جلال اباد(پژواک،١٠زمرى٩٢):د نورستان ولايت چارواکي مرکزي حکومت تورنوي ،چې په تېرو يوولسو کلونو کې يې دې ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او د بيارغونې ډېرې کمې پروژې يې پلې کړې دي.
ددې ولايت چارواکي وايي، چې يو شمېر د بيارغونې وړې پروژې بشپړې شوې دي، خو داسې لويه پروژه پکې نه ده بشپړه شوې، چې د خلکو په ژوند کې يې مثبت بدلون راوستى وي.
د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولايت په مرکز پارون کې د يوشمېر رياستونو لپاره ودانۍ جوړې شوي، همداراز د امنيه قوماندانۍ لپاره ودانۍ جوړه شوې او د ولايت په مقام کې ګڼې کوچنۍ پرمختيايي پروژې پلې شوې دي.
هغه زياتوي ،چې لسګونو ښوونځيو ته ودانۍ او د احاطې دېوالونه هم جوړي شوي دي.
بهاند وويل ، چې په دې وروستيو کې د نورستان او بدخشان ترمنځ هم د سړک جوړونې کار پيل شوى ، چې په نږدې وختونو کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نوموړى وايي، چې دغه راز د نورستان ولايت لپاره د مرکزي ادارې پاملرنه يو څه زياته شوې او سږکال په کې لسګونه کوچنۍ پروژې پلې کېدونکې دي.
د نورستان د والي وياند دا هم وايي،چې په دغه ولايت کې د کليو او پراختيا رياست هم ګڼ شمېر کوچنۍ او لويې پروژې پلې کړې دي.
دى وايي ، چې د کليو پراختيا رياست لسګونه څاګانې په نورګرام او دواب ولسواليو کې جوړې کړې دي.
د نورستان د فوايد عامې رييس ضابط خان پژواک اژانس ته وويل، چې ددوى رياست په چوکاټ کې ډېر کم کارونه شوي او لامل يې هم د بوديجې نشتوالى دى.
نوموړى په نورستان کې د بيارغونې چارې بيخي کمې بولي او زياتوي ، چې په دغه ولايت کې يو متر سړک هم قير نشته او د ټولو ولسواليو لپاره لارې خامه دي.
ده وويل: (( د ټولو ولسواليو لارې خامه دي،يو لويشت قير سړک نشته، مرستندويه موسسې نشته،  چې دلته د بيارغونې کارونه تر سره کړي.))
څه موده وړاندې د نورستان والي محمد تميم نورستاني له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکې کې د نورستان د بيارغونې چارې صفر بللې وې.
هغه زياته کړې وه، چې د مرکزي ادارې له لوري د نورستان ولايت ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او په دغه ولايت کې د بيارغونې ګڼ شمېر کارونو ته اړتيا ده.
تميم نورستاني وويل: (( نورستان ته هېڅ مرکزي ادارې پاملرنه نه ده کړې. ))
د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبيار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو ځله يې له مرکزي ادارې د نورستان د بيارغونې د کارونو غوښتنه کړې وه، مګر تر اوسه پورې د مرکزي ادارې له لوري کوم  مثبت ځواب نه دى ورکړل شوى.
ده زياته کړه: (( موږ د وايګل ولسوالۍ د نيولو نه وروسته ورته وويل ، چې بايد دلته د بيارغونې کارونه وشي ، خو تر اوسه پورې هېڅ نه دي شوي.))
د ولايتي شورا د رييس په خبره ، چې نورستانيان له هر څه وړاندې سړک ته اړتيا لري ، خو پوخ سړک په ټول نورستان کې نشته،دى وايي چې نورستان يو له هغوسرحدي ولايتونو څخه دى ، چې د بيارغونې کارونه يې پر امنيت مستقيماً تاثير کولى شي.
 نوموړى وايي: (( په دغه ولايت کې بايد ښوونځيو ته ودانۍ هم جوړې شي، نور د بيارغونې کارونه هم بايد په کې وشي.))
د ولايتي شورا غړې رويدې پژواک اژانس ته وويل ، چې په دغه ولايت کې تر ټولو ستره اړتيا، چې ليدل کيږي هغه د برېښنا په برخه کې ده.
 
 نوموړې وايي ، چې که  په نورستان کې د برېښنا ستونزه هواره شي، نو د خلکو په ژوند کې به يې جوت تغير راشي.
 
نوموړې وايي: (( اوبه زياتې دي بايد واړه واړه برېښنا کوټونه جوړ شي.))
 
رويده وايي ، چې که  ياد برېښنا کوټونه او بندونه ورغول شي، نو له يوې خوا به د ځمکو د تخريب مخه ونيول شي او له بله پلوه به برېښنا توليد شي.
 
د وايګل ولسوالۍ اوسېدونکى خېرالرحمان وايي ، چې  په دغه ولسوالۍ کې تر اوسه پورې دولت يوه تيږه هم د بيارغونې په نوم نه ده ايښې.
نوموړى وايي ،چې په ياده ولسوالۍ کې شاوخوا دوه کاله نه طالبان وو او نه هم دولت،  نو هر څه شاړ شوي دي.
ده زياته کړه: (( که چېرې دولت راتلى نو د بيارغونې کارونه به يې کړي واى ، خو هېڅ نه دي شوي.))
دى پر ولايتي ادارې غږ کوي، چې په دغه ولسوالۍ کې دې د بيارغونې کارونه وکړي، تر څو دولت د ولسونو حمايت تر لاسه کړي.
د نورستان د پوهنې رييس مهتاب الدين وايي ، په دې ولايت کې د ګوتو په شمېر ښوونځي ودانۍ لري او نور يې کنډوالې دي.
ياده دې وي ، چې په نورستان کې د کليو او پراختيا له رياست څخه علاوه نورې هېڅ کومې نړېوالې مرستندويه موسسې فعاليت نه کوي.