باميان (پژواک١٣زمرى٩٢) : باميان له هغو يو شمېر ولاياتونو څخه شمېرل کيږي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دولتي ودانۍ او قير شوي سړکونه په کې نه و، خو د نوي حکومت له جوړېدو سره سم، د بيارغونې وړې او لويې پروژې  په کې تر سره شوې دي.
خلک تل د بيارغونې د کارونو له ځنډ څخه ګيله کوي، تر دې پورې چې پنځه کاله د مخه خلکو او د مدني ټولنې غړو د بيارغونې په برخو کې د دولت د نه پاملرنې په غبرګون د سړک يوه برخه اخېړ کړه .
خو د باميانو د والي وياند عبد الرحمن احمدي وايي ، چې تر اوسه ١٣٠ کيلومتره سړک قير شوى او تر ٨٠سلنې دولتي ودانۍ جوړې شوې دي.
 هغه زياتوي ، چې نورې ټولګټې پروژې هم ګټې اخيستنې ته سپارل شوي،  چې له ٢٠٠کيلومترو څخه  زيات  سړکونه ترميم او جغل اندازى شوي او د باميانو په مختلفو برخو کې  سلګونه  پلچکونه او پلونه جوړ شوي.
 احمدي پژواک ته وويل ، د پوهنې په برخو کې هم کار شوى ، چې له سلو څخه د زياتو ښوونځيو جوړېدل او همدارنګه د کوپراتيفونو د جوړولو په برخه کې د کرنيزو تخمونو وېش او ترويج په برخه کې ګټور کارونه شوي دي.
 د باميانو د کليو د پراختيا رييس انجنير سلمانعلي صادقي وايي ، چې په دې ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرامونو له لارې د شپږو ميليونو ډالرو څخه زياتې پيسې مصرف شوې دي. دغه پيسې په مختلفو برخو کې لکه سړک جوړول، د برېښنا د بند جوړولو پروژې، د ښوونځيو جوړول، د اوبو او برېښنا د کوچنيو سربندونو جوړولو په برخه کې  مصرف شوې دي.
 د صادقي په وينا، د ملي پيوستون پروژې سبب شوې، چې د خلکو د ژوند او اقتصاد کچه لوړه شي.
 خو د ولايتي شورا او مدني ټولنو يو شمېر غړي پلې شوې پروژې کمې بولي، دوى وايي، چې د حکومت تر ټولو مهم کار د باميانو له  مرکز څخه تر يکاولنګ ولسوالۍ پورې د سړک جوړول دي.
 په باميانو کې د مدني ټولنې يو فعال حسين داد احمدي پژواک ته وويل: (( د باميانو د بيا رغونې په برخه کې چې دولت کوم کارونه کړي، ډيرى د حکومت اړوند کارونه دي نه د خلکو.))
هغه زياته کړه ، چې د دولتي ودانيو جوړول د دولت اړوند ده او دولت ځان ته ځاى او ودانۍ جوړه کړې ، چې خلکو ته يې چندانې ګټه نه رسيږي.
 د باميانو د ولايتي شورا غړى حيدر علي احمدي د بيارغونې په اړه وويل ، چې د ياد وړ کارونه نه دي شوي او داسې سندونه ورسره شته،چې د ځينو پروژو راپورنه ورکړل شوي ، خو پروژې نه دي پلې شوي.
 د هغه په وينا، په مختلفو سيمو کې څو څاه ګانې او يو پول د کليو او پراختيا رياست د بيارغونې د١٣٩١ کال په راپور کې راغلي و ، خو د ولايتي شورا تر ارزونې وروسته دغه پروژې بيخي په سيمه کې نه وې.
خو بيا هم يو شمير ښاريان، د بياجوړونې کارونه غنيمت ګڼي او په دې اند دي ، چې که هر څو د بيارغونې کارونه ټکني دي، خو بيا هم خپل اغيز  يې درلودلى دى.
 د باميانو يو ښاري محمد اسلم وايي ،چې لس کاله د مخه په باميانو کې ښار نه و او باميان د يوه  کلي په څير ښکاريده، خو اوس له ځينو کارونو او پروژو سره دغه کلى يو ښار ته اوښتى.  
يو بل ښاري محمد ناصر وايي: (( د بيارغونې کارونه په داسې حال کې چې افغانستان په جنګ کې دى او ډيرى پيسې په امنيتي برخو کې مصرفيږي  د ډاډ وړ دي.))
 هغه زياته کړه ،چې افغانستان پيسې نه لري او د بيارغونې ټولې پروژې  په مرسته  کوونکو هيوادونو پورې اړوند دي .
 خو يو شمير نور خلک، د بيا رغونې کارونه غير متوازن بولي او په دې اند دي ، چې د تيرو لسو کلونو د بيارغونې کارونو کې د دوى له ولايت سره د مور او ميرې سلوک شوى دى.
 د باميانو د علماوو شورا وياند محمد سجاد محسني وايي، په داسې حال کې چې سيند د باميانو له ښار سره نږدې بهيږي تر اوسه پورې ددې ولايت مرکز برېښنا نه لري .
هغه زياته کړه، چې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري، د کرنې په برخه کې پراختيا نه ښکاري، هغه سړکونه چې باميان له کابل سره نښلوي، د باميانو په منځ کې نه دي پاخه شوي.
 د علماوو شورا وياند زياته کړه: (( په باميانو کې له شوو کارونو سترګې نه شو پټولى ، خو د باميانو بيارغونه د نورو ولاياتو  د يوې ولسوالۍ له بيارغونې سره برابره ده .))