زرنج ( پژواک ٢٧ وږى ٩٢ ) : نيمروز ، چې دافغانستان سوېل لوېديځ ته تر ټولو لرې پروت ولايت دى، چې د خلکو اقتصاد يې ډېرى پر سوداګرۍ او کرنې ولاړ دى.
 
دغه  ولايت له ايران او پاکستان سره ګډه پوله لري  او ددې ولايت ډېرى اقتصاد له ايران سره پر سوداګريزو چارو ولاړ دى.
 
دغه راز له دې لارې ايران ته د نشه يي توکو او انسانانو قاچاق هم کيږي .   
د نيمروز مرستيال والي محمد قاسم خدري وايي ، چې  د افغانستان سوداګر له دې لارې له ايران څخه تېل او نور توکي صادروي او بيا د نيمروز ولايت ترڅنګ د افغانستان نورو ولايتونو ته يې هم لېږدوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ددې ولايت په مرکز زرنج ښار کې د معدني اوبو او پلاستيک جوړولو فابريکې ددې ولايت په اقتصاد کې مهم رول لوبولى دى.
نوموړي زياته کړه ، چې دغه راز يو شمېر خلک د سمنټو د بوريو د بسته بندۍ فابريکه او د موبلايلو په فابريکو کې په کارونو بوخت دي.
د هغه په وينا، ددې ولايت خلک په مالدارۍ هم بوخت دي او له حيواني محصولاتو څخه ډېر ښه عايد لاسته راوړي.
 
ددې ولايت د کرنې د رياست د معلوماتو له مخې، په نيمروز  کې د هلمند سيند بهيږي او بيا له دې ولايت څخه ايران ته ځي، ددې ترڅنګ په دې ولايت کې د خاشرود سيند هم بهيږي ، خو په دې وروستيو کې د اوبو د کمښت له امله ددې ولايت يو شمېر سيمې له وچکالۍ سره مخ شوي ، ځمکې بنجرې شوي او څاروي يې هم له منځه تللي دي.
 
د نيمروز ولايت تر ټولو لوى بند د کمال خان بند دى، چې په چهاربرجک ولسوالۍ کې موقعيت لري او اوس تر کار لاندې دى.
د کرنې رييس محمد اکبر شريفي وايي، چې د دې بند له جوړېدو سره به ددې ولايت ٨٠ زره هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبې شي او ٩ ميګاواټه برېښنا به هم توليد کړي. دلته هم خلک په کرنې بوخت دي او ډېر يې په دې پروژه کې کار کوي. د خاشرود پر سيند د ماري بند هم جوړ شوى دى.
 
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې نيمروز د پراخو د ښتو ترڅنګ کرنيزې ځمکې هم لري، که څه هم د هلمند سيند له نيمروز ولايت څخه تېرېږي، خو کرنيزو ځمکو ته يې کافي اوبه نه رسيږي، خو بيا هم ددې ولايت يو شمېر خلک په کرنه  بوخت دي.
د نيمروز د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې غنم، جوار ، کوکنار،خربوزې او هندواڼې ډېرې کرل کېږي.
د دې ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند له جوړېدو سره به ددې ولايت ٨٠ زره هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبې شي او کرنه به په دې ولايت کې ډېر پرمختګ وکړي.
 
دغه راز ددې ولايت يو شمېر خلک په مالدارۍ هم بوخت دي ، مالداران ، غويان، پسونه او اوښان ساتي.
خو ددې ولايت د ځينو ولسواليو يوشمېر اوسېدونکي وايي ، چې د وروستيو وچکاليو له امله يې لسګونه څاروي مړه شوي دي.
 
د کنګ ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمود وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کموالي او د اورښتونو د نه کېدو له امله په تېرو څلورو مياشتو کې شاوخوا ٢٠ زره څاروي مړه شوي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د مالدارانو شاوخوا  ٨٠  سلنه څاروي له منځه تللي دي.
د محمود په وينا، په څارويو کې  چې له منځه تللي، ډېرى يې غواوې، پسونه او سېرلي دي، چې د وښو د نشتوالي له مله مړه شوي دي.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى غلام سخي  وايي،  چې د وښو د نشتوالي له امله خلک وچ ازغي ميده کوي او بيا يې څارويو ته ورکوي.
 
په پخوا زمانو کې نيمروز د اسيا دغلو دانو د ګودام په نوم ياديده، ، په دې ولايت کې ګڼ شمېر باغونه هم شته او انارو يې  (انا سيستان) په نامه شهرت درلود.
په پخوا وختونو کې امير تيمور پر دې ولايت بريد کړى و، چې د جګړې پر مهال يې يوه پښه ژوبله شوه، چې بيا پر (تيمور لنګ) مشهور شو، تردې پېښې وروسته هغه ددې ولايت داوبو بندونه، کانالونه او نهرونه ويجاړ او باغونه يې هم له منځه يوړل.
 
په هېواد کې د تېرو درېيو لسيزو د جګړو له امله ددې ولايت ډېر خلک کډوال شول ، چې له امله يې کرنيزې ځمکې او باغونه بنجر شول، دغه راز په تېرو اتو کلونو کې وچکالۍ هم دا ولايت ځپلى دى.
په ولايت کې دلشکري کانال رغېدو سره د خلکو کرنه ښه او اقتصاد يې ورسره پياوړى شو.
 
د چخانسور ولسوالۍ يو تن کروندګر محمد اکبر وايي ، چې تېر کال يې ٥٠٠ ټنه خربوزې او هنډواڼې  له خپلو فصلونو څخه ترلاسه کړي دي.
هغه وايي چې دغه حاصلات هلمند ، کندهار او غزني ولايتونو ته صادر کړي  او ښې پيسې يې ترلاسه کړې دي.
 
د زرنج ښار يو تن اوسېدونکى محمد نعيم وايي، چې ددې ولايت له لارې د نشه يي توکو قاچاق هم ډېر کېږي ، چې دا هم يو ډول اقتصادي اړخ لري.
 
د هغه په وينا، په دې کاروبار کې يو شمېر خلک مشغول دي او له همدې لارې خپل اقتصاد پياوړى کوي.
 
ددې ولايت يو تن سوداګر حاجي عبدالله ، چې له ايران څخه رخت او کپړه واردوي، وايي چې دده ترڅنګ ګڼ شمېر نور خلک پر همدې کاروبار بوخت دي.
هغه زياتوي ، چې دوى د چهاربهار بندر له لارې له نورو هېوادونو څخه توکي صادروي او بيا له نيمروز څخه  يې  نورو ولايتونو ته لېږدوي.