کلات (پژواک،٢٢ چنګاښ، ۹۲ ): د زابل د پوهنې چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې د پوهنې بهیر که څه هم چې د پخوا په پرتله ښه شوی ، خو لا هم په کې ۱۴۰ ښوونځي تړلي او زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې دي.
د دې ولایت د پوهنې رییس رحیم الله لودین پژواک اژانس ته وویل، چې زابل په دولتي تشکیل کې ۲۳۸ ښوونځي لري، چې دا مهال يې ۹۵ پرانیستي دي او پاتې نور یې د نا امنیو، د ودانیو د نشتوالي، د ښوونکيو، تخنیکي وسایلو د نه شتون او نورو لاملونو له امله تړلي دي.
هغه وویل، په زابل کې د ۹۵ ښوونځيو ترڅنګ درې د اسلامي زده کړو مرکزونه، دوه دارالمعلمینونه او څلور د تخنیکي زده کړو انسټیټیوټونه فعالیت لري ، چې په ټولیز ډول په کې ۴۶۰۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
لودین زیاتوي، چې په فعالو ښوونځیو کې اوه ښوونځي د نجونو دي، چې کابو ۷۰۰۰ تنه نجونې په کې زده کړې کوي.
د هغه په خبره، یادو زده کوونکیو ته د ۱۴۰۰ تنه ښوونکيو له لوري زده کړې ورکول کيږي، چې اویا تنه یې ښځې دي.
ستونزې او پرمختګونه:
د زابل د پوهنې رییس وویل، له تيرو دوو کلونو راهیسې توانيدلي چې په دې ولایت کې تر ۴۰ زیات تړلي ښوونځي بيرته پرانیزي او د پاتې تړلو ښوونځیو د خلاصولو لپاره یې هم هڅې پیل کړې دي.
د هغه په خبره، په روان کال کې تر اوسه دوه تړلي ښوونځي پرانیستل شوي او یو بل نوی تاسیس شوی، خو دوی په جدي ډول هڅې کوي، چې نور ښوونځي هم پرانیزي.
دی زیاتوي، چې د پوهنیز بهیر د پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه نا امني ده، چې د دې ولایت په بيلابيلو سیمو کې د پوهنې پرسونل ګواښي.
هغه وايي، د نا امنۍ تر څنګ د ښوونځيو او پوهنې د پرسونل لپاره د ودانیو نشتوالی، د مسلکي ښوونکیو کمښت او د تخنیکي وسایلو لږوالی هغه ستونزې دي، چې د پوهنې بهیر یې ټکنی او له خنډونو سره مخ کړی دى.
په زابل ولایت کې تر اوسه هيڅ دولتي او شخصي پوهنتون نشته، چې له امله یې د دې ولایت یو شمیر زده کوونکي له لوړو زده کړو څخه بې برخې دي.
د پوهنې رییس رحیم الله لودین وایي، دوی هڅه کوي ،چې په راتلونکي کال کې په دې ولایت کې پوهنتون جوړ او فعال کړي.
خلک:
د زابل ولایت اوسيدونکي هم د پوهنې بهیر کمزوری او له خنډونو ډک بولي او وايي چې د نورو ولایتونو په نسبت په زابل کې په دې برخه کې زیاتې ستونزې شته.
د کلات ښار اړوند د ترنک سیمي اوسيدونکى نعمت الله وایي، د دوی په سیمه کې تر شلو پورې کلي شته، چې مرکز ته هم نږدې پراته دي، خو په ټولو کی حتی يو ښوونځى نشته.
هغه وویل، چې د خپلو اولادونو راتلونکي ته سخت انديښمن دی ، ځکه که همداسې بې تعلیمه پاتې شي؛ نو راتلونکی به یې خراب وي.
نوموړی وايي، په کلیو کې طالبان ښوونځيو ته اجازه نه ورکوي او له تيرو شاوخوا شپږو کلونو راهیسې د دوی په سیمه کې ښوونځي تړلي دي.
د ده په خبره، چې د سیمې یواځې څو د ګوتو په شمير هلکان یې چې کورنی اقتصاد یې ښه دی په کابل او کلات ښار کې زده کړې کوي او نور زرګونه کسان بې برخلیکه ګرځي.
د دې ولایت د اټغر ولسوالۍ اوسيدونکی عبدالهادي هم نا امني هغه ستونزه بولي، چې د دوی د ولسوالۍ نږدې ټول هلکان او نجونې یې له زده کړو بې برخې کړي دي.
هغه وايي، چې د دوی په ولسوالۍ کې ښوونځي نشته؛ نو ځکه ډېری خلک خپل زامن د پاکستان مدرسو ته لیږي ، چې هلته ورته د دیني زده کړو ترڅنګ د افغان دولت خلاف ذهنیت ورکول کيږي او جګړو ته هڅول کيږي.
نوموړی زیاتوي، له طالبانو يې د مسلمانۍ له مخې دا غوښتنه ده ، چې باید ښوونځیو ته اجازه ورکړي ، څو ماشومان زده کړې وکړي او د خدای له لارې خبر شي.
د شاه جوی ولسوالۍ اوسيدونکی محمدیوسف وايي، چې د کتابونو نشتوالی، د طالبانو ګواښونه، د ښوونکیو غیر حاضري، بې نظمي، د ودانیو نشتوالی د پوهنیز بهیر هغه ستونزې دي، چې زده کوونکي ورسره مخ دي.
نوموړی د زابل پر چارواکیو او د پوهنې د ریاست پر مسوولینو غږ  کوي، چې لږ تر لږه هغه ستونزې ورته حل کړي، چې په دوی پورې اړه لري.
محمدیوسف وویل، چې د تيرو پنځو کلونو په پرتله یې اوس په ولسوالۍ کې ډير ښوونځي فعاله دي؛ خو په کار ده چې په دې برخه کې نورې هڅې هم وشي.
زده کوونکي او ښوونکي:
په مرکز کلات ښار کې د شیخ متي بابا ليسې زده کوونکی کمال احمد وايي، چې په روان کال يې تر درېیو میاشتو پورې د نوي نصاب کتابونه نه و ترلاسه کړي، چې په روانه میاشت کې په مشرانو جرګه کې د زابل د سناتور ډاکتر زلمي زابلي په هڅو دغه ستونزه تر یوه بریده حل شوه.
نوموړی وايي، چې په یاده لیسه کې د لابراتوار نشتوالی بله ستونزه ده ، چې له پیله ورسره زده کوونکي مخ دی ، خو تر اوسه نه ده هواره شوې.
نوموړي وویل، په لیسه کې یې د پخوا په نسبت زیات نظم او دسپلین برابر شوی او د مسلکي ښوونکیو ستونزه یې هم تر ډیره حده حل شوې ده.
ده زیاته کړه، چې د خپلو زده کړو ترڅنګ زده کوونکیو ته د انګریزي او کمپیوټر د زده کړې او همدارنګه د کانکور د اماده ګۍ کورسونه هم روان دي.
د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د بورګۍ د ښوونځي زده کوونکی محمد انور وايي، تير کال یې په ولسوالۍ کې ښوونځی فعاله شوی، خو ودانۍ يې زړه او کوچنۍ ده.
د شاه جوى ولسوالۍ اوسيدونکی او ښوونکی عبدالبصیر وايي، چې ځينې و خت د دوی معاشونه تر ټاکلي وخت ځنډیږي او باید د پوهنې ریاست یې دې ستونزې ته پام وکړي، ځکه د ده په خبره ، چې د ښوونکیو اقتصادي حالت کمزوری دی.
د کلات ښار د چوڼۍ ښوونځي ښوونکی محمد داوود پژواک ته وویل، چې په ښوونځي کې يې ډېری ستونزې حل شوې دي.
نوموړی وایي، د ښوونځي تشکیل مو پوره شوی، اکثره ښوونکي مسلکي دي، معاشونه پر وخت ورسيږي، کتابونه او قرطاسیه پوره ده؛ خو د ښوونځي د خپلې ودانۍ نه شتون یې لوه ستونزه او دا مهال دغه ښوونځی په کرايي کور کې خپلې چارې مخ ته وړي.
روڼ اندي:
د سعيد زابلي په نامه ددې ولايت يو تن روڼ اندى وايي، چې دزابل ولايت د پوهنې وضعيت ډېر خراب دى.
هغه پژواک ته وويل، چې يواځې په کلات او درې نږدې ولسواليو کې يو شمير ښوونځي فعال دي، پاتې په ټولو لرو پرتو ولسواليو کې يا خو بيخي ښوونځي نشته او که شته هم ډېر  کم دي.
نوموړى وايي ، چې که کوم ښوونځى فعال هم وي، نو بيا ښوونکي او کتابونه نه لري او ماشومان هم تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
زابلي له پوهنې وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې د زابل ولايت د پوهنې وضعيت ښه کولو لپاره جدي او مهم اقدامات وکړي.
نسیم هوتک