باميان (پژواک ٨زمري٩٢) : باميان لومړنى ولايت دى، چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د ليږد بهير د ١٣٩٠ کال په چنګاښ کې  له دې ولايت څخه پيل شو.
 باميان د هېواد په  کچه ارامه ولايت دى، خو له امنيتي ليږد څخه وروسته، ځينې وخت د کهمرد، سيغان او شيبر ولسوالۍ د بغلان ولايت له لوري د وسله والو مخالفينو له امنيتي ګواښونو سره مخ کيږي.
د باميان اړوند سيمو کې د دولت د وسله والو مخالفينو کوم ګروپ نشته ، خو له ګاونډيو ولايتونو( ميدان وردګ، سرپل، پروان) څخه ورته امنيتي ګواښونه متوجه دي.
په دغه ولايت کې د جنايي پېښو کچه هم نسبت نورو ولايتونو ته ټيټه ده او خلک يې د سولې په فضا کې ژوند کوي.
د چارواکو او د باميانو د خلکو په اند، سوله او د امنيت خوندي کول د خلکو له خوا رامنځته کيږي او خلک له امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه  د امنيت په خونديتوب کې کار کوي.
د باميانو د علماوو شورا وياند محمد سجاد محسني وايي ، چې د باميانو خلک سوله خوښونکي خلک دي او په وروستۍ لسيزه کې دوى وکولى شول، چې له سيمه ييزو چارواکو سره د امنيتي مسايلو په برخه کې همکار واوسيږي.
په باميانو کې د مدنې ټولنو د شبکې او بشرې حقونو همغږى کوونکى محمد اسماعيل ذکي هم وايي ، دا يو حقيقت دى چې د باميانو خلک سوله  خوښوي او د تيرو ناخوالو په ليدو سره خلک هڅيدلي،  چې سوله او امنيت خوښونکي شي.
 هغه زياته کړه: (( په باميانو کې زيات جنګونه وشول، له طالبانوسره، د رباني دولت سره او نور  بين الحزبي جنګونه  شوي، چې د باميانو خلکو ته يې زيات تاوانونه اړولي دي.))
 د مدني ټولنې دغه مقام وايي ، خلک اوس پوهيږي، چې سوله د ټولو په ګټه ده، له همدې امله د نا امنۍ له ټولو عواملو سره  مبارزه کوي او نه پريږدي ، چې دغه ولايت نا امنه شي.
 د باميانو د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونمل چمن علي په دې اند دى، چې د نورو ولايتونو په پرتله حتى جنايي جرمونو هم په دې ولايت کې ډير کم ليدل کيږي.
ددې ترڅنګ ، چې باميان يو امنه ولايت دى، خو د پوليسو او د درنو تجهيزاتو کموالى په کې محسوسيږي.
 امنيتي ارګانونه د ملي پوليسو، ملي امنيت او د همغږى زون څخه جوړ دي او د باميان ټولې سيمې د همدې درېيو ارګانونو له لارې تر پوښښ لاندې راغلې دي.
 په باميانو کې بله ستونزه د پوليسو د معاش کمښت دى او د نورو ولاياتو په پرتله ددې ولايت د پوليسو معاش دوه زره کمه ده.
يوه  ساتنمن  چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل ، چې د نورو ولايتونو له افسرانو سره  ددوى د معاش توپير او د پوليسو په ليکو کې د عدالت نشتوالى لامل شو، چې دنده پريږدي.
 سره له دې ، چې د معاش توپير له څو کلونو راهيسې شته ، خو بيا هم امنيتي ځواکونه په خپلو کارونو کې برلاسي دي.
 د باميانو يو تن ښاري نصرالله وايي د امنيت په خونديتوب کې د پوليسو د برلاسۍ يو لامل دادى، چې دوکانداران، هوټليان او کسبګر ، چې له يوه شکمن شخص سره مخ شي، پوليسو ته خبر ورکوي.
 نصرالله وويل: (( که د خلکو مرسته له پوليسو سره نه وي، نو باميان به هم د نورو ولايتونو په څېر له نا امنۍ سره مخ شي.))
 د باميانو يوتن  دوکاندار محمد عظيم وايي، چې د خداى په فضل سره په دې دوولسو کلونو کې حتى يو ځانمرګى نه دى شوى.
 د باميانو د ولايتي شورا يو غړى حيدر علي وايي، چې باميان په هيواد کې د سولې يوه بيلګه ده، خو د تاسف وړ خبره داده، چې له کابل څخه دغه ولايت ته ټولې غځېدلې لويې لارې ناامنه دي .
هغه زياتوي، څرنګه چې د باميانو خلکو د سولې فضا تجربه کړې او له هغې څخه خوند اخلي اړينه ده ، چې د لويو لارو د خونديتوب په برخه کې هم کوښښ وکړي.
 حيدر علي وايي ، چې ددې لارو ناامنيو ددې ولايت د خلکو اقصاد ته هم تاوان اړولى، کله چې څوک د ځمکې لارې څخه کابل ته ځې نو ٧٠٠افغانۍ کرايه ورکوي، خو که د هوا له لارې لاړ شي، نو ٥٥٠٠افغانۍ پرې کرايه راځي.
 باميان له دوو لارو څخه کابل سره نښلي، يو د حاجي ګک دکوتل له لارې ، چې له  ميدان وردګو څخه تېريږي او بله د پروان ولايت له کوتل شيبر څخه  ، خو دغه دوه لارې په دې وروستيو کې ناامنه شوي .
له بلې خوا د باميانو د سولې د عالي شورا مشر محمد صادق علي يار زاده وايي ، چې  په دې ولايت کې د مخالفو وسله والو ګروپونه ډير کم دي او ددې ولايت ډيرى خلک په دې هڅه کې دي ، چې په سوله کې ژوند وکړي.
د باميانو پوهنتون يو تن محصل محمد علي ازاد وايي ، يو شمير ځوانان يې ليدلي، چې له  باميانو څخه د باندې د وسله والو مخالفينو په ليکو کې کار کوي.
هغه زياته کړه: (( يو پوليس مي پيژندلو چې  له کلونو راهيسې يې باميانو کې وظيفه درلوده، خو اوس د دولت د وسله والو مخالفينو په ليکو کې يې ځاى نيولى دى.))
 ازاد زياته کړه، چې له دې پوليس څخه يې له طالبانو سره د يوځاى کيدو لامل  وپوښت، هغه وويل :(( زه يې د پوليسو له ليکو څخه وويستم په نورو کارونو باندې نه پوهېدم، مجبور شوم  چې د طالبانو له ليکو سره يوځاى شم، ترڅو هغه تنخوا چې ماته راکوي پرې ژوند وکړم.))
ددې محصل په وينا، دغه پوليس د پروان ولايت په غوربند دره کې د طالبانو له ليکو سره يوځاى شوى او مياشت کې شل زره افغانۍ تنخوا ورکوي.