باميان (پژواک ۹زمري٩٢) : باميان يو له هغو ولايتونو څخه دى ،چې هېڅ ډول صنعتي کارځاى په کې نه شته ، تر دې چې وړې کارخانې هم نه لري، چې د کورنيو لکښتونه خوندي او د خلکو د اقتصاد کچه لوړه کړي.
دغه ولايت د نورو ولايتونو په څېرسوداګريز بازار هم نه لري.
د باميانو بازارتر ډېره يوه ځايي بازار ته ورته دىد خلکو د اړتيا وړ زياتره  توکي له کابل، مزار او غزني  څخه راوړل کيږي.
هغه هټۍ  چې په باميانو کې شته، يواځې د سيمې د خلکو لپاره دي او له دې ولايت څخه د کوم بل ولايت خلک سودا نه اخلي.
له همدى کبله په باميانو کې سوداګريز وضعيت نه دى ښه شوى او هغه څلور زره واړه دوکانونه چې ددې ولايت په مرکز شته دي، د عمده راکړو ورکړو ظرفيت نه لري.
کرنه :
د باميانو د ډيرى خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى.
 کچالو د باميانو مهم کرنيز پيداوار دي ، چې د هېواد نيمايي اړتيا  پوره کوي. ددې ترڅنګ کښته، کورت، تايپي او زيړ غوړ هم په دې ولايت کې پريمانه پيدا کيږي ، چې ځينو ولايتونو او ان له هېواد څخه بهر صادريږي.
 د باميانو د خلکو ډيرى اقتصاد د همدې محصولاتو په خرڅلاو متکي دى .
 د باميانو يو بزګر محمد اصف وايي،  چې دولت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کوم کار نه دى ترسره کړى، که په دې برخه کې کار وشي د باميانو خلک به له ښه اقتصاد څخه برخمن شي.
 هغه پژواک ته وويل، چې دولت بايد د بزګرانو لپاره د اوبو سربندونه جوړ کړي، د پخوانيو کښتونو ځاى بايد نوي کښتونه ونيسي. بڼوال هم د بڼوالۍ په برخه کې ملاتړ ته اړتيا لري. اړينه ده چې د ميوه لرونکو نيالګيو په برابرولو کې له  دوى سره مرسته وشي.
 د باميانو يو بڼوال حاجي خدايداد وايي ، چې په اوسني وخت کې مالداري يو له  ډيرو ګټورو کارونو څخه دى، که مالداران په هېواد کې مالداري ونه کړي، دولت بايد زرګونه ټنه غوښه له بهرنيو هېوادونو څخه وارده کړي، چې دا د دولت او خلکو په زيان ده .
 حاجې خدايد وويل: (( که مالداران په دې پوه شي، چې له مالدارۍ څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي، ډېره مالداري به وکړي، په دې صورت کې به مالداري د هېواد په کچه زياته شي.))
 د باميانو د کرنې او مالدارۍ رييس محمد طاهر عطايي دا مني ، چې دولت په يواځې توګه سله په سله د بزګرانو او مالدارانو څخه ملاتړ نه شي کولى، خو بوديجې ته په کتو سره دې هڅه وکړي چې له دې قشر څخه ملاتړ وکړي.
 عطايي وايي ، چې دولت له يو کم شمير بزګرانو او مالدارانو څخه ملاتړ کړى، خو دوى  يوه دقيق پلان او برنامې ته د هيواد په کچه اړتيا لري، چې بايد کابينه په دې اړه پريکړه وکړي، ترڅو کرنه او مالداري پراخه شي.
سوداګري او پانګونه :
 د باميانو خلک د صنعتي کارخانو، د لاسي صنايعو، سرمايه ګذارۍ او د توريزم په برخه کې د ودې غوښتونکي دي. دغه ولايت د صنعتي فابريکو په برخه کې صفر دى، خو د توريستي خدمتونو په برخه کې تر يوې کچې پورې پانګونه شوې ده .
 د باميانو يو تن سوداګر حاجي چمن وايي ، چې د صنعتي کارخانو نه شتون، دې ولايت کې اوزګارتيا ډېره کړې او تر دې پورې چې د باميانو ښار منظره د يوه ښار په شان نه ښکاري .
 دغه سوداګر زياته کړه ، سره له دې چې د باميانو نفوس کم دى ، نو سوداګر به زړه ښه نه کړي چې په دې ولايت کې سرمايه ګذاري وکړي، خو که د دولت له خوا سرمايه ګذارانو ته د سرمايه ګذارۍ زمينه برابره شي، دغه ستونزه به  په خپله حل شي.
 د باميانو د سوداګرۍ خونې مدير عبدالواحد هم وايي: (( موږ په دې ولايت کې د پانګونې د جذب د څرنګوالي په اړه له دولت څخه ډېرې غوښتنې درلودې، خو زما په اند دولت د پانګونې او پانګوالو د ملاتړ په غم کې نه دى.))
 د باميانو د سوداګرۍ  خونې مدير وايي،څه وخت د مخه د ښار ماسټرپلان هم مشخص نه و، خو اوس ماسټر پلان هم تکميل شوى او سوداګريز  مارکېټونه او صنعتي سيمې ځانګړې شوي، خو برېښنا نه شته او ځمکه هم د پانګولو په واک کې نه ده ورکړل شوې.
هغه وايي، چې پانګوال به هغه وخت په دې ولايت کې پانګونې ته زړه ښه کړي، چې دولت د خصوصي سکتور لپاره د کار زمينه برابره کړي.
 باميان د سوداګرۍ اوپانګونې له نظره د ډېرو طبيعي زېرمو درلودونکى دى،  په ځانګړې توګه د اوسپنې او د ډبرو سکرونو کانونه په کې زيات دي.
 د حاجيګګ د اوسپنې کان د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د باميان او ميدان وردګو په منځ کې واقع دى، په ١٣٣٩لمريز کال، پيژندل شوى او ١٦کيلومتره اوږدوالى او ٥٥٠متره ژور دى. دغه معدن د نړۍ يو له سترو کانونو څخه ګټل کيږي او په کې دوه ميليارده ټنه اوسپنه شته دى.
 د ١٣٩٠کال په دوا طلبۍ کې، د هندي کمپنيو کنسريوم (SAIL/ AFISCO)  د درېيو بلاکونو د کيندنې او يو کاناډايي کمپنۍ   (Kilo Gold Mines)ديو بلاک د کيندنې کټونکي شول او اټکل کېږي چې په ١٣٩٢لمريز کې يې کيندنه پيل شي.
 د شنو مرمرو، سپينو مرمرو، رخام ډبرو او عادي مرمرو شتون  ددې ولايت ارزښت زيات کړى، چې دغه ټول کانونه معياري پانګونې  ته اړتيا لري  ، چې بايد د دولت له خوا يې ملاتړ وشي.
 لاسي صنايع
 د باميانوعمده لاسي صنايع عبارت دي له غالۍ، ګليم، لمڅي، د پسه د وړيو پشم  او خامک څخه ، چې د ښځو له خوا ګنډل کيږي. د مسوولينو په وينا ، چې د باميانو غاليو په نړيوالو نندارتونونو کې لومړى مقام ګټلى دى.
 د باميانو لاسي صنايع ځکه ارزښت لري ، چې ياد ولايت يو توريستي سيمه ده ، هرکال ګرځندويان د بهرنيو وګړو په ګډون دغه ولايت ته سفر کوي او ددې ولايت د تاريخي سيمو ليدنه کوي، لکه د بودا مجسمه او بند امير( د هيواد لومړني ملي پارک).
د باميانو په ښار کې د لاسي صنايعو هټۍ شته  ، چې بهرني سيلانيان ورته ډير ليوالتيا لري او هغه پيري.
د باميانو د ورث ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمد امين دانشيار، چې د لمڅيو سوادګري کوي وايي، چې ښه لمڅي له سيمې  اخلي  او د باميانو په بازار کې  يې بيرته خرڅوي، خو ښه بازار نه لري او په ارزانه بيه خرڅيږي.
 دغه سوداګر زياته کړه، کم نه کمه بايد د لاسي صنايعو لکه غالۍ، لمڅي او خامک پيژندنې  لپاره نندارتونونه جوړه شي، تر څو د لاسي صنايعو د ودې زمينه مساعده شي او ددې د خرڅلاو لپاره يو بازار شتون ولري .
په ورث ولسوالۍ کې د لمڅي  جوړونې يو لارښوده  ميرمن مريم بهار وايي، د لمڅي موښل ډېر وخت اخلي او هر څوک نشي کولى، چې ياد صنعت وپالي .
 دغه مېرمين وايي، ښځې نه پوهېږي ،چې په بازار کې کوم رنګ ډيزاين ډېر اخيستونکي لري، چې په همدې بنسټ لاسي صنايع توليد کړي.
 د باميانو د کليوالو صنايعو د پراختيا رييس غلام نبي جهش وايي، د لاسي صنايعو وده  په دوو سببونو ګټوره ده ، يو دا چې له خرڅولو سره يې د خلکو اقتصاد ښه کيږي او له بله دا چې دغه بومي فرهنګ خلکو ته ور پيژندل کيږي.
هغه زياته کړه، چې په تېرو درېيو کلونو کې د کليوالو صنايعو د ملاتړ او پراختيا په برخه کې کار شوى، خو کافي نه دى او بايد له دې څخه زيات کار وشي.