غور ولايت د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه يو دى چې هرات، دايکنډي، فارياب، فراه او جوزجان ولايتونو ترمنځ موقعيت لري.
غور ولايت د هېواد له غرنيو او کان لرونکو ولايتونو څخه دى. که څه هم په دې ولايت کې کومه کره سروې نه ده شوې چې له مخې يې د کانونو په اړه شمېرې وړاندې شي، خو د ځايي خلکو او د غور ولايت د کانونو امريت د معلوماتو له مخې په دې ولايت کې د ګران بيه او نيمه ګران بيه ډبرو، فلزاتو او غير فلزاتو کاني نښې شته دي.
د کانونو او پټروليم وزارت د معلوماتو له مخې، په ١٩٧٢ زېږديز کال  کې ددې ولايت په نعلبندان سيمه کې د شوې سروې پر بنسټ د سربو او جستو يو کان شته چې ٨٥٠ متره اوږدوالى او ٣-٩ پورې پلنوالى لري، د همدې کان زېرمې تر ١٣٠ زره ټنو پورې رسېږي.
همدارنګه په ١٩٦٠ لمريز کال کې د روسانو له خوا د شوې سروې له مخې ددې ولايتپ ه پل هريردو سيمه کې د نايټروجن د اوبو زېرمې شيته دي.
 ١-د ولايت مرکز(فيروز کوه ښار):
ددې ولايت په مرکز کې د ډبرو سکرو او سربو کاني نښې د الله يار سيمې په څو برخو کې شته دي، پر دې سربېره  په مرغاب سيمه کې د ګران بيه ډبرو نښې ليدل شوې دي، همدارنګه د سيماب، مالګې، زاک، زمج او سرو زرو کانونه په بېلابېلو سيمه کې شته دي، خو ددې ولايت د کانونو امريت د معلوماتو له مخې، ددې ولايت زياتې کان لرونکې سيمې نا امنه دي او د سروې او څېړنې لپاره ورته د انجنيرانو ورتګ ته زمينه نه ده مساعده.
 
٢-لعل ولسوالي:
ددې ولسوالۍ په څو برخو کې د سربو کاني نښې ليدل شوې چې زياتې څېړنې ته اړتيا لري، خو تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د کانونو په برخه کې کوم فعاليت نه دى تر سره شوى.
٣-دولتيار ولسوالي:
د غور ولايت د کانونو امريت د معلوماتو له مخې، ددې ولسوالۍ په نام شينيه سيمه کې د سربو کاني نښې موجودې دي چې استخراج يې ګټور دى، خو زياتې سروې او تفحص ته اړتيا لري، لا هم په دې برخه کې کومه سروې نه ده تر سره شوې .
٤-دولينه ولسوالي:
په دې ولسوالۍ کې د سربو د کاني نښو سربېره د ګچو سترې زېرمې هم شته دي چې له  قرار داد او استخراج سره به يې د دولت خزانې ته زيات عوايد ورسېږي، خو تر اوسه يې کومه سروې او څېړنه نه ده شوې او بې قرار داده پاتې دي.
٥-پسابند ولسوالي:
پسابند ولسوالي ددې ولايت له سړو سيمو څخه ده چې په ژمي کې په واورو پوښلې وي او په دې موسم کې په کې د کان کيندنې کار امکان نه لري. په دې سيمه کې هم د سربو د کاني زېرمو نښې مشاعده شوي، خو په دې برخه کې زياتې څېړنې او پلټنې ته اړتيا ده.
٦-شهرک ولسوالي:
په دې ولسوالۍ کې د بېلابېلو کاني توکو لکه ګچو، ډبرو سکرو، ابرک او مالګې کاني نښې نښانې مشاهده شوي چې له دې ډلې کاني توکو څخه يواځې د مالګې د کان قرار داد شوى چې د استخراج کار يې دوام لري.
٧-تولک ولسوالي:
ددې ولايت د کانونو امريت د معلوماتو له مخې، په تولک ولسوالۍ کې د سربو، جستو، مرمر ډبرو، رخام ډبرو،  از وريت(د مسو يو ترکيب دى چې غالبا په کانونو کې مس لرونکي ترکيبونه په کې ځاى کېږي.) او همدارنګه  د ځينو نورو ګران بيه ډبرو نښې نښانې په دغه سيمه کې ليدل شوي چې استخراج يې ګټور دى او د دولت په عوايدو کې زياتوالى راوستلى شي.
بله خوا هم څرنګه چې دغه ولسوالۍ د هرات ولايت سره ګډه پوله لري او نښلوونکې او ترانسپورټي لارې يې د نورو ولايتونو په پرتله اسانه دي، په همدې بنسټ خصوصي متشبثين زياته لېوالتيا لري چې په دغه ولايت کې پانګونه  وکړي، نوځکه خو ويلى شي چې ددغې ولسوالۍ کانونو ته په پام سره د ولسوالۍ د غوره اقتصادي راتلونکي وړاندوينه کېدلى شي.
ددې ولايت د کانونو ادارې د معلوماتو له مخې، د زر قل د سربو او جستو کانونه، د مالحصار ازوريت او داى ډبرو سکاره ددې ولايت له سترو کانونو څخه دي چې د کانونو وزارت له خوا په داوطلبۍ ورکړل شوي او ټاکل شوې چې په نږدې راتلوکي کې يې تړون وشي او ګټې ورنه واخيستل شي.