فراه ښار(پژواک ٢٥وږى ١٣٩٢): د فراه د ډېرو خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، خو د اوبو کمښت، د سړو خونو او وړ بازار نشتوالي کروندګر او مالداران له يو شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.
کرنه:
 د فراه ولايت د کرنې او مالدارۍ سرپرست رئيس انجنير عبدالمنان متين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت تر ٨٠ زيات وګړي په کرنه بوخت دي.
د هغه په وينا، که دې برخې ته پاملرنه وشي، د کروندګرو او مالدارانو اړتياوې لکه اوبه، سړې خونې او مناسب بازار، پوره شي، نو د دې ولايت په اقتصادي وضعيت کې به مثبت بدلونونه راشي.
 د هغه د معلوماتو پر بنسټ، فراه نږدې ٤،٨ ميليونه هکتاره ځمکه لري، چې له دې جملې څخه يې ٥٦٠٠٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه او ١٢٠ هکتاره يې للمي ځمکه ده.
 انجنير متين وايي، د دغه ولايت انار د څرنګوالي له پلوه لومړۍ درجه لري او د هغه له عناب څخه په طبابت کې کار اخيستل کېږي او دغه راز غنم، اوربشې، هندواڼې، پياز، بادرنګ، انګور، مڼې، تور بانجان، روميان بېنډۍ او نور د دغه ولايت له مهمو حاصلاتو څخه دي او له کاله په سلګونو زره ټنه نورو ولايتونو، ايران او پاکستان ته صادرېږي.
 په همدې حال کې کروندګر او زراعت کوونکي شکايت کوي، چې د خپلو کښتونو لپاره کافي اوبه نه لري او هم يې کرنيز حاصلات زيات دي، خو د خپلو حاصلاتو د ساتلو لپاره د بازار او سړو خونو نشتوالي له امله هر کال زيانمن کېږي او دولت هم په دې برخه کې تر اوسه کوم اقدام نه دى کړى.
 د دغه ولايت د خاکسفيد ولسوالۍ اوسېدونکى ٤٠کلن مهردل وايي، د فراه رود سيند له درې تر څلورو مياشتو زياتې اوبه نه لري او د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي اړ کېږي، چې د ځمکې له سطحې څخه لس متره لاندې د واټرپمبونو په وسيله اوبه را وباسي او خپلې ځمکې ورباندې اوبه کړي.
مهردل وايي، که حکومت د بالابلوک ولسوالۍ د بخش اباد بند جوړ کړي، د بزګرو د اوبو ستونزه حل کېږي.
 د بخش اباد د بند قرارداد، چې د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د فراه رود پر سيند جوړېږي او دغه ولايت د شرقي غاړې په ١٠٠ کيلومترۍ کې موقيعت لري، درې کاله مخکې له يوه پاکستاني شرکت (نيسپاک) سره لاسليک شو.
 د پشت رود ولسوالۍ د مساو کلي اوسېدونکى رحيم جان وايي، درې د انارو باغونه او لسګونه جريبه ځمکه لري، چې له کال سلګونه ټنه هندواڼې، پياز او سبزيجات ورڅخه لاسته راوړي، خو د بازار او سړو خونو د نشتوالي له امله يا خرابېږي او يا يې هم په ټيټه بيه پلوري.
 هغه وويل، چې د کرنې رياست له کروندګرو سره د کرنيزو افاتو په مخنيوي او اصلاح شويو تخمونو او کود په برخه کې مرسته نه ده کړې.
د قلعه کاه يو تن قومي مشر حاجي نصر الله چې د انارو باغ لري، هم شکايت کوي، چې تر اوسه کومې سرچينې د دغه ولايت له کروندګرو سره مرسته نه ده کړې.
 د هغه په وينا، د قلعه کاه ډېره ځمکه د واټرپمپونو په وسيله اوبه کېږي، چې دغه کار تر ځمکې لاندې د اوبو د کمښت لامل شوى او ډېر مهال بزګر د اوبو له کموالي سره مخ کېږي
 د فراه د ولايتي شورا غړى محمد جمعه رفعت هم د دغه ولايت د کروندګرو له ستونزو يادونه کوي او وايي، چې د حل لپاره يې کوم ګام نه دى پورته شوى.
نوموړي ناامني د ټولو ستونزو د سرچينې په توګه ياده کړه او ويې ويل، چې دغې ستونزې چې پر کرنې هم ناوړه اغېزه کړې او په همدې بنسټ د دغه ولايت په زرګونو کسان بېکاره دي.
مالداري:
 د افغانستان د ځوانانو د ملي ارګان مشر او مدني فعال فريد احمد هيبت کرنه او مالداري د فراه ولايت د خلکو د اقتصاد مهمه برخه ياده کړه او ويې ويل، چې که په سمه توګه د کرنې او مالدارۍ د چارو مديريت وشي، نو د دغه ولايت اقتصادي وضعيت به بدل شي.
 هيبت وايي: ((د فراه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې تر ټولو عمده ستونزه د دولت له خوا د اړوندو چارو نه تنظيمول دي، د بېلګې په توګه څو کاله مخکې يو شمېر وګړو د چرګانو د ساتنې فارمونه جوړ کړل، دا چې ډېره ګټه يې لرله، نو ډېرو خلکو دغه کار ته لاس واچاوه، خو دا چې توليد يې ډېر زيات و او د خرڅلاو لپاره يې مناسب بازار نه درلود، د دغه ولايت ډېرى فارم لرونکي زيانمن شول او فارمونه يې وتړل شول.))
هغه وويل، په دغه ولايت کې د چرګانو د روزنې ٦٠٠ فارمونه موجود وو، چې ډېر يې بيرته بند شول.
 د هغه په خبره، د محصولاتو لپاره بازار موندنه لومړى شرط دى، دولت بايد په دې برخه کې اسانتياوې برابرې کړي، د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د خلکو ډېره برخه مېوه او سبزيجات د مناسب بازار د نشتوالي له امله يا خراب شول او هم په ټيټه بيه پاکستان ته صادر شول.
 د دغه ولايت د مرکز اوسېدونکى محمد اکبر وايي، چې د فراه ډېرى اوسېدونکي مالدار دي، خو په دې وروستيو کې د فراه په بېلابېلو سيمو کې غواګانو ته يو ډول مرض لګېدل دى.
 نوموړي وويل، چې د دغې ناروغۍ له امله چې تر اوسه پېژندل شوې نه ده، د هغه درې غواوې مړې شوې، په کار ده چې اړوندې دولتي ادارې د څارويو د ناروغيو د مخنيوي په برخه کې همکاري وکړي او لازم پروګرامونه ولري.
سوداګري او پانګونه:
 د ننګيالي محمدي په نوم يو تن مدني فعال وايي، چې په فراه ولايت کې زيات پانګوال شته، خو د ناامنۍ او اسانتياوو د نشتوالي له امله اړ شوي، چې له فره ولايت څخه دباندې پانګونه وکړي.
 دى وايي، چې د دغه ولايت ډېرى پانګوال د هېواد په بېلابېلو ولايتونو، متحده عربي اماراتو او يا هم په ايران کې پانګونه کړې ده.
د هغه په وينا، بايد زمينه برابره شي، چې دغه سوداګر په فراه ولايت کې پانګونه وکړي.
سوداګر هم ادعا کوي، چې دولت نه دى توانېدلى، چې پانګونې ته زمينه برابره کړي.
 د فراه ولايت يو تن شتمن چې په دوبۍ کې سوداګري کوي، د فراه له نامناسبو شرايطو څخه شکايت کوي او وايي، چې څلور کاله مخکې يې غوښتل، په فراه کې د انارو د جوس جوړولو فابريکه پرانيزي، خو د هغه په خبره هغه مهال ناامني ډېره شوه او يو شمېر شتمن وګړي وتښتول شول، چې بالاخره له دې کار څخه لاس په سر شو.
 ناامنۍ په هره سيمه کې د پرمختيا پر وړاندې ستونزه زېږولې، خو د فراه امنيتي مسوولين وايي، چې د تېر په پرتله په دغه ولايت کې د ناامنۍ او جنايي پېښو ګراف رالوېدلى او اوسمهال سوداګرو ته د پانګونې ښه شرايط اماده شوي دي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال دل جان خاکرېزي وايي، چې د ده ولايت امنيتي وضعيت تر پخوا ښه شوى او طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، سوداګريزو کارونو او پرمختيايي چارو وده کړې او خلکو ته بوختياوې پيدا شوې دي.
د خالد حليم په نوم د پلاسټيک جوړولو د فابريکې رئيس حاجي حليم وايي، چې هغه تېر کال د څه باندې ١٣ ميليونه افغانيو په ارزښت د پلاسټيک جوړولو لومړۍ فابريکه په فراه کې جوړه کړه.
خو هغه وويل، چې پر را واردو شويو خامو موادو د زيات ګمرکي محصول، د وړ ځاى او برېښنا د نشتوالي له امله يې خپل توليد ودراوه او فابريکه يې له سقوط سره مخ شوه.
هغه وويل، چې د ورځې يې د څلورو ماشينونو په وسيله څلور ټنه بېلابېل پلاسټيک توليداوه.
د هغه په وينا، چې په کور دننه د پلاسټيک توليد د ايران د وارداتي پلاسټيک په پرتله چې په فراه ولايت کې پلورل کېږي، هم ښه کيفيت درلود او هم يې بيه ټيټه وه.
سرچينې زياته کړه، د ايراني پلاسټيکي کڅوړو يو کيلوګرام په ٦٠ افغانۍ، خو په کور دننه د جوړو شوو پلاسټيکي کڅوړو د يوه کيلو ګرامه بيه ٥٧ افغانۍ وه.
هغه وويل، چې په مستقيمه توګه يې ٤٠ تنه او په غير مستقيمه توګه يې ٢٠٠ تنه کارګر په کار بوخت کړي وو، خو د دغې فابريکې له سقوط سره ټول بېکاره شول.
د هغه په وينا، که دولت د هغه د فابريکې لپاره مناسبه ځمکه ورکړي، نو هغه حاضر دى، چې دغه فابريکه بيرته فعال کړي.
د فره د ولايتي شورا مرستيال عبدالحمد حميد هم د دغه ولايت د سوداګرو او پانګوالو ستونزې مني او وايي، چې دولت بايد د کورنيو توليداتو د ودې او داخلي خودکفايۍ په موخه سرمايه لرونکي حمايه کړي او د پانګونې لپاره ښه شرايط ورته اماده کړي.
هغه زياته کړه، دولت بايد د هغو توکيو د راواردولو مخه ونيسي، چې په کور دننه توليدېږي او يا دې پرې لوړ محصول کښېږدي.
حميد وويل، چې له ايران او پاکستان څخه د چرګانو را واردول په فراه کې د شته فارمونو د بندېدو لامل شوى دى.
 لاسي کارونه:
لاسي صنايع له ډېر پخوا څخه په دغه ولايت کې رواج لري او تر تېرو کلونو پورې د فراه د ډېرو وګړو اقتصاد په همدې چاره ولاړ و، خو اوس ورته ډېره کمه پاملرنه کېږي، کارکوونکي يې کم شوي او سوداګري يې درېدلې ده.
د غاليو اوبدل، خامک، د خوليو جوړول، د مريو کارول، د انګياوو او نور د دغه ولايت له مهمو لاسي صنايعو څخه ګڼل کېږي، چې اکثره مېرمنې ورباندې بوختې دي.
په داسې حال کې ، چې يو وخت د فراه غالۍ اروپا ته صادرېدلې، خو اوسمهال د غاليو لپاره د مناسب بازار نشتوالى سبب شوى، چې غالۍ اوبدونکي دغه صنعت پرېږدي.
د فراه ولايت ډېر اوسېدونکي چې په تېر کې يې د غاليو اوبدل مسلک و، وايي له ايران څخه د غاليو را واردولو او د افغاني غاليو لپاره د مناسب بازار د نشتوالي له امله يې خپل مسلک ته دوام ور نه کړاى شو.
د فراه ښار د دويمې ناحيې اوسېدونکې شاه ګل وايي: ((له هغه مهاله چې څوارلس کلنه وم، د پلار په کور کې مې د غاليو اوبدل پيل کړل، تر واده وروسته مې هم غالۍ اوبدلې، خو اوس غالۍ نه اوبم، ځکه ګټه نه لري.))
دا وايي، تر دې وړاندې يې د غاليو اوبدلو له لارې د خپلې کورنۍ عايد تر لاسه کاوه، ان په همدې عايد يې يوه نومره شپږ بسوې ځمکه واخيسته او د خپلې کورنۍ لپاره يې کور هم ورباندې جوړ کړ.
خو دغې مېرمنې وويل، چې اوسمهال په لاس اوبدل شوې غالۍ په ډېره ټيټه بيه خرڅېږي او چندان ګټه نه لري، نو ځکه يې د غاليو د اوبدلو کار پرې ايښى دى.
 د فراه ولايت د غاليو يو تن سوداګر عبدالرحمن وايي، چې د دغه ولايت په لاس اوبدل شوې غالۍ په قاچاقي توګه پاکستان ته وړل کېږي او له هغه ځايه بهر ته د پاکستاني غاليو په نوم صادرېږي.
دغه سوداګر وويل، چې د غالۍ اوبدلو صنعت تر ١٣٧١ کال وړاندې ښه ځلېدلى و او اروپايي هېوادونو، په ځانګړې توګه جرمني ته صادرېدلې، خو اوس مناسب بازار نه لري.