کلات ( پژواک ٩ زمرى ٩٢ ) : د زابل ولايت اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې ددې ولايت د شاوخوا ۹۰ سلنه خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او له دې لارې خپل ژوند پر مخ بيايي.
د دوى په خبره، چې که څه هم په دې برخه کې يو شمېر کارونه شوي، خو لا هم ستونزې شته ، چې د دې ولايت د اوسېدونکو اقتصاد زيانمنوي.
ځمکه وال او بزګران وايي ، چې په تېرو لسو کلونو کې د کرنې او مالدارۍ د پياوړتيا لپاره دولت او مرستندويه ادارو يو شمېر کارونه کړي، خو اساسي پروژې لکه د ويالو او سربندونو جوړول ، د پروسيس فابريکې، سړې خونې او نور چې پر کرنيزو حاصلاتو اوږد مهالی مثبت اغېز ولري ، نه دي عملي شوي.
کرنه:
د زابل ولايت د کرنې د رياست د تکنالوژۍ د برخې مسوول محمدحنيف فانوس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې د کرنې په برخه کې زيات پرمختګونه شوي دي.
نوموړى وايي، چې زابل ښه حاصلخېزې ځمکې لري او ډير لږ کار يې هم د حاصلاتو د کچې په لوړوالي کې مثبت بدلون راوستلی شی.
دده د معلوماتو له مخې ، چې ددغه ولايت ميزانه، ارغنداب، دای چوپان او کاکړ هغه ولسوالۍ دي ، چې باغونه پکې زيات دي او د کلات تر څنګ شاه جوى، شهرصفا، شينکۍ، شملزي هغه ولسوالۍ دي ، چې پکې کرنيزه ځمکه زياته ده.
فانوس پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د دوى د رياست د معلوماتو له مخې، ددې ولايت ۸۵ سلنه خلک په کرنه، ۵ سلنه په مالدارۍ او پاتې۱۰ سلنه خلک يې په  سوداګرۍ او ازاد کار وبار بوخت دي.
هغه زياته کړه ، چې د زابل ولايت هر کال په زرګونه ټنه بادام، مميز، انځر، شکرپاره ، انار او نورې مېوې بازار ته وړاندې کوي، چې د خلکو د اقتصاد مهمه سرچينه جوړوي.
د فانوس په وينا، ترنک، ارغنداب او  شينکۍ دا درې مهم هغه سيندونه دي، چې په زابل کې کرنيزې ځمکې خړوبوي، خو په غرنيو سيمو کې خلک د کارېزونو او چينو له اوبو څخه ګټه اخلي.
د زابل د کرنې د رياست د تکنالوژۍ مدير زیاته کړه ،چې په دې ولايت کې ۲۶۹۵۵۷ جريبه ابي ځمکه او ۳۶۷۱۰۰ هکتاره للمي ځمکه کرل کيږي، خو اوس حکومت او ځمکه وال هڅه کوي ، چې  لا زياتې ځمکې د کر لپار  چمتو کړي.
نوموړى وايي، چې په وروستيو کلونو کې د کرنيزو او تخنيکي وسايیلو له پرمختګ سره د زابل د ځمکه والو او بزګرانو لپاره د کر چارې اسانه شوي او هغه چارې چې پخوا به بزګرانو په اونيو او حتی مياشتو سرته نشوې رسولی اوس يې په ورځو حتی ساعتونو کې بشپړوي.
هغه د زابل د کرنې پر وړاندې د اوبه خور د منظم او عصري سيستم نشتوالی او مارکېټ ته د محصولاتو پر وخت نه رسېدل هغه عمده ستونزې يادې کړې، چې له امله يې د زابليانو اقتصاد زيان ويني.
فانوس وويل ، چې د دوى رياست په تېرو لسو کلونو کې له خپل توان سره سم په بېلابېلو برخو لکه د باغونو جوړول، د نيالګيو او اصلاح شويو تخمونو وېش، د امراضو ضد دواګانو وېش، د بزګرانو لپاره روزنيز پروګرامونه، د کوپراتيفونو جوړولو او نورو برخو کې مرستې کړې دي، خو لا هم بسنه نه کوي او دوى زيار باسي، چې په راتلونکي کې هغه ستونزې هم له منځه يوسي ، چې لا هم شته.
بلخوا د زابل ولايت اوسېدنکي هم دا مني ، چې د کرنې په برخه کې يو شمير ګامونه اخيستل شوي، خو وايي چې بسنه نه کوي.
ددې ولايت د شهرصفا ولسوالۍ  يو اوسېدونکى نورمحمد وايي ، چې د کښتونو پر وړاندې يې تر ټولو لويه ستونزه د اوبو نشتوالی دی، چې دده په خبره، اکثره د اوړي په موسم کې ورسره مخامخ وي.
هغه پژواک ته وويل ، کله چې هوا ګرمه شي، نو اوبه کميږي او موږ چې په خپلو باغونو او کښتونو د ټول کال په ترڅ کې خواري کښلې وي د اوبو د نشتوالي او کموالی له امله ټوله ضايع شي.
نوموړی وايي، چې په شهرصفا ولسوالۍ کې د هندواڼو د کرلو لپاره پراخه ځمکه لري او هر کال په لسګونو موټره هندواڼې توليدوي ، خو د سم مارکېټ د نشتوالي له امله  يې په ډيره لږ بيه خرڅوي.
هغه وويل : (( کله چې زموږ هندواڼې نه وي رسېدلې، نو د هندواڼو د يومن  بيه تر ۲۰۰ افغانيو پورې وي، خو لکه چې زموږ حاصلات ورسيږي،نو بازار ۳۰ افغانيو ته راورسيږي.))
نورمحمد وايي ، چې که حکومت د دوى د هندواڼو د ساتلو لپاره زېرمتونونه جوړ کړي وای ، نو دوى کولی شوای، چې خپل حاصلات وساتي او کله چې يې نرخونه سم شي بازار ته يې وړاندې کړي.
نوموړى وايي، چې که د ترنک، ارغنداب، او دشينکۍ د لوړې پر سيندونو د اوبو بندونه جوړ شي ، نو کېدای شي په دې ولايت  کې د اوبو د نشتوالي ستونزه له منځه ولاړه شي او لا زياتې ځمکې به  تر اوبو لاندې شي.
د ميزانې ولسوالۍ اوسېدونکی محمديعقوب وايي، چې په ولسوالۍ کې يې انار ډير ښه حاصلات لري ، خو د ناروغيو او مارکېټ د نشتوالي له امله ټول ضايع کيږي .
هغه پژواک ته وويل ، چې د کرنې رياست او نورې مرستندويه ادارې د امنيتي ستونزو له امله نه دي توانېدلي ،چې په ولسواليو کې له ځمکه لرونکو سره مرستې وکړي او ډيری کارونه يې تر مرکز کلات   او شهرصفا ولسوالۍ پورې محدود دي.
نوموړی وايي ، چې که يې د ولسوالۍ انار تر نړيوالو مارکېټونو ورسيږي، نو ډاډه دی ، چې هم به ډير پيرېدونکي ولري او هم د خلکو پر اقتصاد باندې ډير ښه اغېز ولري.
محمد يعقوب وايي ، کله چې انار پاخه شي ، نو بايد سمدستي يې وپلوري، ځکه چې  که لږ وځنډيږي، نو يايې مرض خرابوي او يا ورستيږي ، ځکه د ساتنې ځای يې نشته.
ددې تر څنګ يو شمير مالدار هم وايي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او زياتوي ، چې وچکاليو او د زورواکو له لوري د دولتي ځمکو غصب د دوى اکثر څړ ځايونه له منځه وړي دي .
د شينکۍ ولسوالۍ يو اوسېدونکی کليم الله وايي، چې پخوا دوى غواګانې او د پسونو او وزو رمې درلودې او له دې لارې به يې نه يواځې دا چې خپل ژوند پر مخ بيوه ، بلکې له نورو سره به يې هم مرسته کوله ، خو زياتوي، چې اوس وچکاليو اکثره طبعي څړځايونه له منځه وړي دي او د څارويو ساتنه او پالنه خورا ګرانه شوې .
سوداګر :
د زابل سوداګر وايي ،چې په دې ولايت کې سوداګري هم د نورو ولايتونو په څېر پراخه نه ده او يواځې محدود کسان  په ډيرو لږو برخو کې په سوداګرۍ بوخت دي.
يو تن سوداګر حاجي منان وايي، چې په زابل کې تر اوسه پورې هيڅ توليدي فابريکه نشته او ټول مصرفېدونکي توکي يا له ګاونډيو ولايتونو يا هم بهرنيو هېوادونو څخه وارديږي
هغه وايي، چې په دې ولايت کې د وچو مېوو پېر او پلور د سوداګرۍ عمده برخه جوړوي او ددې ترڅنګ د ساختماني موادو پېر او پلور، د لرګيو او سون توکيو کار و بار  او عادي دوکاندارۍ دي ، چې خلک په کې  بوخت دی.
نوموړی زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې په زابل کې په زياته اندازه پيسې مصرف شوي او ډيرو خلکو ښې پيسې پيدا کړي،  خو تر اوسه نه دولت او نه هم ځايي سوداګرو دا احساس پيدا کړ ، چې په دې ولايت کې د خلکو د اقتصادي پياوړتيا لپاره کوم ګام واخلي .
دده په خبره ، که يواځې د څو لومړنيو توکيو د توليد فابريکې جوړې شوې وای، نو له يوې خوا به يې محصولات د زابل د اوسيدونکو لپاره په ارزانه بيه وړاندې کولی او هم به پکې يو شمېر کسانو ته په دايمي ډول د کار زمينه برابره وای.
د محمدحکيم په يو تن وايي، چې د زابل خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي او خورا ډير غريبان دي، نوموړی وايي ، چې مخکې ارزاني وه ، خلکو په خپله ځمکه ګزاره کولی شوای، خو اوس شرايط بدل شوی، که څوک وزګار وي، نو د ماښام ډوډۍ ته حيران وي .
نوموړی وايي هغه کسان ، چې په ښارونو کې اوسيږي ښه دي ،ځکه په ساختماني پروژه کې لږ تر لږه روزانه مزدوري خو پيداکولی شي، خو په کليو کې وسله وال طالبان خلکو ته په حکومت او پروژو کې د کار اجازه نه ورکوي.
دده په وينا ، همدا اوس د زابل زرګونه ځوانان په غير قانوني ډول په ايران او پاکستان کې په کار بوخت دي، چې د دوى له ډلې اکثره يې په نشو روږدي شوي او يا هم د وسله والو مخالفينو ليکو ته جذب شوي دي.
لاسي صنايع:
په زابل کې له ډير پخوا څخه اقتصاد د نارينوو په واک کې پاتې شوی، چې ښځو خو يا پکې بيخي برخه نه درلوده او يا يې هم ډيره لږه برخه درلوده ، چې دا حالت اوس هم همداسې روان    دی .
په کلات ښار کې يوه مېرمن ګلمکۍ وايي، چې يواځې د ګوتو په شمېر ښځې دي، چې د خياطۍ، خامک او ګلدوزۍ له لارې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې رول لري، نورې ټولې ښځې د نارينوو لاس ته ګوري او په خپله هيڅ اقتصادي ځواک او اختيار نلري.
هغې وويل ، چې د ښځو رياست او ځينو نورو موسسو په کلات کې د ښځو لپاره ځينې وړې پروژې پلې کړي، خو هغو ډير تاثير نه درلود او ښځي لا هم له اقتصادي اړخه ناتوانه دي.
نسيم هوتک