باميان(پژواک، ٩ زمرى ٩٢):د باميانو دپوهنې بهير سره له دې، چې دپوهنې په برخه کې امنيتي ستونزې نه لري، خو دودانيو نشتوالى، د ښوونځيو لرې والى، ددرسي امکاناتو او مسلکي ښوونکو کمښت د پوهنې پر وړاندې ددغه ولايت دپوهنې له عمده ستونزو څخه دي .
دباميانو دپوهنې رياست او ولايتي شورا د زده کوونکو لپاره د زده کړې ځايونو او مسلکي ښوونکو دکمښت او هم دپوهنې په بوديجه کې دتوازن په نه مراعاتولو اعتراض لري .
ددغه ولايت دپوهنې رياست وايي، چې په ١٣٩١ لمريز کال کې يې د هغو زده کوونکو ل پاره چې ټولګي يې نه و ، کرايي کورونه نيولي ، خو په ١٣٩٢ لمريز کال کې يې د بوديجې د نشتوالي له امله ونه شواى کړاى ، چې کورونه ګرو کړي .
  دباميانو دپوهنې رييس محمد رضا اداء پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دپوهنې په برخه کې له پرمختګ سره سره له ستونزو او ننګونو سره مخ دي ، خو هغه څه چې اوسمهال ورته ډېر مهم دي، د درسي ټولګيو کمښت دى .
هغه وويل، چې په روان کال کې په ټول باميان کې له دوو زرو زياتو درسي خونو ته اړتيا لري ، همدا ډول  له دوو   زرو زيات دوولسم پاس  ښوونکي لري ،چې مسلکي يې نه شي بللى او لږ تر لږه بايد د دارالمعلمين دوره تېره کړي .
دپوهنې رييس زياته کړه،چې له ٧٣٠ زيات ښوونکي يې قرار داديان دي،چې له دوولسم ټولګي ټيټې زده کړې لري .
د هغه په خبره ، هغه ښوونځي ، چې وړاندې لومړني وو ، اوس دمنحنيو ښوونځيو کچې ته لوړ شوي او منځني ښوونځي يې لېسې شوي ، نو اړينه ده چې الحاقيه ودانۍ ورته جوړې شي .
 
دپوهنې رييس وايي، چې امنيت او له پوهنې سره دخلکو لېوالتيا دپوهنې د ودې اصلي لاملونه دي، دى وايي، چې تېر کال د ٦٠ زره نجونو په ګډون ١٣٥ زره زده کوونکو په دغه ولايت کې زده کړه کوله؛ سږ کال له ١٣ زرو څخه زيات نوي زده کوونکي نيول کېږي، خو دځاى او ښوونکو له کمښت سره مخ دي .
اداء وايي، چې اوسمهال په باميانو کې ٣٥٠ ښوونځي فعال دي ؛ خو ١٣٠ هغه يې ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په خېمو او ازاده هوا کې زده کړې کوي .
 له بلې خوا دباميانو د ولايتي شورا غړى حيدرعلي احمدي وايي، چې خلک له پوهنې سره ښه لېوالتيا لري، خو په دې برخه کې چندان توازن نه شته .
هغه پژواک ته وويل :((په ځينو ولايتونو کې پوهنې ته خورا زياته پانګونه ځانګړې شوې، خو باميانو  ته پاملرنه نه کېږي .))
 احمدي وويل، چې تېر کال يې له رسنيو واورېدل ،چې دولايتي بيارغونې ډله په جوزجان ولايت کې ٨٥ميليونه ډالر دپوهنې په برخه کې لګوي، په داسې حال کې، چې په تېرو ١١ کلونو هم ٨٥ ميليونه ډالر، حتى دښوونکو دتنخواوو سره سره هم دباميانو د پوهنې بهير ته نه دي ځانګړي شوي .
دولايتي شورا دغه غړى وايي :" موږ هيله من يو ،چې دولت دپوهنې په برخه کې لږ ترلږه يو ډول عمل وکړي ، دښوونځي او خېمې زده کوونکو ته دې په يوه سترګه وګوري ."
 دا په داسې حال  کې ده ، چې دپوهنې وزارت دپوهنې دظرفيت  او کيفيت لوړېدو او لاسته راوړنو ترڅنګ وايي، چې لا هم ښوونځيو ته په شرايط برابرو ٢٤ سلنه ماشومانو نه لاسرسى ، دحرفوي کدرونو کمښت ، دځينو نا امنو ولايتونو دښوونځيو بندښت او په لرې پرتو سيمو کې دښوونځيو د ودانيو نه شتوالى ددوى پر وړاندې يوه ننګونه ده .
دپوهنې وزير فاروق وردګ دروان کال ښوونيز کال دپيل په غونډه کې ويلي وو، تمه ده، چې سږکال په ٥٠٠ عمومي ښوونځي، ١٠٠ مدرسې او ٤٦دتخنيکي زده کړو موسسې دټول هېواد په کچه رامنځته کړي .
دپوهنې وزير زياته کړه ،چې لاهم دښوونځينو پنځوس سلنه ښوونکي غير مسلکي دي او په ټول هېواد کې اته ميليونه نالوستي کسان شته ،چې عمرونه يې د ١٥ او ٤٥ ترمنځ دي .
دهغه  پر وينا ، په لرو پرتو سيمو کې دښوونځيو دودانيو جوړېدل، له نورو عمده ستونزو څخه دي ، چې يو زيات شمېر زده کوونکو يې دې ته اړ کړي،چې په ازاده فضا او خېمو کې درس ووايي.
خلک :
 دباميان ښاريان په دې نظر دي،چې دسولې او ارامۍ په لور دهېواد بېلولو يواځينۍ لاره پوهنه ده ،چې دخلکو دپوهاي کچه لوړه او له جنګ نه ډډه وشي .
دباميان پوهنتون محصل سميع الله وايي، چې پوهنه داقصادي او امنيتي مسايلو او بيارغونې په برخو کې مهم رول لري.
دهغه په خبره ، که چېرته يو کس لوستى نه وي ، لوړې زده کړې ونه لري ، نو څنګه کولاى شي په يوه نظام کې کار وکړي ، دا خو سواد دى ،چې ديوې ټولنې لپاره ډاکټر، انجنير او دنورو بېلابېلو څانګو  مسلکي کسان روزي .
 دمحمدکاظم په نامه دباميان ښار يو بل اوسېدونکى، چې څلور اولادونه يې ښوونځي ته ځي ، پژواک ته وويل :(( که اولادونه مې ښوونځي ته ونه لېږم ، نو بزګران او شپانه به ترې جوړ شي، ځکه يې ښوونځي ته استوم ، څو راتلونکى يې ښه او خلکو ته خدمت وکړي .))
هغه په دې باور دى،چې دولت بايد دپوهنې څرنګوالي ته پاملرنه وکړي ، څو ماشومان يو څه ياد او لوستي شي .
زده کوونکي او ښوونکي :
ښوونکي دخپلې تنخواوو له کمښت څخه شکايت کوي او وايي، کله چې ددوى تنخوا کمه وي، د ژوند ستونزې او اړتياوې پوره نه شي کړاى، نو دوى اړ کېږي، چې نورو کارونو ته هم مخه کړي او دغه کار دپوهنې په څرنګوالي منفي اغېز لري.
دباميان په شيبر کې ديوه ښوونځي مدير محمد امان وايي، چې دباميانو ډېرى ښوونکي اړ دي، چې له رسمي وخت وروسته نورو کارونو ته هم مخه کړي ، څو ژوند يې ښه شي.
 
دى زياتوي، که چېرته يې کافي تنخوا درلودى ، نو دوى به هم له رسمي وخت وروسته تياري نيوله ، چې راتلونکى لوست په ښه ډول زده کوونکو ته تدريس کړي.
 خو يو شمېر زده کوونکي بيا دښوونکو غيرحاضري، په ځينو مضامينو کې دښوونکو نه شتون ، د زده کړې نا مناسب ځاى او ناوخته دکتابونو ورسېدل دخپلوعمده ستونزو په توګه يادوي .
دباميانو په مرکز کې د ١١ ټولګي يو زده کوونکى عندليب وايي، چې ځينې کلونه درسي کتابونه دکال په نيمايي او کله کله د کال تر وروستيو پورې نه ور رسېږي .
 دى زياتوي، کله کله اړ کېږي ،چې درسي کتابونه په پيسو واخلي ، خو دښوونکو دنشتوالي له امله په ځينو مضامينو کې ستونزې لري ، ځکه چې زده کوونکي بايد دازموينې پرمهال د ويل شوې او ناو يل شوې برخې پوښتنې حل کړي.
 ددې ولايت د پوهنې بله ستونزه په ماشومانو درانه کارونه کوي، په وروستيو کلونو کې ځينو زده کوونکو ادعا کړې، چې ښوونکي يې د درس پرځاى خپلو کروندو ته دکار لپاره بيايي او دکچالو په ټولولو کې ترې مرسته غواړي .
روڼ اندي :
دباميانو يو فرهنګي فعال محمدمهدي مهر ايين په دې اند دى، چې په باميانو کې زده کوونکو ته دزده کړې زمينه مساعده ده ، خو دپوهنې مسوولين دخلکو له توقع سره سم دپوهنې ملاتړ نه کوي .
دى وايي، په باميانو کې اوس دغه فرهنګ منل شوى ، کورنۍ خپلې لوڼې او زامن ښوونځيو ته استوي، خو داچې زده کوونکي څه نه يادوي، يا ورته د زده کړې مناسب ځاى نه وي ، نو کورنۍ اړکېږي، چې دناروغۍ له وېرې خپل ماشومان له ښوونځيو را وګرځوي .
دمدني ټولنې او بشري حقونو يو فعال محمد اسماعيل ذکي وايي، چې سالمه ښوونه او روزنه دزده کوونکو حق دى، خو ټينګار کوي، چې ددوى دغه حق بايد د حکومت او کورنيو له خوا ضايع نه شي .
دى وايي، ځينې کورنۍ چې دبېلابېلو دلايلو لکه اقتصاد او نور ، خپلې ځوانې لوڼې له زده کړې راګرځوي او وايي، چې درس ورته ګټه نه لري، نو خپل اولادونه د زده کړې له حق نه محروموي او دهغوى په حق کې ظم کوي .
ذکي وايي، دولت مکلف دى ، څو دځاى او څرنګوالي له اړخه د ښوونې زمينه مساعده کړي، خو که دا کار نه کوي، نو دټولنې دوګړو په بې سواده کېدو کې ونډه لري او دهغوى حق يې تلف کړى دى .
دباميانو دولايتي شورا مرستيال محمد عزيز شفق دښوونکو ګومارنه دپوهنې د ودې او پرمختګ لپاره مهم ګام وباله او ويې ويل، چې دمسلکي ښوونکو نه شتون دزده کوونکو وخت ضايع کوي.
دى وايي، چې ولايتي شورا دپوهنې له رياست سره مرسته کوي ، څو ډېر ژر له اوو سوو زيات بستونه سيالۍ ته وړاندې او دښوونکو دکمښت ستونزه پرې حل کړي .