مزارشريف (پژواک، ۱۴ لړم ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو د هغو ۵۶۷ صندوقونو د رايو تفتيش پيل شو چې شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون يې وضاحت غوښتی و.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون مسوولين وايي چې د تفتيش دغه پروسه يې د نوماندانو، انتخاباتي ناظرينو، د سياسي احزابو استازو او د شکاياتو کمېسيون د غړو په موجوديت کې پيل کړې ده.
له دې سره د ټاکنيزو شکايتونو  کمېسيون وايي چې په بلخ کې ترسره شوو سلګونه شکايتونو ته به رسېدنه وکړي.
په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون مشر محمد ظاهر اکبري د لړم په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تفتيش ياده پروسه د نوماندانو، انتخاباتي ناظرينو، سياسي احزابو او شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون د استازو له خوا څارل کېږي.
اکبري وايي چې د تفتيش ياده پروسه يې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون په غوښتنه پيل کړې ده.
هغه د تفتيش لاملونه داسې په ګوته کړل: ((ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون وايي چې يادو صندوقونو له ډلې د يو شمېر يې فورمونه نه  دي ور رسېدلي او همدا راز په ځينو فورمونو کې د تاييد مُهر او ټاپه نه ده لګول شوې.))
د اکبري په خبره، له تفتيش وروسته د هر صندوق چک لېست د ټاکنو کمېسيون او شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون ته لېږل کېږي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس زياته کړه چې له تفتيش وروسته بيا هم که ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون قناعت حاصل نه شو، نو دوی چمتو دي چې د يادو صندوقونو رايې بيا ځلي وشمېري.
هغه زياتوي چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې زورواکو هڅه کوله، څو ټاکنو پروسه کې لاسوهنه وکړي خو په وينا يې چې د امنيتي ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې.
د نوموړي په خبره، په راتلونکو دوو ورځو کې به د بلخ په ګډون له شمالي ولايتونو انتخاباتي مواد مرکز کابل ته انتقال شي.
اکبري د خپلو خبرو په دوام کې وويل چې بلخ ولايت کې ۹۸ سلنه رايه د بايومټريک په سيستم کارېدلې ده.
هغه د ۲ فيصده هغې رايې په اړه چې له بايومټريک پرته کارېدلې، وويل، که د ټاکنو کمېسيون له طرزالعمل سره برابرې وې، نو حساب به يې کړي.
په ورته وخت کې بيا ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون وايي چې په بلخ ولايت کې د ټاکنو پروسې پر مهال ټولټال ۸۰۴ شکايتونه ورته رسېدلې دي.
په بلخ کې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو کمېسيون مشرې شګوفه بهشتي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې يې ټاکنيزو شکايتونو ته د رسېدو په موخه هڅې د رايو له تفتيش څخه رسماً پيل کړې دي.
هغې زياته کړه چې په بلخ کې ډېری شکايتونه د کمېسيون د غړو په تړاو ثبت شوي او تر څنګ يې د نوماندانو او ناظرينو په تړاو هم شکايتونه ورته رسېدلي دي.
مېرمن بهشتي ډاډ ورکوي چې ټولو شکايتونو ته به  رسېدګي وشي او پايلې به يې ګام پر ګام له خلکو او نوماندانو سره شريکې کړای شي.
له بلخ ولايته ولسي جرګې ته نوماند محمد ابراهيم خير اندېش چې په مزارشريف ښار کې يې د رايو د تفتيش له پروسې څارنه کوله پژواک ته وايي چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد سپينې او تورې رايې بېلې کړي.
هغه زياته کړه چې د دغه ولايت په ټاکنو پروسه کې په پراخه کچه درغلي شوې چې په اړه يې اسناد او شواهد د شکاياتو کمېسيون ته سپارل شوي دي.
خير اندېش زياتوي چې د جعلي تذکرو او سټېکرو کارول، د نوماندانو له خوا د پيسو وېشل، د زورواکو مداخله او يو شمېر مرکزونو کې د انتخاباتي موادو کموالی د درغليو مهم موارد دي.
د هغه په خبره، په دې تړاو بشپړ اسناد موجود دي چې ټاکنيز کمېسيونونه يې له مخې په اسانۍ سره تورې او سپينې رايې بېلولای شي.
هغه همدا راز وايي چې د يايومټريک سيستم په کارېدو سره د لويو درغليو مخه نيول شوې ده.
د ډاکټر عباس اميري په نوم انتخاباتي ناظر چې د تفتيش ياده پروسه له نږدې څاري وايي چې په ځينو مواردو کې تخطي شوې ده.
نوموړي د بېلګې په ډول وويل چې د يوه صندوق د رايو شمېر په انګليسي پاڼه کې ۶۵۰ ليکل شوی خو په دري برخه کې ۴۵۰، چې دا خپله يو لړ شکونه پيدا کوي.
د هغه په خبره، په ځينو فورمونو کې د ټاکنو کمېسيون د تاييدۍ مهر او ټاپه نه ده لګول شوې او همدا راز ځيني نور فورمونه قلم خور شوي چې بيا تفتيش سره به واضح شي.
هغه هم تاکيد کوي چې پاکې او ناپاکې رايې بايد سره جلا کړای شي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس وايي چې په دغه ولايت کې شاوخوا ۲۲۴زره کسانو د رایې ورکولو په پروسه کې برخه اخيستې وه چې په وينا يې ۵۴ سلنه يې نارينه او ۴۶ سلنه يې مېرمنې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.