پلخمرى (پژواک، ٥ وږى٩٢ ) : که څه هم په دې وروستيو کلونو کې د بغلان د بيارغونې په برخه کې کارونه شوي ، خو د بغلان والي له دې وضعيت څخه ناخوښ برېښي او مخکيني چارواکي ګرم بولي.
د بغلان والي سلطان محمد عبادي وايي، که څه هم په تېرو پنځو کلونو کې له څلورو زرو څخه زياتې پروژې لکه سربندونه، د اوبو اوبرېښنا، ښوونځيو، کلينيکونو، استنادي ديوالونو، پلونو، پلچکونو او په مختلفو ولسواليو کې د سړکونو جوړولو په څېر پروژې پلې شوي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي، خو زيربنايي پروژې چې خلک ورته اړ دي، نه دي پلې شوي.
هغه زياتوي ،چې بغلان په شمال ختيځ زون کې يو کليدي ولايت دى او په دغه موده کې بايد ډيرى کارونه لکه د سړکونو جوړول، د بندونو جوړول ، د افغان-پلخمري د نساجۍ دستګاه فعالول او د بزګرانو لپاره د سړوخونو جوړولو په برخو کې بايد کار شوى واى.
 عبادي زياتوي، په دغه ولايت کې پلې شوې پروژې عادلانه نه وې. د بېلګې په ډول په دې وروستيو کې نهرين ولسوالۍ ته څلور کلينيکونه په نظر کې نيول شوي، چې په ټوله کې اووه کلينيکونه دي، خو روغتيايي مرکزونه کافي پرسونول نه لري ، چې د خلکو ټول مشکلات حل کړي.
د والي په وينا، لازمه ده چې دوه کلينيکونه وي او د پاتې پنځو کلينيکونو پيسې د مسلکي ډاکټرانو ګومارلو ته ځانګړي شي، تر څو خلک د درملنې لپاره پلخمري او يا نورو ولايتونو ته لاړ نه شي.
 هغه وايي: (( تر اوسه يو متر سړک هم په بنسټيزه توګه په دې ولايت کې نه دى جوړ شوى. درې کاله کيږي، چې د فوايد عامې وزارت د دوشي-پلخمري سړک د ٥٢کيلومترو په اوږدوالي بشپړ کړى، چې دا د بغلان د چارواکو او مرکزي دولت د بې عزتۍ سبب شوى دى.))
 د بغلان والي چې د کاري مودې يې اووه مياشتې کيږي، وويل چې تر اوسه ٤٠مهمې پروژې  تر کار لاندې دي.
په دغه موده کې د پلخمري ښار منځ کې د ١٠کيلومتره سړک پخولو او په نشه د روږدو کسانو لپاره د روغتون جوړولو کار  پيل شوى او د دوشي-پلخمري سړک جوړولو د کار د پيل لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
 د بغلان ولايت مقام سکتوري رييس عبد القدير خرم وايي، چې ٤٠٠ انکشافي پروژې لکه کلينيکونه، ښوونځي، د سړکونو جوړول، استنادي ديوالونه او نور د بغلان په څوارلس  ولسواليو کې تر کار لاندې دي.
همدارنګه د پوهنتون ودانۍ او د نجونو لپاره د ليليې ودانۍ هم تر کار لاندې ده، خو دغه پروژې وړې دي.
د ولايت مقام سکتوري رييس زياته کړه، چې دوى شپږ مهمې پروژې لکه د پلخمري ښار د ١٥ کيلومتره سړک پخول، د دشت خواجه الوان په سيمه کې د هوايي ډګر جوړول، د يوه صنعتي ښارګوټي جوړول او د څو سړو خونو جوړول يې دولت او نورو مرسته کوونکو موسسو ته وړانديز کړي، خو تر اوسه يې په دې برخه کې هيڅ کوم مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.
 د بغلان ولايتي شورا غړى محمد فيصل سميع هم وايي، چې دغه ولايت په تېرو خپلمنځي جګړو کې په مختلفو برخو کې زيانمن شوى او بياجوړونې ته اړتيا لري، ددى ترڅنګ چې پى ار ټى، خارجي موسسو او مختلفو وزارتونو زيات کارونه ترسره کړي ، خو څنګه چې بايد کار شوى واى، نه دى شوى.
هغه زياتوي: (( موږ د ولايت مقام ، د ملي شورا او ولايتى شورا يو شمير وکيلانو ډيره هڅه وکړه چې يو شمير پروژې له دولت څخه واخلو او د بغلان خلکو ته يې پلې کړو ، خو تر اوسه په دغه برخه کې کومه پاملرنه، نه ده شوې.))
 د بغلان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي يوتن محصل محمد نسيم وايي ، چې دولت تر اوسه ښه اقتصادي پروګرامونه په دغه ولايت کې نه دي پلي کړي، په داسې حال کې چې بغلان د پانګې اچونې لپاره ډير مناسب دى.
خو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کليوالې شورا رييس قاري محمد ناصر وايي: (( موږ بايد د دولت له کړنو څخه سترګې پټې نه کړو، دولت خلکو ته ډير کارونه کړي دي.))
 هغه چې د منګليانو دکلي اوسېدونکى دى، زياتوي چې د ١٣٨٠او ١٣٨٥کلونو ترمنځ يې سړک  نه درلود ، د يو ساعت لاره به يې په پنځو ساعتونو کې وهله او ډيرې ستونزې وې، خو اوس سړک جوړ شوى او ټول کلي ته برېښنا غځول شوې ده.