د فراه ښار(پژواک، ۲۵ وږى ٩٢):د فراه ولايت ښوونيز او تحصيلي بهير په تېره يوه لسيزه کې د پام وړ پرمختګ کړى ؛ خو لاهم په دې برخه کې ځينې ستونزې شته دي.
د فراه د پوهنې رياست سرپرست انجنيرمحمدصابر فاروقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوسمهال په دغه ولايت کې ١١٤ زره زده کوونکي، چې نږدې ٣٨ زره يې نجونې دي، د فراه په ښوونځيو کې زده کړې کوي.
 د سرچنيې دمعلوماتو له مخې، دغه شمېر زده کوونکي په ٢٥٩ لېسو، منځنيو او لومړنيو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې زده کړې کوي، چې د تدريس چارې يې د ١٨٧٦ نارينه او ١١٠٥ ښځينه زده کوونکو له خوا مخته وړل کېږي.
فاروقي زياته کړه، چې د فراه ولايت دپوهنې په چوکاټ کې يوعالي دارالمعلمين، چې ٤٨٦ تنه نارينه او ٧٠٣ ښځينه محصلين لري، فعاليت لري.
سرچينې زياته کړه، چې ددغه ولايت د پوهنې رياست په چوکاټ کې ١١ دينې مدرسې او درې دار الحفاظونه هم فعاليت لري، چې ٢٠٩٩ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي او له دې جملې څخه ١٦٩ زده کوونکي نجونې دي.
 فاروقي همدارنګه وويل، چې په دغه ولايت کې يو کرنيز انسټيټيوټ، د کرنې څلور مسلکي لېسې او يوه تخنيکي او مسلکي  لېسه هم د پوهنې رياست په چوکاټ کې فعاليت لري، چې د زده کوونکو شمېر يې ٥٢٨ تنو ته رسېږي.
د هغه په خبره، په دغه ولايت کې ٨ خصوصي ښوونځي هم شته، چې په کې ١٧٨٩تنه نارينه او ٣٠١ ښځينه زده کوونکو ته په کې د زده کړې زمينه مساعده ده.
د پوهنې رياست سرپرست وويل، چې تېر کال د فراه د ښوونکو په ښارګوټي کې ښوونکو ته له ٧٠٠ زياتې نومرې هم وېشل شوې دي.
د ويلو ده، چې تېر کال په دغه ولايت کې يو دولتي پوهنتون هم تاسيس شوى دى.
 د فراه پوهنتون رييس پوهنوال ګل احمد ظاهريان وايي، چې فراه  پوهنتون په لومړي کال يواځې د ښوونې او روزنې پوهنځى درلود، چې د کيميا-بيولوژي او رياضى-فزيک په برخو کې يې فعاليت در لود.
هغه زياته کړه، چې فراه پوهنتون په ١٣٩١ لمريز کال لس کدري استادان او اوه اجير کارکوونکي لرل، خو اوسمهال ٣٥ کدري استادان لري، چې يوه يې ښځينه ده.
 نوموړي زياته کړه، په ١٣٩٢ لمريز کال يې په دغه پوهنتون کې دري ‎، پښتو او انګليسې څانګې او دکرنې پوهنځى هم جوړ کړى دى.
سرچينې زياته کړه، چې د ١٣٩١ لمريز کال د محصلينو شمېر يې ٤٢ کسانو ته رسېده، خو په روان کال کې ٥٢١ زده کوونکي لري، چې ٨٢ يې نجونې دي.
ستونزې
 د فراه د پوهنې رياست سرپرست انجنير محمد عارف وويل، چې د پوهنې په برخه کې له پرمختګونو سره سره ځينې ستونزې هم شتون لري.
 دده په خبره، اوسمهال په دغه ولايت کې له  ٣١٠  ښوونځيو څخه ١٦٧ يې ودانۍ  نه لري ، چې  په کرايي کورونو، جوماتونواو خلاصه فضا کې فعاليت کوي او ٢٣٨ نور يې   انګړ يا احاطوي دېوالونه نه لري.
خو هغه څرګنده کړه، چې د ١٤٣ ښوونځيو ودانۍ  په تېره يوه لسيزه کې جوړې شوي او د ځينو نورو د جوړېدو کار روان دى.
 فاروقي زياته کړه، چې په وروستيو کلونو کې ٢١ ښوونځي د امنيتي ګواښونو له امله تړل شوي، چې دوه بابه يې په مرکز او نورو  ولسواليو کې وو.
نوموړي وويل، د بندو شوو ښوونځيو له ډلې يو يې د نجونو  او نور ټول د هلکانو دي.
هغه زياته کړه : اوسمهال په ګڼو ښوونځيو کې ددغو ستونزو دحل لپاره د زده کوونکو د والدينو شوراګانې جوړې شوې، چې د زده کوونکو دمشرانو ترڅنګ د سيمې مخور، سپين ږيري او ملا امامان هم په کې شامل دي.
هغه په ښوونځيو کې دڅښاک اوبو، درسي کتابونو او په وخت دکتابونو نه رسېدل د ښوونځيو ستونزې وبللې .
هغه زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې په پنځوس سلنه ښوونځيو ته کتابتونونه  او لابراتورارونه جوړ شوي، خو پاتې نور ښوونځي له دغو اسانتياوو څخه محروم دي.
دده په خبره، ددغه ولايت د پوهنې بهير په لرو پرتو ولسواليو کې د ښوونکو له کمښت سره مخ دى، ځکه چې هېڅوک په لرو پرتو سيمو کې د ښوونکي په توګه دندې  ته زړه نه ښه کوي.
 د فراه پوهنتون چارواکي هم له خپلو ستونزو شکايت کوي او وايي، چې تر اوسه هم ځانګړې ودانۍ نه لري او دکرنې رياست په يوه ودانۍ کې فعاليت کوي.
د پوهنتون رييس پوهنوال ګل احمد ظاهريان وايي، چې د ليليې نه درلودل يې لويه ستونزه ده، د ښار والۍ او ولايت مقام له خوا دوه زره جريبه ځمکه ليليې او پوهنتون ته د فراه په يوه مرکزي برخه کې  ورکړل شوې، خو تر اوسه د پوهنتون جوړلو ته اقدام نه دى شوى.
خو دفراه مرستيال والي محمد يونس رسولي وايي، چې د پوهنتون کار د بوديجې د نشتوالي له امله نه دى پيل شوى.
هغه زياته کړه، نږدې يوه مياشت وړاندې دهند سفارت حاضر شو، چې له فراه ولايت سره يو نيم ميليون ډالر مرسته وکړي، چې دده دمعلوماتو له مخې به  ددغه پوهنتون په ودانۍ او ليليه جوړېدو ولګول شي.
خلک
 د فراه خلک خوښ دي، چې لوڼو او زامنو ته يې د زده کړې زمينه مساعده شوې، خو په ښوونځي کې له درسي کيفيت څخه شکايت کوي.
 د شاه بازار يوهټيوال عبدالغفور وايي، چې څلور زامن او يوه لور يې د ښوونځي په بېلابېلو ټولګيو کې درس وايي.
 د فراه دغه نالوستى اوسېدونکى هم له درسي کيفيت څخه شکايت کوي  او وايي، چې څه موده وړاندې يې وريندارې له يوه زوى څخه چې په فراه ښار کې په اووم ټولګي کې دى، پوښتنه وکړه، خو هغه ورته بې ځوابه شو.
هغه زياته کړه:(( حتى دخپل پلار نوم يې نه شوى ليکلى، ناسم يې وليکه، زيات متاثر يم .))
 د فراه د شيخ ابو نصر فراهي لېسې يوه زده کوونکي غلام حضرت وويل، چې ددې ښوونځي ځينې ښوونکي په سياسي ډلو ټپلو پورې تړلي دي، دوى په درسي ساعتونو کې د درس پر ځاى سياسي تبليغات او خپلو ډلو ته د جلب او جذب خبرې کوي
 د تحت پرچمن لېسې ښوونکي نور اغا وويل، چې د پوهنې بهير د تېر په پرتله ښه شوى، ځکه چې په وروستيو کې ددغه ښوونځي ښوونکو په بېلابېلو سيمينارونو کې ګډون کړى او دا کار ددې سبب شوى، چې دښوونکو مسلکي وړتيا اوچته شي.
خو له دې سره سره  دى وايي، چې د فراه ښوونکي مسلکي نه دي:(( هر وخت چې يو ښوونکى مسلکي وي، له زده کوونکو سره مسلکي چلند وکړي، نو زده کوونکي په خپله پوهېږي.))
 
روڼ اندي:
 د ښوونيزچارو کار پوه استاد حميدالله رحماني په ښوونځيو کې د ځينو ښوونکو دسياسي فعاليتونو په اړه انديښنه څرګنده کړه  او ويې ويل:((ښوونځى بايد د سياسي ګوندونو دجذب اوجلب ځاى نه وي.))
دهغه په خبره، ددغه کار دوام د پوهنې بهير له خنډ اوځنډ سره مخ کوي.
ده زياته کړه، چې په ښوونځيو کې د بې نظمۍ د مخنيوي  لپاره له وهلو ټکولو پرته ځانګړي نظم ته اړتياده، چې بايد په اړه يې اقدام وشي.
 نوموړي د پوهنې رياست له چارواکو څخه وغوښتل، چې د ښوونځيو دنظم لپاره په يوه ځانګړې طرحه کار وکړي، څو په ټولو ښوونځيو کې پلې او د بې نظمۍ مخه ونيول شي.
د مدني ټولنې فعال فريد احمد هيبت وويل، چې خلک دې هم د پوهنې دستونزو په حل کې له دولت سره همکاري وکړي.
 هغه د زده کوونکو د ښوونيزې سويې په ټيټ والي کې  کورنۍ او ښوونکي دواړه ملات کړل، چې ښوونکي په تدريس کې ستونزه لري او کورنۍ ورته پاملرنه نه کړي.
 په ورته وخت کې ددغه ولايت پوهنې سرپرست رييس انجنير محمدصابر فاروقي ټينګار وکړ، چې په تېر يوه کال کې يې په ښوونځيو کې دا ډول ستونزې موجودې وې، خو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې چې دى ددغه ادارې د نوي مسوول په توګه ټاکل شوى، ددغو ستونزو په حل کې يې زياتې هڅې کړې دي.
 هغه وويل، تر اوسه يې هڅې يو څه بريالۍ وې، بيا هم په دغه ولايت کې د پوهنې بهير د ښه والي لپاره دوام لري.
خو فاروقي زياته کړه:(( اړينه ده، چې په دغه برخه کې خلک په ځانګړي ډول د زده کوونکو مور او پلار، مدني ټولنې او نور... له پوهنې رياست سره همکاري وکړي او پوهنه معياري شي.