فراه (پژواک، ١٧ وږى  ٩٢) په داسې حال کې چې د فراه چارواکي وايي، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى، خو د فره اوسېدونکي له ناامنۍ شکايت کوي او د امنيت د لا ټينګښت غوښتنه کوي.
 
 د فراه ولايت يو مدني فعال او د ښوونکو د ټولنې منشي حميدالله رحماني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي او خلک آن د فراه ښار په ناحيو کې هم د امن احساس نه کوي.
 
 دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په اوږدو کې د دولت وسله والو مخالفينو په دغه ولايت کې څو بريدونه کړي، چې تر ټولو خونړۍ هغه يې د وري د مياشتې په ١٤مه، د دغه ولايت پر څارنوالۍ او محکمو بريدونه وو، چې ګڼ شمېر وګړي پکې مړه او ټپيان شول.
 
 د فراه د امنيتي چارواکيو په وينا، هغه مهال په دغه بريد کې ٤ پوليس، ٦ د ملي اردو سرتېري، ٣٤ ملکي وګړي، څو تنه قاضيان او د محکمې کارکوونکي او ٩ بريد کوونکي ووژل شول او تر ١٠٠ زيات امنيتي ځواکونه، دولتي کارکوونکي، د ښوونځيو زده کوونکي او نور عام وګړي ټپيان شول.
 
رحماني وايي، دغه بريد د امنيتي مسوولينو د نه پاملرنې له امله وشو.
 
 نوموړيي وويل: ((فراه ولايت هم له پاکستان او هم له ايران سره ګډه پوله لري او دغه هېوادونه د دغه ولايت د ناامنه کولو هڅه کوي... که دولتي چارواکي د دغه ولايت امنيت ته پاملرنه ډېره نه کړي، د هېواد ډېر ولايتونه، په ځانګړې توګه ګاونډي ولايتونه به له دې لارې ناامنه شي.))
 
د فراه د ولايتي شورا رائيس عبدالبصير خير خواه هم دولتي اداره سرحدي ولايتونو ته په نه پام کولو تورنوي او د امنيتي ځواکونو د شمېرې د زياتوالي او د هغوى د تجهيز او روزنې غوښتونکى دى.
 
 دى وايي: ((که څه هم د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو او آن مرکز کې ناامني شته، خو د سرحدونو د امنيت د ساتلو تر څنګ د فراه – هرات د لويې لارې، چې د دغه ولايت له ناامنې ولسوالۍ (بالابلوک) څخه تېرېږي، د امنيت ساتنه ډېره مهمه ده.))
 
 د ولايتي شورا رئيس زياتوي، چې دغه لويه لاره د فراه لپاره ډېره حياتي او آن د شاهرګ په څېر ده، چې د هېواد له ٣٤ ولايتونو سره د دغه ولايت د نښلولو يوازينۍ لاره ده.
  
خير خواه وايي ، چې اوسمهال دغه لويه لاره (فراه - هرات) نا امنه ده او خلک په ځانګړې توګه دولتي کارکوونکي او محصلين پر دغه لاره په ښکاره تګ راتګ نه شي کولاى.
 
 د فراه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ د اور کلي يو اوسېدونکى محمد کاظم وايي، چې له تېرو څو مياشتو را هيسې دغه ولسوالي، چې د فراه له باامنه ولسواليو څخه ګڼل کېدله، ناامنه شوې ده.
 
 د هغه په خبره، د دولت وسله وال مخالفين خلک له دولت سره په لاس لرلو وژني او اکمالاتي موټر سوځوي.
 
 هغه وويل، دغې ولسوالۍ ته ډېر طالبان له ايران څخه راځي، خو امنيتي مسوولين د هغوى پر وړاندې بې تفاوته پاتې دي.
 
 د فراه د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر وايي، ټاکل شوې وه، چې څو ورځې  مخکې د نيسپاک په نوم د يوه پاکستاني شرکت له لوري د بالابلوک ولسوالۍ د بخش اباد د بند د ډيزاين چارې تر سره شي، چې د فراه د اوسېدونکيو لپاره يوه حياتي پروژه ده
 
 خو د هغې په وينا، کله چې انجنيران د دغه بند سيمې ته ولاړل، په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونو يې د امنيت ساتنې دنده پر غاړه لرله، د دوو وسله والو موټر سايکل سپرو په ليدلو يې سيمه پرې ايښې وه.
 
 ابوبکر وايي، که امنيتي ځواکونه سم او جدي مديريت و نه لري، د دغه بند د جوړولو چارې به له خنډ سره مخ شي.
 
 د فراه ولايت يو مدني فعال سيد احمد ادعا کوي، چې ايران نه غواړي دغه بند جوړ شي، ځکه په اوسني حالت کې د فراه رود اوبه ايران ته روانې دي، د بند په جوړېدو به د ايران د زابل او زاهدان سيمې د څښاک له اوبو بې برخې شي.
 
خو په عين حال کې د فراه نوى والي محمد عمر شېرزاد د امنيت ټينګښت او د بخش اباد بند جوړول خپل کاري لومړيتوبونه ګڼي او وايي: ((هر څنګه چې وي، د بخش اباد بند بايد جوړ شي.))
 
 د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر د دغه ولايت د امنيتي ستونزو او ټاکنو په اړه وايي: ((د فراه ډېرې ولسوالۍ ناامنه دي، که د دغه ولايت امنيتي وضعيت ته پام و نه شي، د رڼو ټاکنو تر سره کېدل ستونزمنه چاره ده.))
 
 ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه، تر سره شي.
 
خو د فراه والي وويل، چې د دغه ولايت په ګڼو ولسواليو کې امنيت ښه دى، خو د بکواه ولسوالۍ په ګډون به په نا امنو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو د جوړېدو، د امنيتي ځواکونو د ډېروالي او نورو لارو چارو په ګټې اخيستنې رڼو ټاکنو ته لاره هواره کړي.
 
 دغه راز د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر ډګروال دل جان خاکرېزي وايي، چې د پخوا په پرتله د دغه ولايت امنيت په نسبي توګه ښه شوى او وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو او جګړې توان نه لري.
 
هغه وويل، د دغه ولايت د لسو ولسواليو له ډلې پنځه ولسوالۍ (انار دره، لاش جوين، شيب کوه، پرچمن او پشت کوه) د ښه امنيت درلودونکې دي او په پاتې پنځو ناامنو ولسواليو لکه پشت رود، خاکسفيد، بالابلوک او ګلستان کې سيمه ييز پوليس جوړ شوي، چې امنيت ورسره ښه شوى دى.
 نوموړي زياته کړه: ((بکواه د فراه تر ټولو ناامنه ولسوالي ده، چې په نژدې راتلونکې کې به پکې د سيمه ييزو پوليسو ځواک جوړ شي.))
 
 د ده په وينا، سيمه ييز پوليس د خلکو له منځ څخه جوړېږي، په همدې بنسټ د سيمې اوسېدونکي يې ورسره مرسته کوي او مخالفين له خلکو سره د جګړو او نښتو توان نه لري.
 
 د ګلستان ولسوالۍ د مغل اباد د کلي اوسېدونکى او مخور حاجي امير جان وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د خلکو په غوښتنه په دغه ولسوالي کې سيمه ييز پوليس جوړ شوي.
 
 د نوموړي په وينا، مخکې د دغې ولسوالۍ، په ځانګړې توګه د توت او مغل اباد سيمو امنيتي وضعيت ډېر خراب و او تل به د طالبانو تر واک لاندې وې.
 
 اميرجان وايي، د سيمه ييزو پوليسو تر جوړېدو مخکې طالبانو له خلکو څخه د دولتي د همکارۍ په تور سرونه پرې کول، خو د سيمه ييزو پوليسو په جوړېدو او د خلکو په مرسته طالبان له سيمې وتښتېدل او اوسمهال په دغو سيمو کې امنيت ښه دى.
 
 هغه زياته کړه: ((په اوسنيو شرايطو کې په ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو جوړېدل د ملي پوليس او ملي اردو په نسبت ښې پايلې لري.))
 
ده وويل، اوس مهال په دغه ولسوالي کې د ١٠٠ په شا و خوا کې سيمه ييز پوليس شته، خو د ټولې ولسوالۍ د امنيت ساتنې لپاره د ٤٠٠ نورو سيمه ييزو پوليسو جوړېدو ته اړتيا ده.
 
د فراه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، سره له دې چې ايران او پاکستان هڅه کوي د خپلو ګمارل شوو وګړو په استفاده دغه ولايت ناارامه کړي، خو وسله وال مخالفين له افغان ځواکونو سره دجګړې توان نه لري.
 
 هغه زياته کړه، وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې د توان نه لرلو له امله د ماينونو په خښولو لاس پورې کوي، چې ډېر مهال پکې ملکي وګړو او په خپله ماين خښوونکو ته مرګ ژوبله اوړي.
 
 د ده په خبره، د روان کال له لومړيو بيا تر اوسه د امنيتي ځواکونو د هڅو په پايله کې ٨٧ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې کشف او شنډ شوي دي، خو بيا هم په دغه کال د ماينونو د چاودنو له امله ٧٥ ملکي وګړي وژل شوي او ١٠٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
 
 دغه راز هغه زياته کړه، چې په دې موده کې ٦١ ماين خښوونکي په خپلو ماينونو وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان شوي دي.
 
د فراه د امنيت آمر وايي، چې بهرني ځواکونه د دغه ولايت له ټولو ولسواليو وتلي او اوس مهال د امنيت چارې د افغان ځواکونو پر اوږو اچول شوې.
 
د هغه په وينا، د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د سيمو امنيت ښه شوى دى.