باميان(پژواک، ١٩ليندۍ ٩٢):باميان دهېواد له مرکزي او غرنيو ولايتونو څخه دى، پرېمانه او سرشاره طبيعي زېرمې په ځانګړي ډول د وسپنې او ډبرو سکرو کانونه په کې موندل کېږي.
خو ددې ولايت په ډېرى کانونو لاسونه نه دى وهل شوى.د ډبرو سکرو په څېر يې نور کانونه هم چې را اېستل شوي، په فني اوايمني ډول نه دي، چې له همدې امله د کانونو وزارت له خوا په دې ولايت کې د ډبرو سکرو  په سلګونو صوفونه( سمځې)  تړل شوې دي.
په باميانو کې تر ټولو مهم کان، چې د سترې پانګونې لپاره وړ ګڼل کېږي، د حاجيګک د وسپنې کان دى، چې د را اېستلو کار يې پيل شوى، چې را اېستلو يې نه يواځې دولت ميليونونه ډالر عايد برابر کړى، بلکه په لسګونو زره کسانو ته يې دکار زمينه برابر کړې او ددې ترڅنګ به د سيمې په کچه د افغانانو او افغانستان اقتصادي وده برملا کړي.
 ١-د حاجيګک د وسپنې کان :
 د حاجيګک( اجه ګک)  د وسپنې کان د هندوکش د غرونو لړۍ کې د ميدان وردګو او باميانو ولايت تر منځ پروت دى،چې دنړۍ له سترو کانونو څخه شمېرل کېږي.
دا کان په ١٣٣٩ لمريز کال کې د بېلابېلو ځمک پېژندونکو له خوا مطالعه  او تثبيت شوى دى. دا کان ١٦ کيلو متره اوږد والى او ٥٥٠ متره ژور والى لري.
ددې کان اکتشافي څېړنې د برېتانوي، الماني ، فرانسوي او بالاخره د روسي کارپوهانو له خوا مطالعه و ارزيابي شوې  دي. تر ټولو مهمې څېړنې روسانو  د ١٩٦٠ او ١٩٧٠لسيزې په وروستيو  او د ١٩٨٠لسيزې په لومړيو کې تر سره کړې.
 روسانو په ١٩٧٠ او ٨٠ لسيزه کې ددې کان اکتشافي پړاوونه بشپړ او د استخراج پلانونه يې هم طرحه کړي وو، خو په افغانستان کې د نا اراميو او ددې کان د بنسټ جوړښتونو په نه شتون کې د را اېستنې پړاو ته ونه رسېدل.
ددې کان احتمالي زېرمه ١.٨ميليارده ټنه او د وسپنې د اندازې سلنه يې ٦٢ ده ، چې د ويلي کولو لپاره يې ټاکل شوې د باميانو د يکاولنګ ولسوالۍ  او د سمنګان  د دره صوف د ډبرو سکرو څخه کار واخيستل شي .
افغان دولت ويلي، چې د حاجيګک د وسپنې کان استخراج څخه په کلني ډول درې سوه ميليون ډالر د دولت خزانې ته راتلى شي.
همدارنګه ددې سترې  اقتصادي پروژې له لارې له څلوېښتو زرو څخه زياتو کسانو ته د کار زمينه مساعدېدلى شي.
 د کانونو وزارت نوې ثبت شوې شمېرې ددې کان د ثبت شوو زېرمو اندازه ١١٠ ميليون ټنه او د پيشبيني شوو زېرمو يې ٢٠٧٠ ميليونه ټنه ښودلې ده.
دا کان په څلورو برخو وېشل شوى دى. د يوې برخې داستخراج کار يې د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې دى، چې يوه کاناډايي شرکت ته ورکړل شوى او د درېيو نورو برخو استخراج يې يوې هندي کمپنۍ ته ورکړل شوى، چې د شېبر ولسوالۍ په کالو سيمه کې موقعيت لري.
د ١٣٩٠ لمريز کال د ليندۍ مياشتې په داوطلبۍ کې دهندي کمپنيو کنسرسيوم (SAIL/ AFISCO)د درېيو بلاکونو داستخراج لپاره په باميانواو د (Kilo Gold Mines) په نامه کاناډايي کمپنۍ يې په ميدان وردګو ولايت کې د يوه بلاک د استخراج لپاره ګټونکې شوه، چې د را اېستلو کار يې په ١٣٩٢ لمريز کال پيل شو.
 وروسته له هغه چې هندي او کاناډايي کمپنيو ددې کان داستخراج داوطلبي وګټله، نو د کان په لوړو ساحو او له کان نه د بهسودو ولسوالۍ په لور د لسګونو امنيتي پوستو ودانۍ جوړې شوې، خو تر اوسه هم په دې پوستو کې امنيتي سرتېري نه دي ځاى پر ځاى شوي.
په کابل کې دهند سفير ګاتم موګوپاديا د ١٣٩١ لمريز کال د لړم مياشت کې باميانو ته د سفر پرمهال پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې ده، د حاجيګک کان د مقدماتي کارونو او ورته چمتو شوو اسانتياوو په موخه دې ولايت ته سفر کړى.
 دده په خبره، ددې کان د را اېستلو مقدماتي کارونه د هندي کمپنيو کنسرسيوم په اسانتياوو او مرستو، چې اوه هندي کمپنۍ په کې راغونډې شوې، په ١٣٩٢ لمريز کال پيل شوي دي.
دهندوستان د سفير په خبره، هېواد يې لېوالتيا لري، چې له افغانستان سره د کانونو، روغتيا، کرنې او سوداګرۍ په برخه کې مرسته وکړي.
د وسپنې په دې ستر کان کې د پانګې اچونې اندازه نږدې اوه ميليارده ډالر اټکل شوې ده.
٢-د سياره دره د وسپنې کان :
دا کان د يکاولنګ ولسوالۍ د مرکز سوېل لوېديځ ته په ٢٢ کيلومترۍ کې موقعيت لري. د کانونو وزارت د سروې او تفحص انجينري ډلې مطابق چې په ١٣٩٠ کال کې تر سره شوه، ددې کان زېرمې ٥٠٠ ټنه دي، چې ٦٣ سلنه يې وسپنه لري.
د باميانو ولايت د کانونو رييس حميدالله لعلي دمعلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د مسو، المونيم، سرپو او نقرې کانونه شته، خو تر اوسه يې سروې نه ده شوې.
 ٣-د ډبرو سکرو کانونه :
د باميانو کهمرد، سيغان او يکاولنګ ولسوالۍ هم د ډبروسکرو سرشاره کانونه لري، د کهمرد د ډبرو سکرو کانونه په کليچ، اشپشته، چهار تاق کريمک او دواب ميخ زرين سيمو کې دي، د يکاولنګ ولسوالۍ کانونه په سرمرغۍ او دې سيغان ولسوالۍ کانونه بيا په سرسيغان سيمه کې موقعيت لري.
 ٤-د کهمرد د ډبرو سکرو کانونه :
دا کان د ظاهرشاه د سلطنت پر مهال استخراج شو او تر دې وړاندې د روسانو له خوا کشف شو. د نوي دولت په راتګ سره يې د لسو کلونو لپاره غير قانوني استخراج دوام وموند، خو کله چې ددې کان تړون د  ام سي سي په نامه چيني کمپنۍ سره وشو، نو اوس يې استخراج هم درېدلى دى.
د کهمرد ډبرو سکرو د اېستلو تړون د ام سي سي شرکت سره شوى ، چې د لوګر د مس عينک کان لپاره د برېښنا په توليد کې کارېږي.
يو زيات شمېر پوليس هم د کهمرد کان په شا او خوا باندې ګومارل شوي دي.
  د کهمرد کان د ډبرو سکاره د کميت او کيفيت له اړخه ډېر اهميت نه لري، ځکه چې د طبيعي جوړښت له امله ډېر پېچلي دي او په اېستلو کې يې زياتې ستونزې شته. په دې کان کې شته زېرمې ٥٠٠ زره ټنه اټکل شوې دي. له دې سره سره بيا هم له دې امله چې دغه کان د باميانو ددره شکاري د پخواني سړک سره نږدې پروت دى، نو له کلونو راهيسې يې غير قانوني اېستنه روانه ده.
د کهمرد د اشپشته کان د امريت يو چارواکى انجنير محمد کريم اميد وايي، چې د قانوني استخراج پر مهال، چې ددولت له لوري تر سره کېده او په هغو ٩ غير پلاني کانونو کې چې خلکو په خپل سر را اېستل، په مياشتيني ډول ٢٣ زره ټنه د ډبرو سکاره را اېستل کېدل او تاديه  کېدل.
 هغه زياته کړه، چې پلاني کانونه د دولت او غير پلاني يې دخلکو له خوا اېستل کېدل او پلور يې روان و، دولت يواځې د خصوصي او ولسي کانونو څخه په ټن ١٥٠٠ افغانۍ ماليه اخيسته.
په دې حساب هغه اېستنه چې په مياشت کې ٢٣ زرو ټنو ته رسېږي، نو په کلني ډول ٢٧٦زره ټنه د ډبرو سکاره اېستل شوي او کوم عوايد چې دولت ته ورغلي، ٤١٤ ميليونه افغانۍ کېږي.
د کهمرد ولسوال محمدهادي سيغاني وايي، چې د ډبرو سکرو کره شمېره نه ده څرګنده،  خو کله چې را اېستل کېدل، نو هره ورځ ترې دوه سوه کاماز موټر بارېدل او د افغانستان بېلابېلو ښارونو ته وړل کېدل.
هغه زياته کړه:(( موږ نه پوهېږو، چې د ټن په حساب به څومره زېرمه ولري، خو په کلني ډول يواځې د اشپشته له کان څخه ١٦٠ زره ټنه د ډبرو سکاره اېستل کېږي.))
 د کانونو وزارت دوه کاله وړاندې په کهمرد کې د ډبرو سکرو کانونه وروسته له هغه وتړل، چې درې سمڅې يې د شپې له مخې پرېوتلې، خو مرګ ژوبله يې ځکه نه درلوده، چې د شپې له خوا په کې کارګرو کار نه کاوه.
خو د يکاولنګ په سرمرغي او سرسيغان سيمو کې لا هم د استخراج کار نه دى شوى او داستخراج کچه يې يواځې د تفحص په نيت وه.
ټاکل شوې، چې په دې ورځو کې د يکاولنګ د سرمرغى د ډبرو سکرو کان داوطلبۍ ته وړاندې شي، څو له دې لارې د سون توکو په چمتو کولو کې د کار اخيستنې وړ شي.
 د باميانو نور کانونه :
په باميانو کې د کريمه کاڼو لکه اکسري ، ګالز، لعل پيازى او شاه مقصود هم شته او ځينې نورې ښکلاييزې ډبرې لکه مرمر، ګرانيټ، رخام او تناورتن هم شته ، چې يواځې ترې د رخام ډبرې د ٥٠٠ ټنو په اندازه استخراج شوې دي.
د باميانو د کانونو رييس حميدالله لعلي وايي، چې له ډبرو سکرو پرته چې پخوا په غير معياري ډول  استخراجېدل، نور په باميانو کې بل هېڅ کوم کان نه دى اېستل شوى او ټاکل شوې، چې په همدې مياشت کې تناورتن ډبرو کان د پنځو کلونو لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شي او يوه کورني شرکت يې استخراج ته لېوالتيا ښودلې ده.