جلال اباد(پژواک٦چنګاښ٩٢): د نورستان خلک په دې ولايت کې له نا امنيو شکايت کوي، خو چارواکي بيا وايي ، چې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى دى.
ددې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې امنيتي وضعه له پخوا بدتره ښيي او زياتوي ، چې ورځ تر بلې امنيتي حالات مخ په خرابېدو دي.
د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي اسماعيل پژواک اژانس ته وويل ،چې پخوا يې په ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډېرې کمې وې، خو په تېرو درېيو کلونو کې په دغې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې تر دې حده ورسېدې ، چې دولتي مامورين په دغه ولسوالۍ کې نه شي اوسېدلى.
هغه زياته کړه : ((وسله وال په ښکاره ګرځي ، ولسوالي او دولت يواځې په نوم دي .))
نوموړى وايي، چې ولايتي اداره د امنيت په راوستو کې پاتې راغلې ده او لرې نه ده ، چې ټول نورستان د وسله والو مخالفينو لاس ته پرېوځي.
د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي نبي الله رشيدي پژواک اژانس ته وويل ، په دغه ولايت کې چې تر ټولو لويې ستونزې سره دوى لاس او ګريوان دي، هغه د ناامنۍ ستونزه ده.
نوموړى وايي، چې په ولسوالۍ کې يې پنځه سلنه امنيت هم نشته او مرکزي ادارې ورته تر اوسه پورې پاملرنه، نه ده کړې.
نوموړى وايي: ((ناامنۍ هر څه په ټپه درولي دي، نه د بيارغونې کارونه شته، نه کارروزګار شته هر څه ګډو ډ دي.))
د ده په وينا،چې د ولايت له مرکز پارون څخه يو کيلومتر لرې دولتي مامور نشي تللى او د ولايتي ادارې امنيتي چارې يواځې د ولايت تر مقام پورې محدودې دي.
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې امنيتي چارې بيخي له صفر سره ضرب دي.
د هغه په وينا، مرکزي ادارې تر اوسه پورې دغه ولايت ته هېڅ پاملرنه ، نه ده کړې. د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه،چې ناامنۍ د دوى په ولايت کې هر څه په ټپه درولي دي.امان الله وايي: ((هسې په نوم ولايت دى، نور هېڅ په کې نشته، په ولايت مقام کې هم امنيت نشته.))
د نوموړي په وينا، دا مهال يواځې د نورګرام په ولسوالۍ کې دولتي مامورين موجود دي، نور په ډېرى ولسواليو کې دولتي مامورين نشته او اکثره يې په ننګرهار او يا هم د نورستان په مرکز پارون کې پراته وي.
نوموړى وايي، چې اکثره ولسوالان يواځې په نامه د يوې ولسوالۍ ولسوال وي ، مګر نور يې  تر نن ساعته د ولسوالۍ مخ نه وي ليدلى.
ده زياته کړه: (( داسې سيمې شته، چې نه په کې دولت شته او نه په کې وسله وال، وسله وال د دولت له وېرې نه ځي او دولت د وسله والو له وېرې.))
د ولايتي شورا مرستيال وايي، د سرحدي پوليسو يوه لوا، چې د  نورستان لپاره ځانګړې شوې هغه هم په کونړ کې پرته ده، همدراز پوليس هم کم دي او ولايتي اداره بې کيفيته ده.
نوموړي له مرکزي دولت څخه غواړي ، چې په نورستان کې امنيت ټينګ کړي او له امنيت څخه وروسته دې د بيارغونې کارونه تر سره کړي.
دنورګرام اوسېدونکى اعتبار ګل وايي ، چې د تېرو کلونو په پرتله په دغې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې تر دې حده رسېدلې دي، چې عام ولس هم پرته له وسلې څخه ګرځي.
دى وايي ، چې د نورستان په ډېرى ولسواليو کې بهرني وسله وال په ښکاره ډول تګ راتګ کوي ، خو دولت يې د مخنيوي په موخه هېڅ هم نه دي کړي.
هغه زياتوي: ((هېڅ امنيت نشته،په ولايت کې هم امنيتي چارې ګډې وډې دي.))
د ده په خبره، چې په دغه ولسوالۍ کې ډېرى وخت پنجابي طالبان هم په رڼا ورځ ګرځي ، مګر نه هم ولسوالي ورته څه وايي او نه هم نور ځواکونه.
ده زياته کړه: (( د ولسوالۍ حاکميت يواځې د ولسوالۍ تر يو کيلومترۍ پورې اړوند دى، نور اخوا  هېڅ هم نشته.))
د ولايتي شورا وکيله رويده هم د نورستان پر مرکز او ولسواليو کې امنيتي شرايط ناسم بولي او زياتوي، چې د امنيت له ټينګښت پرته پراختيايي چارې او ورځني کارونه په سمه توګه نه شي ترسره کېداى.
رويده وايي: ((تر څو چې امنيت ټينګ نه شي، ټاکنې هم نه شي تر سره کېدلى،ورځنى ژوند هم له ګواښ سره مخ دى اول بايد امنيت راوستل شي.))
نوموړې د ناامنۍ اصلي لامل بېکاري بولي او زياتوي ، چې لومړى دې د بېکارۍ په له منځه وړلو کې کار وشي، ځکه ناامنۍ بېکاري رامنځ ته کړې او بېکارۍ ناامني، چې دواړه سره تړلي دي.
رويدې وويل ، چې دولت دې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي، تر څو ځوانان په کار بوخت شي او له يو شمېر کړيو څخه لاس واخلي.
هغه وايي: ((همدا ځوانان دي ، چې د بې کارۍ له امله وسله وال فعاليتونه هم کوي،غلاوې کوي او نور کارونه هم ترسره کوي.))
نوموړې وايي، په هغو سيمو کې، چې سيمه ييز پوليس فعال شوي خلک يې وايي، چې د دوى د سيمې امنيت ښه شوی او کله چې سيمه ييز پوليس نه وو، نو د سيمو امنيت يې ښه نه و، ځکه چې نور ځواکونه به کله کله سيمو ته ورتلل او عمليات به يې کول، خو تر وتلو وروسته به بيا سيمه د طالبانو لاس ته ورغله.
خو د نورستان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام فاروق بيا په نورستان کې امنيتي ستونزې مني ، خو زياتوي چې له يوې خوا د پرسونل له کمښت سره مخ دى او له بله پلوه د ملي اردو کنډک او د سرحدي پوليسو کنډک، چې د نورستان لپاره منظور شوي هغه په کونړ کې دي، که چېرې په نورستان کې ياد کنډوکونه ځاى پر ځاى شي امنيتي چارې به  ښې شي.
نوموړي پر نورستانيانو غږ وکړ، چې که د سيمې اوسېدونکي په خپلو سيمو کې ناپيژانده خلکو ته ځاى ورنه کړي ، نو امنيتي ستونزې به هم راکمې شي.
دامنيت امر وايي، چې اکثره امنيت د سيمې اوسېدونکو نه دى خراب کړى، بلکې له نورو سيمو يو شمېر خلک راغلي او په سيمه کې يې امنيتي حالات ترينګلي کړي دي.
دى وايي، چې يواځې يو څو ولسوالۍ دي ،چې ستونزې په کې موجودې دي او هغه هم نور د له منځه تلو په حال کې دي.
غلام فاروق زياته کړه: (( په وانټ وايګل کې مشکلات وو، هغه ولسوالي هم موږ نيولې ده او په بشپړه توګه د دولت په ولکې کې ده.))
نوموړى وايي، چې په نورو ولسواليو کې امنيتي وضع ښه ده او يواځې په يو شمېر سرحدي سيمو کې ستونزې موجودې دي، خو دى وايي چې وخت ناوخته له پولې پاکستاني جنګيالي رااوړي ، چې ګڼې ستونزې يې راپېد کړې دي.
ده وويل: ((نو ځينې بريدونه خو په ټول هېواد کې کيږي، خو په نورستان کې زموږ کشفي ارګانونو د دغو بريدونو مخه هم تر ډيره نيولې ده.))
د امنيت امر په خبره ، چې په دې وروستيو کې د نورستان په يوشمېر ولسواليو کې سيمه ييز پوليس هم فعاله شوي ، چې د يوشمېر ولسواليو په امنيتي پېښو کې يې کم والى راوستى دى.
دى وايي ، چې سيمه ييزو پوليسو ډېره ښه نتيجه ورکړې ده او د امنيتي پېښو ګراف راټيټ شوى دى.
نوموړى وايي: ((د يو شمېر نورو ولسواليو لپاره هم سيمه ييز پوليس منظور شوي ، چې په نږدې راتلونکي کې به هغه هم فعال شي.))
د امنيت د امر په وينا، د نورستان په يو شمېر ولسواليو او مرکز پارون کې د ټاکنو د نوم ليکنې مرکزونه فعاله دي او هر څوک ښه په اسانۍ سره کولى شي ،چې نومليکنه وکړي.
دى وايي ، چې په دې وروستيو کې يې په يو شمېر ناامنه ولسواليو کې درانه عمليات کړي، چې مخالفينو ته يې ډير ځاني زيانونه اړولي دي.
نوموړي وويل: ((وسله وال د مخامخ جګړې توان نه لري ،په دې وروستيو کې په نورستان کې موږ ورته ګڼ شمېر تلفات اړولي دي.))
هغه زياته کړه ، چې د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو ګراف هم راټيټ شوى، چې يو علت يې د امنيتي ادارو ګړندى فعاليت دى .
غلام فاروق وايي: ((موږ ډېر قاطع رفتار کوو او هر څه د قانون منګلو ته سپارو، نو همدا وجه ده، چې راوبط نه پالو د جنايي جرمونو ګراف هم ټيټ شوى  او بله دا چې د امنيتي ادارو فعاليت زيات شوى.))
ده دا هم وويل ، چې د پخوا په پرتله پوليس اوس پر يو شمېر موډرنو وسلو هم سمبال شوي دي.