسواليو کې د مسلکي ښوونکو، کتابونو او ودانيو له نشتوالي سره مخ دي.
 
د نيمروز د پوهنې رييس عبدالواحد حکمت وايي ، چې په دې ولايت ٢٥٠ ښوونځي فعاليت کوي ، پکې ٨٦ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ٤٠ سلنه يې نجونې تشکيلوي.
 
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، په دې ولايت کې د ښوونځيو ترڅنګ د ولايت په مرکز زرنج او يو شمېر ولسواليو کې ٥ د کرنې او تخنيکي  لېسې هم فعاليت کوي.
 
دى وايي ، چې دغه راز ٢٠ خصوصي ديني مدرسې هم شته، چې پکې نجونې او هلکان زده کړې کوي.
 
د حکمت په وينا، په دې ولايت کې دولتي پوهنتون نشته،خو د بارک په نامه يوخصوصي پوهنتون په دوو پوهنځيو ( حقوق او اقتصاد) برخو کې فعاليت کوي. دغه راز د ادارې او حسابدارۍ يو دولتي انسټيټيوټ هم دلته فعال دى.
 
لاسته راوړنې او ننګونې:
د پوهنې رييس وايي ، چې په وروستيو څو کلونو کې ددې ولايت د پوهنې بهير پرمختګ کړى   او دوى د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.
هغه زياتوي ، چې د ولايت په مرکز او ځينو ولسواليو کې يو شمېر ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې دي، د زده کوونکو او په ځانګړې توګه د نجونو شمېره زياته شوې ده.
خو عبدالواحد حکمت د مسلکي ښوونکو نشتوالى، په لرې پرتو ولسواليو کې د پوهنې پر وړاندې امنيتي ستونزې، د زده کوونکو لپاره د څښلو د پاکو اوبو نشتوالى سترې ننګونې او ستونزې وبللې او له مرکزي حکومت څخه يې په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
دى وايي ، چې په ولسواليو کې شته نا امنۍ نه يواځې د پوهنې په برخه کې د پرمختګونو مخه نيسي، بلکې مسلکي ښوونکي له امنيتي وېرې دې سيمو ته نه ورځي.
ښوونکي او زده کوونکي:
 د ولايت د مرکز زرنج ښار  د فرخي لېسې د لسم ټولګي يو تن زده کوونکى محمد ابراهيم وايي ، چې ددوى تر ټولو لويه ستونزه د کتابونو نشتوالى او په وخت نه رسېدل دي.
هغه پژواک ته وويل، چې تېر کال دوى ته ٥٠ سلنه کتابونه نه وو ورکړل شوي، دوى ډېرى کتابونه له بازار څخه واخيستل، خو کله چې کتابونه ورسېدل، نو د کال نيمايي برخه تېره شوې وه.
ده زياته کړه : (( د کتابونو د نشتوالي له امله هم زموږ وخت ضايع شو او هم زموږ په زده کړو يې بده اغېزه وکړه، پايله يې دا شوه، چې ډېرى زده کوونکي يا ناکام شول او يا يې هم کمې نومرې واخيستې.))
د سميع الله په نامه د چهاربرجک ولسوالۍ يو تن زده کوونکي بيا د مسلکي ښوونکو له نشتوالي سر ټکوي او زياتوي چې ددوى د ښوونکو د سواد کچه ډيره ټيټه ده.
د هغه په وينا، مسلکي ښوونکي په کم معاش او کمو امکاناتو ولسواليو کې دندې نه ترسره کوي او پخپله په ولسواليو کې مسلکي ښوونکي نشته.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل ، چې د ښوونکيو امتيازات او له نورو ولايتونو څخه دې مسلکي ښوونکي دلته راوليږي.
د زرنج ښار د ادارې او حسابدارۍ دانسټيټيوټ يو تن ښوونکى عبدالهادي بيا په دې ولايت کې د ښوونکو د تشکيل د کموالي او ښوونځيو د ودانيو له نشتوالي شکايت کوي.
هغه پژواک ته وويل ، چې په ولسواليو کې د مسلکي ښوونکيو د کمښت ستونزه هم د پام وړ ده او له چارواکو يې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دى وايي، چې ښوونکو ته معاشونه او نور امتيازات کم ورکول کېږي، چې له امله يې مسلکي خلک دې سکتور ته زيات نه راځي.
د پوهنې د چارو يو تن کارپوه  محمد صابر وايي ، چې د ولايت په مرکز او دوو نږدې ولسواليو کې د پوهنې بهير ښه دى او د پام وړ پرمختګ يې هم کړى دى.
دى وايي ، چې په دې سيمو کې د هلکانو ترڅنګ ګڼ شمېر نجونې هم ښوونځيو ته ځي او خلک له علم او پوهنې سره زياته مينه لري.
خو هغه زياتوي، چې په لرو پرتو ولسواليو کې امنيتي ستونزې د پوهنې د بهير د پرمختګ پر وړاندې ستونزې راولاړې کړې دي.
صابر د ښوونځيو د ودانيو نشتوالى، د مسلکي ښوونکو نه شتون، په وخت د کتابونو نه رسېدل او د ښوونکو کم امتيازات د پوهنې پر وړاندې مهمې ستونزې يادې کړې.