پلخمرى(پژواک، ٥ وږى ٩٢):که څه هم دبغلان ولايت اوسېدونکي ددغه ولايت په ځينو سيمو او مرکزي بغلان کې له امنيتي ستونزو اندېښمن دي، خو ځايي چارواکي وايي، چې د بغلان ولايت امنيت د تېر په نسبت ښه شوى دى .
د بغلان والي سلطان محمدعبادي وايي، چې ددغه ولايت په ١٤ ولسواليو کې امنيت خوندي دى او ځايي چارواکي کولاى شي له يوه رېنجر موټر سره خپلو ولسوالو ته سفر وکړي.
 هغه زياتوي، چې وسله وال مخالفين يواځې په تاله و برفک ، مرکزي بغلان، دوشي او برکه کې کله کله پيدا کېږي، خو ځينې وختونه په مرکزي بغلان کې هم  د دولتي ځواکونو پر وړاندې مقاومت کوي .
خو د بغلان والي پژواک ته وويل:(( د غير قانوني وسله والو شتون له طالبانو هم دغه ولايت ته خطرناک دى.))
ځينې خلک بيا په تاله وبرفک کې هم د وسله والو طالبانو فعاليت اندېښمن کړي دي .
ددغې ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمد حکيم وايي، له درېيو کلونو زياته موده کېږي،چې وسله وال طالبان د لوړ برفک او له باميانو سره ددغه ولايت په سرحد کې فعاليت لري او ډېرى وختونه دولتي ځواکونه په نښه کوي .
ده ادعا وکړه، چې طالبان کله کله د ولسوالۍ په بازار کې  په دولتي کارکوونکو بريدونه کوي، چې خلکو ته يې زياتې اندېښنې را پيدا کړې دي . بله داچې طالب  پلوي اشخاص په جوماتونو کې د دولت پر ضد تبليغات کوي، خو دولت د نامعلومو دلايلو له مخې ، دغو اشخاصو ته څه نه وايي.
د ده صلاح او پلحصار( انداربونه ) ولسواليو ځينې اوسېدونکي بيا په بغلان ولايت کې دنا قانونه وسله والو له ظلم او فعاليت شکايت کوي او د خپلو سيمو د پرېښودو ګواښ يې کړى .
دوى وايي، چې ددغو کسانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي، چې په خپلواک ډول فعاليت کوي، له وسله والو مخالفينو سره تړاوو نه لري، خو دخلکو ځورول او وهل ټکول يې دنده ده .
  د ده صلاح ولسوالۍ اوسېدونکى جمشيد وايي:((وسله والو  په ډېره اسانۍ سره تګ راتګ کوي ، ډېر وخت په لرې سيمو کې د واک په سر له يو بل سره جنګېږي، له دوى سره هېڅ دا فکر نه شته، چې دولت شته او که نه ؟))
د هغه په خبره ، وسله والو کسانو ډلې جوړې کړي، له خلکو باج اخلي او ډېرى وختونه له دولتي ځواکونو سره دطالبانو په نامه جنګېږي .
 ځايي استوګن وايي، چې د مجاهد په نامه يو کس له ډېرې مودې راهيسې په پلحصار ولسوالۍ کې د طالبانو په نامه فعاليت کوي . خلکو څو ځله دبغلان ځايي او مرکزي چارواکو ته شکايت کړى ، چې دهمدې شکايت په سبب دولتي ځواکونو عمليات وکړل، خو بيا هم د مجاهد په نيولو ونه توانېدل . دا قوماندان دخلکو او دولت لپاره په پلحصار کې يو لوى سر درد دى .
 خو په مرکزي بغلان  ولسوالۍ کې امنيت له ډېرې مودې راهيسې دطالبانو په شتون کې له ګواښ سره مخ دى ، طالبان له دولتي ځواکونو سره جنګېږي، چې نه يواځې  دواړو خوا ته ‎، بلکې ملکي خلکو ته هم په کې زيان رسېږي او يوه ډله نور بې ځايه کېږي .
سره له دې، چې امنيتي ځواکونه يې کله کله پر ضد عمليات کوي، خو د ټولو سيمو په چاڼ نه دي توانېدلي او خلک له دې اړخه اندېښنه لري .
 د مرکزي بغلان د ذکرخېلو دکلي اوسېدونکى ارباب عباس وايي:(( له لسو کورنيو سره له خپل  کلي او قوم څخه د منګلو کلي ته تللى يم .))
دغه سپين روبي زياته کړه، چې وسله وال  مخالفين په ځنګليزو سيمو کې پټ دي، که څه هم خلکو ته په عملياتو کې زيان نه دى رسېدلى،خو خلک له دې وېرې، چې د دواړو خواوو درنې مرمۍ يې پر کورونو ونه لګيږي؛ خپل کورونه پرېږدي.
 دبغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد هم وايي ، چې طالبان ځنګليزې سيمې زياتې کاروي، خپل ځان پټوي او ډېرى وختونه په امنيتي پوستو بريدونه کوي .
هغه زياتوي:(( موږ تر اوسه څو ځله ددغو سيمو دچاڼ لپاره عمليات کړي، خو طالبان کندوز او نورو ولايتونو ته تښتي ، دا يوه دېره پراخه او لويه ساحه ده، له عملياتو وروسته طالبان بېرته دغو سيمو ته راستنېږي، خو بيا هم زموږ لپاره کوم د پام وړ ګواښ نه دى .))
 امنيه قوماندان زياتوي، له يوه کال زياته موده کېږي، چې سيمه ييز پوليس په دغه ولايت کې فعال شوي  ، دوى پر امنيت کې مثب اغېز لري، اوسمهال ددوى په شتون کې د ډېرو زياتو سيمو امنيت خوندي شوى دى.
شېرزاد زياتوي، سره له دې چې سيمه ييز پوليس خپلې ستونزې لري، خو په امنيت کې يې له اغېزمنتيا سترګې نه شو پټولى، اوسمهال له ١٥٠٠ زيات سيمه ييز پوليس د ملي پوليسو تر څنګ په بغلان کې دخلکو خدمت کوي .
 خو خلک يواځې له وسله والو طالبانو او ناقانونه وسله والو ډلو شکايت نه لري، دوى ددولتي چارواکو او ورسره تړلو اشخاصو له وسله وال تګ راتګ ،د تورو ښېښو موټرو  او دقانون له نه پلي کېدو هم شکايت لري.
د پلخمري ښار اوسېدونکى محمدنسيم وايي، چې خلک د ښار په دننه د امنيت احساس نه کوي.
د هغه په خبره، ځينې امنيتي ځواکونه  او دولايتي شورا دغړو ساتونکي خلک ځوروي ، شکايت ترې کوي او دولتي چارواکو ددوى امنيت په ساتلو کې پړه بولي  .
 دبغلان ولايت اوسېدونکې ذکيه بيا دښځو په اړه اندېښنه لري او وايي :((زه دښځو دامنيت په اړه اندېښنه يم .))
 هغه زياته کړه، تېر کال يوه ځوان په رڼا ورځ دخلکو په مخکې يوه ښځه په چاقو ووژله، خو خپله په ډېره اسانۍ وتښتېده او اوس په لندن کې  ژوند کوي .
 په دې وروستيو کې ددې ولايت په ولسواليو کې دښځو لپاره د ژوند چاپېريال  له زغم وتلى و.
د روان کال په چنګاښ کې وسله والو د ښوونځي دوه  نجونې وتښتولې، يوه يې زندۍ کړه او يوه بله نجلۍ اوس هم ورکه ده . ددې ترڅنګ پنځه نورې نجونې او ښځې هم په بغلان کې د نا پېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي، چې د مدني بنسټونو او دبشري حقونو او ښځو د ټولنو اندېښنې او  غبرګونونه يې را وپارول .
 د بغلان مرستيال والي عبدالقيوم وايي، چې که  مرکزي چارواکي او دولتي مسوولين د ١٣٩٣ لمريز کال د ټاکنو لپاره منظم امنيتي تدابير ونه نيسي ، امکان لري، چې ټاکنې په سم ډول تر سره نه شي .
هغه زياته کړه، خلک اوسمهال په ټاکنو چندان باور نه لري ، ځکه هغه کارونه چې په دې موده کې بايد شوي واى، نه دي شوي .
 خو له دې سره سره خلک وايي، چې د تېر په پرتله د ډېرو سيمو امنيت ښه شوى دى .
ددوى په خبره، دوه کاله وړاندې وسله والو طالبانو دپلخمري ښار په دروازو کې عمليات کول، خلکو ډنډ غوري او ډنډ شهاب سيمو ته له تګ وېره درلوده، خو اوسمهال  هغوى په پټ او پاشلي ډول په دغو ساحو کې فعاليت لري اوډېرى وختونه په ماين  اېښودو بسنه کوي .