پلخمري(پژواک، ٢ وږى ٩٢ ): سره له دې چې دبغلان ولايت دپوهنې بهير دطالبانو دحکومت له پرځېدو وروسته وده کړې، خو د نږدې نيمايي ښوونځيو د ودانيو، مسلکي ښوونکو او په لرو پرتو سيمو کې د پوهنيزو خدمتونو نه وړاندې کول ، په دغه برخه کې له بنسټيزو ستونزو څخه شمېرل کېږي .
د بغلان د پوهنې رييس سيدمنصور وايي، چې ددغه ولايت پوهنېز بهير تر وروسيتو دوو لسيزو وړاندې ډېر پيکه و او هغه مهال يواځې دبغلان دکرنې مرکزي لېسې ، په پلخمري ښار کې دنجونو بي بي حوا لېسې او ١٢ لومړنيو ښوونځيو پرته ، نور هېڅ هم نه ، خو د پوهنې بهير په  وروستۍ لسيزه کې دپام وړ پرمختګ کړى دى .
هغه زياته کړه، چې اوسمهال په بغلان کې دهلکانو د ١٢٢ او دنجونو د ٣٥ لېسو او پاتې نورو لومړنيواو منځينو ښوونځيو په ګډون ټول تال ٤٨٩ ښوونځي فعال  دي ، چې له ٣٢٠ زرو نه زيات زده کوونکي لري، چې له ١٢٠ زرو زياتې يې نجونې دي .
د پوهنې رييس زياتوي، چې د ټولو ولسواليو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص دي ، نجونې او هلکان کولاى شي، چې بې له وېرې او ډار څخه زده کړو ته دوام ورکړي .
په دغه ولايت کې يو پوهنتون،  دښوونکو د روزنې يو دولتي او دوه خصوصي  موسسې ، يو دارالعلوم او ١٢ شخصي ښوونځي هم فعاليت لري .
 د بغلان پوهنتون  په پلخمري ښار کې موقعيت لري، چې د ادبياتو، ښوونې او روزنې، کرنې، انجنيرۍ، اقتصاد او ژورناليزم پوهنځي او له ٣٥٠٠ زياتې نجونې او هلکان په کې لوړې زده کړې کوي .
د ښوونکو د روزنې دولتي موسسه په پلخمري ښار کې موقعيت لري، خو فرعي څانګې يې په مرکزي بغلان، نهرين،  دهنه غوري، خنجان، خوست، بنو او دوشي  ولسواليو کې فعاليت لري او په ټولييز ډول له ١٩٠٠ تنو زياتې ښځې او ١٢٠٠ نارينه په کې تر روزنې لاندي دي .
 دبغلان دپوهنې رياست  ښاري مدير عبدالديان غفارى وايي، چې  د پلخمري ښار په ښوونځيو کې د ٤٥ سلنه ښځو په ګډون له اتو زرو زيات ښوونکي د تدريس په چارو بوخت دي، چې د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ څرګندوي .
 ستونزې :
خو زده کوونکي د ښوونځيو ودانيو د نه شتون په څېر له ځينو ستونزو سره مخ دي.
دبغلان دپوهنې رييس وايي، چې ددغه ولايت  ٤٥سلنه ښوونحي ودانۍ او سرپناه لري . نو همدا علت دى، چې زيات شمېر زده کوونکي تر خېمو او شنه اسمان لاندې زده کړې کوي .
هغه زياته کړه : ((ماهم د زده کوونکو ددغې ستونزې دحل لپاره څو ځله د پوهنې وزير سره خبرې وکړې ، هغه د همکارۍ ژمنه کړې، خو کوښښ کوو، چې دغه ستونزې هم له منځه  يوسي .
ځينې زده کوونکي په ښوونځيو کې د وسلې د شتون په اړه اندېښمن دي .
د پلخمري ښار د خاتم الانبيا لېسې د دوولسم تولګي زده کوونکى جاوېد وايي، چې ځينې  زده کوونکي ټولګي ته چاړې او  وسلې راوړي .
 هغه وويل:((ځينې زده کوونکي ټولګي ته وسلې راوړي، دوى دچارواکو اولادونه دي،  مدير ورته څه  شى نشي ويلى.))
دغه ښوونکي زياتوي، چې  په ښوونځي کې ددوى جنګونو يو شمېر نور زده کوونکي له ښوونځي زړه توري کړي، د پوهنې رياست يې بايد کلکه مخه ونيسي .
ځينې زده کوونکو بيا وايي، چې يو شمېر ښوونکي په واسطه مقررېږي .
 دبي بي عايشه صديقي د ښوونځي زده کوونکې نوريه پکتين وايي، چې د ځينو ښوونکو علمي سويه له زده کونکو هم ښکته ده او په  دغه سپېڅلې  دندې په واسطه مقرر شوي دي .
هغې زياته کړه،چې ددوى د نا مسلکي والي له امله زده کوونکي درس پرېږدي او دې چارې د زده کوونکو په ښوونيزه سويه منفي تاثر کړى .
نوريه وايي، چې دا ستونزه د دوى له ښوونځي پرته په نورو ښوونځيو کې هم شته، دولت دې په دې برخه کې اقدام وکړي او مسلکي ښوونکي دې په دندو وګوماري .
خلک :
ددغه ولايت عام وګړي وايي، چې دپوهنې  وضعيت  د خدمتونو له اړخه چندان ښه نه دى او ډېرى خلک ورڅخه شکايت لري.
د عمرفاروق لېسې د لسم ټولي زده کوونکى محمدنسيم وايي، چې دلته په بغلان کې د پوهنې په برخه کې د عامووګړو او چارواکو  ترمنځ هم ښکاره توپير ليدل کيږي .
هغه وويل، چې ډېر ښوونځي د شتمنو په سيمه کې جوړېږي، حال داچې په لرې پرتو سيمو کې ورته زياته اړتيا ده، څو هلته ښوونځي رامنځته شي او هغو ماشومانو ته زمنيه مساعده شي ،چې د زده کړې کم امکانات لري .
دغه زده کوونکي وويل، چې بله ستونزه د کتابونو د وېش په برخه کې ده.  په ښوونځيو کې  د شتمنو اولادونو ته کتابونه وړيا خو د غريبانو زامنو ته يو کتاب د شلو افغانيو په بدل کې ورکول کېږي .
 د بي بي عايشې صديقې لېسې ښوونکې ليلما بيا وايي، چې د زده کوونکو په تحصيلي بورسونو کې هم ستونزه ده، په بهر کې د زده کړو دغه بورسونه د ځينو ټاکلو اشخاصو او د شورا د وکيلانو په پتو راځي.
 معلمين :  ددولت ژمنې تر اوسه دعمل جامه نه ده اغوستې
دخاتم الانبياء لېسې يوه ښوونکي محمد داوود وويل، چې ډېرى ښوونکي سرپناه نه لري او دولت ورسره په دې برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي .
دغه ښوونکي زياته کړه، چې له ښوونکو سره هغوى ته دفرهنګي ښارګوټو د جوړېدو ژمنه شوې وه ، په داسې حال کې چې د ښوونکو ډېرى کورونه لا  له وړاندې د زور واکو له خوا نيول شوي او ښوونکي زيانمن شوي دي .
هغه وايي :((زموږ تنخواوې کمې دي، د توکو دبيو له لوړېدو سره مو ستونزې ډېرېږي، په بغلان کې د ښوونکو شته امتيازياتو ته ډېره کمه توجه شوې .))
محمد داوود  وويل :(( اهل کار ته دکار نه سپارلو پر دولت دښوونکو باور کم کړى ، ښوونکي خپل ټول عمر د هېواد د بچيانو په روزنه کې تېروي، خو بيا هم ښوونکى دى، کله چې کوم اوچت  موقف وي ، نو يو عادي کس چې مسلک يې هم ښوونه او روزنه نه وي، ور پېژندل    کېږي .
 روڼ اندي :
دکارپوهانو په وينا، تر هغه وخته چې په هېواد کې دپوهنې روان بهير تر کره غور لاندې ونه نيول شي، د زده کوونکواو ښوونکو قناعت حاصل نه شي ، نو ديوه روښانه سبا لپاره هېڅ هيله نه شته .
 دبغلان يو روڼ اندى محمد امين وايي، کله چې ديوه ښوونکي حق خوړل کېږي،  نو هېڅکله به د ماشومانو ښوونې او  روزنې ته پام ونه کړي ، که بيا هم دا چاره همداسې دوام وکړي، نو مشران دې له دې خبرې ډډه وکړي، چې ماشومان  دهېواد راتلونکي جوړونکي دي .
هغه زياتوي :(( ديوه هېواد بنسټ او اساس دپوهنې پر نظام ولاړ دى ، ددولت له خوا  دپوهنې په سيستم کې له زده کوونکو او ښوونکو ملاتړ ډېر اړين دى، ځکه چې دغې برخې په درې لسيزو جنګ کې سخته ضربه ليدلې ده.))