جلال اباد(پژواک،٦چنګاښ٩٢): د نورستان ولايتي چارواکي وايي ، چې د دغه ولايت د ٩٠% اوسېدونکو اقتصاد پر مالدارۍ،کرنې او معدن وېستلو ولاړ دي.
دوى وايي، چې په دغه ولايت کې د خلکو د اقتصادي وضعې د ښه والي په موخه دولت هېڅ کوم پرمختيايي کار نه دى کړى.
ددوى په وينا، که څه هم په نورو ولايتونو کې کرنۍ ، مالدارۍ او معدن وېستلو پرمختللى شکل ځانته غوره کړى، خو په نورستان کې لا هم د سلو کلونو مخکې  په څېر د خلکو ورځنۍ چارې روانې دي.
کرنه او مالداري :
د نورستان د والي وياند محمدظاهر بهاند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د کرنې او مالداۍ په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دى شوى.
دى وايي ، چې تر اوسه پورې له دغه ولايت سره هېڅ کومې مرستندويه ادارې د کرنې او مالداۍ په برخه کې مرسته نه ده کړې، نوموړى وايي چې لاهم په دغه ولايت کې کرنه په ابتدايي حالاتو کې ده.
ده زياته کړه: (( که څه هم کرنيزې ځمکې کمې دي، خو بيا هم هغه څه چې ورته پکار يږي، هغه نشته، اوس هم ځمکه يو شمېر خلک په بيلونو اړوي.))
د ده په خبره، دغه ولايت تازه او وچې مېوې هم لري، چې مڼې،ناک او بادام  يې د يادولو وړ دي.  
د وياند په خبره : (( په برګمټال،کامدېش او د يو شمېر نورو ولسواليو په غرونو کې ځنګلي ونې هم شته ، چې ميوې کوي.))
نوموړى وايي ، چې ولايتي ادارې له مرکزي ادارې سره په دې اړه خبرې کړي، چې تر څو په نورستان کې له بزګرو او مالدارو سره مرسته وکړي.
 د برګمټال اوسېدونکي لاجمير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې بزګر او مالدار له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي.
نوموړى وايي ، چې په دغه ولايت کې څاروي ډېر ارزان دي او پکار ده، چې نورو ولايتونو ته يې د انتقال زمينه برابره شي، تر څو د دوى په کورني اقتصاد کې مثبت رول ولوبوي.
د هغه په وينا، بزګران اومالداران اساسي او بنيادي مرستو ته اړتيا لري، چې تر ټولو لومړنۍ اړتيا يې د دوى توليداتو لپاره د بازار نه شتون دى .
د منډول اوسېدونکى صاحب الدين وايي، چې د دوى په سيمه کې موسمي اوبه راځي او کله چې اوبو ته د دوى اړتيا وي، نو په هغه وخت کې بيا اوبه ورکې شي.
دى وايي، دوى بيا مجبوريږي ، چې په کوهيانو باندې خپل پټي اوبه کړي، دى غواړي، چې په هره سيمه او ولسوالۍ کې دې د اوبو زېرمې او واړه بندونه جوړ شي او دغه راز دې د مېوو او نورو توکو  د ساتنې او خرڅلاو لپاره ورته بازار وموندل شي.
نوموړى وايي: (( مڼې شته، خو د مڼو لپاره هېڅ ډول بازار نشته.))
  د نورستان د ولايتي شورا رييس عنايت الله مذهبيار پژواک ته وويل ، چې د نورستان په ولايت کې تر دې دمه د کرنيزو توکو او څارويو د خرڅلاو لپاره هېڅ کوم بازار نشته.
دى وايي،چې د کرنيزو توکو لپاره بايد په دغه ولايت کې د ساتنې او پروسس ځايونه جوړ شي.
د ده په خبره، د کرنې په برخه کې له ځمکوالو او بزګرانو سره مرسته ونه شوه او نه يې د غلو او مېوو د ساتنې او پروسېس لپاره خونې او فابريکې جوړې شوې.
دى وايي: ((که چېرې په تېرو لسو کلونو کې په دغو برخو کې مرستې شوې واى، نو هېڅ ستونزه به نه راولاړېده.))
نوموړى ناامني د ستونزو سر بولي او زياتوي، چې د ناامنۍ له امله د کرنې پراختيا ټکنۍ ده او دغه راز سوداګري او پانګوال خوندي شرايط نه لري.
دى وايي ، چې د نورستان له نيمايي زيات خلک بې کاره دي، خو دولت يې د کار د پېدا کولو په برخه کې هېڅ راز مرسته نه ده کړې.
سوداګري او پانګونه :
نورستان د هېواد د شمال ختيځو ناامنه ولايتونو څخه يو هغه غرنى ولايت دى، چې ناامني پکې تر اوج پورې رسيدلې ده، نو له همدې امله په دغه ولايت کې سوداګري په نشته حساب ده.
د بيروجو کاڼو سوداګر شاولي  وايي،چې  ناامنيو يې په سوداګرۍ کې جوت تغير راوستى او اوس دى هم په خلاص مټ سوداګري نه شي کولى، د ده په خبره ، که چېرې دولت د امنيت په برخه کې له دوى سره مرسته وکړي، نو دوى هم کولى شي چې په خلاص مټ کار وکړي،مګر دا چې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، نو د دوى پر سوداګرۍ يې هم تاثير غورځولى دى.
دى وايي: ((قيمتي کاڼي موږ نه شو راويستلى، ځکه وسله وال مو مخالفت کوي.))
نوموړى وايي، چې څو ځله سوداګر او يا يې هم د کورنۍ غړي د ناپيژانده وسله والو له لوري تښتول شوي او د پېسو په بدل کې يا راخوشې شوي او يا هم وژل شوي دي.
هغه پر دولت او ولايتي ادارې دا نيوکه هم کوي ، چې پانګوال پانګونې ته نه هڅوي او نه هم ورته زمينه برابروي.
دى وايي ،چې که دولت زمينه برابره کړي، نو د نورستان ولايت سوداګر ، چې ډېرى يې د بيروچو او نورو قيمتي کاڼو سوداګري کوي، کولى شي چې د نورستان ګڼ شمېر ځوانان له بې کارۍ وژغوري.
شاه ولي وايي، چې د ناامنۍ له امله دوى نه شي کولى، چې په دغه ولايت کې کوچنۍ او لويي فابريکې جوړې کړي.
هغه په دغه ولايت کې د برېښنا نه شتون هم يو له هغو ستونزو ګڼي، چې د فابريکو او نورو پرمختيايي کارونو مخه يې ډب کړې ده.
د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند بيا مني ، چې ګڼ شمېر سوداګر په نورستان کې سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي، او يا هم که کوم سوداګر د قيمتي کاڼو سوداګري کوي، هم له دولت  او هم له وسله والو مخالفينو پټ دى.
ده زياته کړه ،چې له دغه ولايت سره د مرکزي ادارې د مرستو کمښت هغه څه دي ، چې يو شمېر معدنونه په خپلسر يو شمېر خلک راوباسي او قيمتي کاڼي يې خرڅوي.
لاسي صنايع :
په نورستان ولايت کې  له پخوا راهيسې د لاسي صنايعو په برخه کې هېڅ کوم پرمختګ نه دى رامنځته شوى، په دغه ولايت کې لا هم پکولونه او ليمڅي جوړيږي.
پکول جوړونکي افتخار پژواک ته وويل ، چې لا هم د پخوا په څېر دوى په کور کې پکولونه ګنډي.
دى وايي ، چې تر اوسه پورې دوى د پکول لپاره تکه له کونړ ولايت څخه راوړي.
کلال ګل نبي پژواک ته وويل ،چې په ښار کې د خاورينو لوښو،منګيو او ځګونو دوکان لري، خو اوس يې په نورستان کې کارونه خراب شوي  او هغه لوښي، چې دوى يې جوړوي په پارون او ولسواليو کې يې مينوال کم شوي دي.
دى وايي ، چې پخوا به اکثره خلکو له منګيو،چاټيو او نورو خټينو لوښو څخه استفاده کوله ،خو اوس يواځې په يو شمېر لرو پرتو ولسواليو کې ترې استفاده کيږي او په ښار کې يې څوک نه استعمالوي.
نوموړى وايي: ((نن سبا څوک تنور نه اخلي،منګي نه اخلي،کټوې نه اخلي،بازارونه يې ډېر راساړه شوي دي.))
هغه وايي،چې د کلالۍ صنعت پخوانى ارزښت له لاسه ورکړى، د خاورينو لوښو کارول کم شوي او د دې صنعت بازار مخ په سړېدو دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې اوس يواځې ګلدانونه يو څه بازار لري .
دى له دولت څخه غواړي ، چې په دغه ولايت کې دې ورته فابريکې جوړې کړي، تر څو د دوى د بې کارۍ ستونزه هواره شي.
په ټوليزه توګه کروندګر،سوداګر او دلاسي برخو صنعتګر،د کار امن چاپېريال،کاري اسانتياوې او د دې برخو د پراختيا او پرمختيا لپاره  وړ او مناسب شرايط غواړي.
د سوداګر ۍ په ډګر کې حيواني محصولات لکه د څارويو پوستکي ،وړۍ او دغه راز لبنيات يې ځانګړى ځاى لري،چې د پخوا په پرتله يې بازار لوېدلى دى.