کلات ( پژواک،١٧ کب ٩٢ ) : د زابل د کانونو رياست مسوولين وايي ، چې ددې ولايت په بېلا بېلو سيمو کې پراخه کانونه شته، خو دوى يې په اړه نه معلومات لري او نه هم  تر اوسه په دې اړه کومه سروې شوې ده.
ددې ولايت د کانونو رييس حميدالله رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې له يوه کال راهيسې يې رياست په دې ولايت کې په فعاليت پيل کړى دى.
هغه زياته کړه ، تر اوسه توانيدلي چې يواځې په داى چوپان ولسوالۍ کې د ابرک ډبرو له کان څخه استفاده وکړي او استخراج يې پيل کړی دى.
د رسولي په خبره، چې له دغه کان څخه يې تر اوسه پورې څه باندې ۲۰۰ زره افغانۍ عايدهم تر لاسه کړی ، خو په نورو سيمو کې تر اوسه پورې داسې ګام نه دى پورته شوى.
نوموړي زياته کړه، چې د زابل په داى چوپان، ميزان، نوبهار، شملزو او يو شمېر نورو ولسواليو کې د سرو زرو، مرمرو، لاجوردو، ډبرو سکرو او يو شمېر نورو قيمتي ډبرو کانونه شته ، خو تر اوسه يې د دولت له خوا رسمي سروې نه ده شوې.
د زابل د کانونو رييس وايي ، په پلان کې لري ، چې په نږدې راتلونکي کې په ميزان ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو يو کان هم د خصوصي سکتور په مرسته ګټې اخيستني ته وسپاري.
رسول د کانونو د غير قانوني کيندنو په اړه وويل ، چې تر اوسه پورې دوى ته په دې اړه کوم راپور نه دی رسېدلى.
دى وايي، چې يواځې د ميزان ولسوالۍ له ځينو غرنيو سيمو څخه په لږه اندازه د مرمرو ډبرې په ناقانونه توګه ويستل کېږي ، خو هغه هم د کومې منظمې مافيايي ډلې له خوا نه دي.
د زابل يو شمېر اوسېدونکي وايي ، چې ددې ولايت په بېلابېلو سيمو کې کانونه شته او بايد حکومت ورڅخه د ګټې اخيستل پيل کړي.
د ميزانولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي اسدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په ولسوالۍ کې د ظاهرشاه د واکمنۍ په وخت کې د سرو  زرو کان موندل شوی ، خو تر اوسه ورڅخه ګټه نه ده اخيستل شوې .
نوموړي زياته کړه، چې دولت بايد د دغه ارزښتمن کان د بيا سروې او کيندنې لپاره هڅې وکړي، تر څو له دغې طبعي شتمنۍ څخه د هېواد په پرمختګ کې کار واخيستل شي.
دده په خبره ، چې که دولت د کانونو د کېندنې لپاره عملي ګام اوچت کړي، نو د سيمې اکثريت  وزګارو ځوانانو ته به د کار زمينه برابره شي او نورو هېوادونو ته به له تګ او د ناقانونه وسله والو ډلو سره له يو ځای کېدو وژغورل شي.
حاجي اسدالله وايي، چې د دوى د ولسوالۍ په نورو سيمو کې هم د ځايي اوسېدونکو له خوا يو شمېر قيمتي ډبرې موندل شوي او اټکل کېږي ، چې لوى کانونه به يې موجود وي، خو دولت يې تر اوسه سروې نهده کړې.
ددې ولايت يو تن اوسېدونکى سعيد زابلى وايي، چې په افغانستان کې د سرو زرو تر ټولو ستر کان په داى چوپان ولسوالۍ کې دى.
هغه پژواک ته وويل ، چې د ‌ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال له دې کان څخه استخراج کېده، خو د درېيو لسيزو جنګونو له امله دا کان نړېدلى او اوس ترې هېڅ ګټه نه پورته کېږي.
د شينکۍ ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي امين الله هم وايي، چې د زابل په ډېرىسيمو کې د بېلابېلو قيمتي ډبرو او نورو موادو کانونه شته ، خو دولت تر اوسه ورته پاملرنه ، نه ده کړې.
نوموړي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل، چې نا امني د کانونو د کيندنې پر وړاندې لويه ستونزه ګڼل کېږي ، خو تر اوسه يې دولت په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې.
هغه وايي، چې تر اوسه پورې د دوى په سيمه کې د کانونو د غير قانوني کيندنې کومه بېلګه نه ده ليدل شوې ، خو که د مافيايي ډلو ورته پام شي ، نو کېدای شي کانونو ته خطرونه پيدا شي.
د داى چوپان ولسوالۍيو تن مخور عبدالجليل وايي، چې په ولسوالۍ کې يې د سرو زرو ، مسو، لاجوردو او نورو قيمتي ډبرو کانونه شته .
نوموړي پژواک ته وويل، چې يادې ولسوالۍ د چله کور او لړزاب په سيمو کې دغه کانونه موجود دي او يو ډول ډبرې، چې د شامقصودي ډبرو په نوم ياديږي هم د ځينو کسانو له خوا له دغو غرنيو سيمو څخه اېستل کېږي ، خو دغه غير قانوني کيندنې دومره پراخې نه دي او وخت ناوخته ترسره کېږي.
هغه وايي ، چې که دولت د دغو کانونو د کيندنې لپاره له قانوني لارو چارو کار واخلی، نو هم به د دولت عوايد زيات شي او هم به د سيمې د اوسېدونکو پر اقتصادي وضعيت مثبته اغېزهوکړي.
نسيم هوتک