پلخمري (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٢): بغلان د هېواد له شمال ختيځو او سختو لارو لرونکو ولايتونو څخه دى ، چې تر ځمکه لاندې ډيرې زېرمې لري.
د بغلان طبيعي سرچينې په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو کانونه د خلکو په ژبو ګرځي، چې خپله ددې ولايت له اوسېدونکو سربېره د نورو ولايتونو اوسېدونکي هم ترې ګټه اخلي او حتى تر وروستيو وختونو پورې پاکستان ته هم صادرېدل.
د ډبرو سکرو دا کانونه له سنګ کرکر، دودکش، اهن دره ، خُرد دره، چنارک، شين دره ، الوګک او تاله و برفک له کانونو څخه عبارت دي.
خو ددې کانونو ډېرى برخه د خلکو له خوا په قرار دادي او ناقانونه ډول استخراج او يوه برخه يې له ضايع کېدو سره مخ ده.
 اقتصاد پوهان وايي، چې که کانونه په منظمه او فني  ډول د دولت او يا خصوصي سکتور له خوا وېستل شي، نو د توليد کچه به يې د اوس په پرتله زياته وي اوډير عايد به ترې تر لاسه شي.
دا چې په هېواد کې د سون توکو بيه په ځانګړي ډول  دتېلو بيه ورځ  تر بلې لوړيږي،  نو د ډبرو سکرو څخه د سون د يوې مهمې مادې په توګه ګټه اخيستل کېږي. د ډبرو سکاره تر ډېره دکورونو په ګرمولو، د خښتو په بټيو، حمامونو او توليدي فابريکو کې کارېږي.
 ١-د کرکر او دودکش کانونه :
 دا کانونه د بغلان ولايت د مرکز پلخمري ښار په ١٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري ، چې په هېواد کې د ډبرو سکرو له سترو کانونو څخه دي او په ١٣١٧ لمريز کال کې د يوه شپانه له خوا کشف شو.
دا کان په ١٣٥٠ لمريز کال په تصدۍ تبديل شو او تر ټولو لوړ توليد يې په ١٣٦٦ لمريز کال کې و، چې ١٦٥ ټنو ته رسېده او تر ټولو کم توليد يې بيا په ١٣٧٠ لمريزکال کې و، چې ١٠ زرو ټنو ته را ښکته شوى و.
د کرکر د ډبرو سکرو ټوليزه اندازه ، چې پوړونه يې له دوو تر درېيو مترو پورې پېرړوالى لري، ١٥ ميليونو ټنو ته رسېږي او د ډبرو سکرو جنسيت يې ښه او د کارونې وړ دى.
ددې کان د ډبرو سکاره د خپل غوره جغرافيوي موقعيت له مخې، چې په څنګ کې يې د پلخمري روغتيايي مرکزونه او همدارنګه د کابل – کندوز لويه لار تېره شوې، د اهميت وړ دي.
 د کرکر کان د غره په دننه په څلور کيلومترۍ محدوده کې پراختيا موندلې، چې ژور والى يې ٧٥٠ مترو ته رسېږي او د ډبرو سکرو ١٢ رګه په کې موجود دي. له دې کان  څخه هره ورځ ١٥٠ټنه  سکاره را وېستل کيږي او د کارکوونکو شمېر يې هم نږدې ٦٠٠ تنه دى.
ددې کان تونل معياري بڼه نه لري او د ډبرو سکرو ډېره برخه يې ترې په غير معياري ډول وېستل کېږي.
خو دبغلان ولايت د کانونو چارواکي وايي، چې د کرکر ډبرو سکرو يو کان تر بيارغونې لاندې دى، چې تر رغولو وروسته به يې د سکرو د وېستلو ورځنۍ کچه ٢٥٠ ټنه وي.
دا تونل چې د “پى يک” په نامه يادېږي، د افغان- کول خصوصي شرکت له خوا، چې د کرکر، اهن درې او دودکش ډبرو سکرو د کانونو وېستلو قراردادونه ورسره شوي، په معياري ډول  بيا رغول کېږي.
 د کرکر کان امر ديپلوم انجنيرعبداللطيف وهابزى وايي، چې دا تونل په تېر کې د ډبرو سکرو يو تر ټولو فعال کان و، خو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له يرغل وروسته په کورنيو جګړو کې له کاره ولوېد.
هغه زياتوي، چې ددې تونل بيا رغونه  د ١٣٩٢ لمريز کال  د وري مياشتې  راهيسې  پيل شوې  او کار يې اوسمهال ٩٠ سلنه مخکې تللى ، چې له سږ کال ژمي وړاندې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
دا تونل ٢٠٠ متره ژوروالى او ٦٠٠متره مايل اوږد والى لري، ، چې په قوسي بڼه د وسپنې او ګاډرو له خوا بيا رغول کېږي، چې په يوه خوندي او معياري کان به بدل شي. ددې تونل په بيا رغونه کې تر اوسه پورې يو ميليون افغانۍ لګول شوي  او لا نورو لګښتونو ته اړتيا لري.
 افغان کول شرکت د ډبرو سکرو د کرکر، اهندرې او دودکش کانونو معياري بيا رغونه او رغونه په ١٣٨٥ لمريز کال د ٤٩ کلونو لپاره له افغان دولت سره لاسليک کړې او د ډبرو سکاره په ځانګړي ډول د غوري سمنټ لپاره، چې هره ورځ ٢٠٠ ټنه سمنټ توليدوي، استخراج او چمتو کوي.
د کرکر کان امريت  وايي، چې افغان کول شرکت به هغه کانونه هم په راتلونکي کې په معياري ډول بيا ورغوي، چې خوندي نه دي.
 ٢-د اهن درې او خُرد درې د ډبرو سکرو کانونه:
دا دوه کانونه د پلخمري ښار ختيځ ته پنځه کيلومترۍ کې موقعيت لري او استخراج يې په ١٣٧٨ لمريز کال کې پيل شوى او تر اوسه پورې دوام لري.
٣-د چنارک او شين درې د ډبرو سکرو کانونه :
دا کانونه د پلخمري ښار په ٧٥ کيلومترۍ کې په نهرين ولسوالۍ کې  موقعيت لري. دا کانونه په ١٣٨٠ لمريز کال کشف او له ١٣٨٦ څخه تر ١٣٩١ لمريز کال پورې د شمال د ډبرو سکرو په تصدۍ کې ترې  ګټه اخيستل کېده.
دولت ددې کانونو استخراج په ١٣٩١ لمريز کال کې هاشمي ګروپ ته د ١٠ کلونو لپاره ورکړى دى.
 ٤-الوګک د ډبرو سکرو کان:
دا کان د پلخمري ښار په ١٢٠ کيلومترۍ کې په ده صلاح ولسوالۍ کې موقعيت لري ، چې په ١٣٨٧ لمريز کال د لسو کلونو لپاره د برادران مهمندشمال شرکت ته اجازه ورکړل شوه ، خو ياد شوى قرار داد د ځينې امنيتي او جيالوجيکي ستونزو په سبب په ١٣٩٠ لمريز کال فسخ شوه او له دې کال را هيسې د ځينو افرادو او اشخاصو له خوا په غير قانوني ډول استخراجېږي.
 ٥-د تاله برفک د ډبرو سکرو کان:
دا کان د پخلمري ښار سوېل لوېديځ ته په ١١٠ کيلومترۍ کې په تاله و برفک ولسوالۍ کې موقعيت لري. له دې کان څخه له ١٣٨٦ لمريز کال راهيسې د شمال د ډبرو سکارو تصدۍ په چوکاټ کې ترې ګټه اخيستل کېږي.
د تاله و برفک د ډبرو سکرو کانونه د باميان ولايت له کهمرد ولسوالۍ سره په پوله پروت دى او خپله کهمرد ولسوالۍ هم د ډبرو سکرو پراخه کانونه لري.
د ډبرو سکرو کانونه د يوه کمبر بند په بڼه دهندوکش غرونو لړۍ په بېلابېلو برخو کې موقعيت لري ، چې دبدخشان ولايت څخه پيل او بيا تر تخار، بغلان، سمنګان، باميانو او سرپل ولايتونو پورې غځېږي  او د هرات تر سبزک کان پورې پراته دي.
 ٦-د سرو زرو کان :
د قره زخن د سرو زرو کان د پلخمري ښار سوېل لوېديځ  په ٨٠ کيلومترۍ کې په دوشي ولسوالۍ کې موقعيت لري ، چې په ١٣٧١څخه تر ١٣٧٤ لمريز کال پورې د وخت د حکومت له خوا کشف او تر يو څه اندازې پورې په کې لاس وهل شوى دى.
دا کان  دولت له تېرو درېيو کلونو راهيسې  د سروې لپاره يوه شرکت ته په قرار داد ورکړى دى.
٧- د سرب کان :
د اکان د شخ سفيد په نامه دپلخمري ښار د شمال ختيځ په ٨٠ کيلومترۍ کې په جلګه ولسوالۍ کې موقعيت لري ، چې تر اوسه يې د استخراج لپاره کوم اقدام نه دى شوى.
 ٨-د ګچوکان :
دا کان د پلخمري ښار د شمال ختيځ  په ٥٤ کيلومترۍ  د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شيخ جلال سيمه کې موقعيت لري، چې له ١٣٥٨ کلونو  راهيسې تر اوسه پورې استخراجېږي.
ددې کان وېستلو ته د دولت له خوا اجازه ورکړل شوې او په منځي ډول په ځينو ځايونو کې په فني او ځينو کې په غير فني ډول کارېږي.
٩-د ګرانيټ ډبرو کان :
دا کان د خنجان ولسوالۍ د شمالي سالنګ په ګولايي سيمه کې موقعيت لري او دا سيمه د پلخمري ښار د سوېل په ٩٠ کيلومترۍ کې پرته ده. ياد شوى کان په ١٣٩٢ لمريز کال کې د ځايي خلکو له خوا کشف شو او د استخراج قرار داد يې اوس   له يوه خصوصي شرکت سره شوى دى