فراه(پژواک،١٣سنبله ٩٢): چارواکي وايي ، چې په فراه  ولايت کې ګڼ شمير د بيارغونې پروژې پلې شوي،خو بلخوا د ياد ولايت اوسېدونکي شکايت کوي، چې په فراه  کې د بيارغونې بنسټيزې پروژې نه دي پلې شوي او نه هم په ياد ولايت کې متوازن انکشاف رامنځته شوى .
د ياد ولايت چارواکي وايي ، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې ١١٢بابه ښوونځي جوړ شوي، دويمه لوا تاسيس شوې،د تروبار فروشۍ يو مارکيټ جوړ شوى، د ګمرک لپاره ودانۍ جوړې شوې، لوبغالى جوړ شوى، شاوخوا ٤٥٠٠ کيلومتره سړک رغول شوى او څه اندازه يې قيريزي شوى، ٣٠٠٠ څاه ګانې کيندل شوي او نورې ګڼې کوچنۍ او سترې پروژې پلې شوې دي.
د فراه مرستيال والي محمد يونس رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په دغه ولايت کې ٤٥٠٠ کيلو متره سړک جغلکاري او قيريزي شوى ، نوموړى وايي  ځينې سړکونه چې له پخوا جوړ وو يواځې ترميم شوي هم دي.
‎همداراز نوموړى زياتوي، چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې يو مسلکي او حرفوي ښوونځى چې شا وخوا ١،٢ ميليونه ډالر مصرف پرې راغلى، جوړ شوى دى.
ده زياته کړه: ((په ١٣٨٦ لمريز کال کې له ايران سره په سوداګريز بندر د شيخ ابونصر فراهي ګمرک جوړ شو.))
نوموړى د ګمرک د ودانۍ د مصرف په اړه څه نه وايي، خو زياتوي چې د ورزش لپاره يو مجهز او عصري لوبغالى هم جوړ شوى، چې يوولس سوه زره امريکايي ډالره  لګښت پرې راغلى ، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري يادې پېسې ورکړل شوې دي ، نوموړى وايي چې ښايي په راتلونکې کې د ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د يوه لوبغالي د جوړېدو چارې پيل شي.
همداراز دى وايي ، چې په ١٣٩٠ لمريز کال کې يو ستر مارکيټ د تروبار فروشۍ د ٨٠٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د يوسايډي له لوري د فراه په ښار کې جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شوى.
نوموړى دا هم وايي، چې په تېر کال کې په دغه ولايت کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو  دويمه پلې لوا هم افتتاح شوه، چې د ودانيو پر جوړېدو يې اتيا ميليونه ډالر لګښت راغلى دى.
خو د فراه مرستيال والي وايي ، چې يو شمير پروژې لا هم شته چې د ځينو مشکلاتو له وجې نه دي پيل شوي او د ځينو چارې يې په نيمايي کې پاتې دي.
دى د ٧٨ ميله ترانزيټي سړک ، چې د ايران له جنوبي ولايت خراسان نه يې په ١٣٨٦ لمريز کال کې کار د يوه ايراني شرکت له لوري شروع شوى و، پکاره وه چې کار يې په دوو کلونو کې پاى ته رسيدلى واى، خو لا هم نه دى پاى ته رسيدلى.
نوموړى وايي ، چې ياد سړک ټول ١٢٠ کيلومتره اوږدوالى لري او وروسته له ٥٥ کيلومتره سړک له پخېدو څخه ايرانۍ کمپنۍ خپلې چارې درولې دي.
مرستيال والي وايي: (( وروسته په ١٣٩٠ کال کې دولس تنه د دغه شرکت کارکوونکي د ناپيژانده کسانو له لوري وتښتول شول، چې بيا وروسته خلاص هم شول، خو کار اوس هم بند دى.))
نوموړى وايي، چې د فراه ولايت لپاره د ماليې له وزارت څخه د دوه سوه بيسترېز روغتون  د جوړېدو لپاره هم پېسې بيلې شوې ،خو تر اوسه پورې يې کار نه دى پيل شوى.
رسولي وايي ، چې د فراه د هوايي ډګر د رنوې خط، د بخش اباد د بند جوړېدل،د اوبو رسولو شبکې جوړېدنه،له ايران څخه د برېښناوارېدول، دسړې خونې جوړول او داسې نور له هغه مهمو پروژو څخه دي، چې د فراه ولايت خلک  ورته شديده اړتيا لري.
ده وويل ، چې ناامني او د بوديجې نه شتون هغه څه دي ، چې د يادو پروژو مخه يې نيولې ده او تر اوسه پورې يو شمېر کارونه په ټپه ولاړ دي.
بلخوا د فراه د پوهنې رييس انجنير محمدصابر فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې له ١٣٨١کال څخه تر ١٣٩٢ کاله پورې د ٢٠ ابتدائيه ښوونځيو،٣٣ منځنيو ښوونځيو،٥٨ لېسو او يو درالعلوم ودانۍ په مرکز او ولسواليو کې جوړې شوې دي.
نوموړى وايي ، چې له ٣١٠  ښوونځيو څخه يې په دغه ولايت کې يواځې ١٤٣ ښوونځي ودانۍ لري او نور ټول بې ودانۍ دي، چې ځينې يې د خيمو او ځينې يې په ازادې هوا کې فعاليت کوي.
دى دا هم وايي ، چې په لسو ولسواليو کې د پوهنې مديريتونه ودانۍ نه لري.
د فراه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې  رياست سرپرست رييس انجنير شاه محمود وايي ، چې د ملي پيوستون د پروګرام له لارې له ١٣٨٢ کال څخه تر اوسه پورې په دوو دورو کې ګڼ شمېر دبيارغونې پروژې عملي شوي،چې ګڼ شمېر يې په مرکز،پشت رود  ولسوالي،اناردره،شيبکو،خاکيسفيد،بالابلوک او بکوا کې  دي.
نوموړى زياتوي، چې له دې طريقه په ٤٢٢ قريو کې محلي شوراګانې جوړې شوي ، چې د يادو شوراګانو په وسيله سلګونه کيلو متره سړکونه جغلکاري شوي، سلکونه  پولګوټي جوړ شوي، زرګونه متره استنادي ديوالونو جوړ شوي او ګڼ شمېر نورې پرمختيايي پروژې د کليو پراختيا د رياست په بوديجه عملي شوې دي.
د کليو پراختيا سرپرست رييس وايي، چې د ملي پيوستون په درېيم پړوا کې د پشت کوه،لاش جوين،بکواه،ګلستان او پرچمن   ولسواليو کې د ګڼ شمېر پروژو چارې پيل شوي، چې له امله يې په پشت کوه او جوين ولسواليو کې تر دې مهاله ٦٠ محلي شورا ګانې جوړې شوي او همدراز په يو شمير نورو ولسواليو کې هم د شوراګانو د جوړېدو چارې روانې دي.
شاه محمود وايي ، ٢٤٠٠ متره کانال ، چې د فراه شمال خواته موجود دى هم د کليو پراختيا وزارت د انکشافي بوديجې له لوري جوړ شوى،چې ګڼ شمېر سيمې يې د سيلابونو له ګواښه ساتلې دي.
‎نوموړى وايي ، اته مياشتې کيږي چې په دغه ولايت کې د سيمې د ثبات (SIKA) برنامه پيل شوې  .
نوموړى وايي ، چې ياده پروژه د يوسايډي له لوري تمويليږي ،د يادې برنامې له طريقه په سيمه کې د بې ثباتۍ عوامل پلټل کيږي، د سيمې د اوسيدونکو پشنهادونه هم اخيستل کيږي او په هماغه سيمو کې يوه اندزه انکشافي پروژې هم  د خلکو له غوښتنې سره سمې پلې کوي.
‎خو د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د تېرو څو کلونو په جريان کې د ولسواليو په پرتله مرکز ته زياته پاملرنه شوې، چې اوس د لرو پرتو سيمو د اوسيدونکو د ستونزو کچه د مرکز څخه زياته ده او پکار ده چې په دغه برخه کې پاملرنه وشي.
د نوموړي په وينا ، چې د وسله والو مخالفينو شتون د بيارغنيزو پروژو د عملي کېدا مخه نيولې  او لويې پروژې نه شي عملي کيدلى.
د ولايتي شورا مرستيال وايي که څه هم زياتې پيسې مصرف شوي ، خو بيا هم د يو شمير ولسواليو لارې خامه دي،  چې خلک يې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
نوموړى پرته له کومې بيلګې  وايي، چې د ملي پېوستون پروګرام په يو شمير سيمو کې موثر واقع شوى، مګر په ځينو سيمو کې يې موثريت نه دى ښودلى او پېسې يې د چارواکو له لوري حيف ميل شوې دي.
د ولايتي شورا غړى او د لاش جوين ولسوالۍ اوسېدونکى محمد جمعه رفعت پژواک خبري اژانس ته په وروستيو کلونو کې د بيارغونې له چارو خوښي وښوده او زياته يې کړه ، چې په سيمه کې د وسله والو مخالفينو شتون لا هم  د يو شمير  پروژو د کارونو د خنډ لامل دى .
نوموړى وايي ، چې په تېرو لسو کلونو کې په دغه ولايت کې بنسټيزې پروژې ، چې د خلکو په ژوند کې مهم اهميت لري، نه دي پلې شوي، دى وايي چې پکار وه په دغه ولايت کې فابريکې او نور بنسټيزې پروژې جوړې شوې واى.
‎د ځوانانو د شورا رييس توريالى رهي وايي، چې په فراه ولايت کې متوازن انکشاف نه دى شوى او رغنيزې چارې په ځينو محدودو سيمو کې تر سره شوې دي.
د نوموړي په وينا، چې متوازن انکشاف او پرمختګ که چېرې شوى واى ، نو په ټولو سيمو کې يې د ناامنۍ او بې کارۍ مخه نيولى شواى، خو له بده مرغه چې دا کار نه دى شوى.
رهي زياتوي چې د فراه د خلکو تر ټولو مهمه غوښتنه د ببخش اباد د بند رغونه او د اوبو د زېرمو جوړيدنه ده، چې په تېرو لسو کلونو کې تر اوسه پورې ورته کومه توجه نه ده شوې.
ده وويل ، چې د ياد بند پر جوړېدو به له يوې خوا خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا به زراعت هم پرمختګ وکړي.
 د فراه مرستيال والي محمد يونس رسولي وايي ، چې د نا امنيو له امله په يو شمير سيمو کې د بيارغونې چارې نه دي پلې شوي .
نوموړى د بيلګې په توګه وايي ، چې د بالابلوک او بکوا د ولسوالۍ لپاره د ښوونځيو د ودانۍ څو پروژې منظور شوې وې، خو د نا امنۍ له وجې په پشت کوه او شيب کوه  ولسواليو کې عملې شوې.