بادغيس د هېواد له شمالي ولايتونو څخه يو دى چې مرکز يې قلعه نو او د لوېديځ له اړخه د هرات، په خيتځ کې د فارياب، په شمال کې د ترکمنستان هېواد او په سوېل کې له غور ولايت سره ګډه پوله لري. دغه ولايت بېلابېل کاني توکي لري او پراخوالى يې ٢٣،٠٠٠ کيلومتره مربع کېږي.
د بادغيس ولايت د کانونو امريت د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې په وروستيو لسيزو کې د کانونو په برخه کې کومه کره سروې نه ده شوې، خو روسانو د قادس( ملمنجي سيمه) او مقر(توره شيخ سيمه)  ولسوالۍ د نفتو په برخه کې ځينې تفحصات تر سره کړي او په اړه يې شته معلومات په لاندې ډول دي:
 ١-د تايمني لامان درې د ډبرو سکاره: د قلعه نو د تايمني لامان درې د ډبرو سکرو کان تر اوسه نه دى کشف شوى او د بادغيس ولايت د کانونو او پټروليم ادارې چارواکو د معلوماتو له مخې، ددغه کان د سروې او اکتشاف لپاره د يوه پلاوي د را استولو په اړه د دوى له ټينګار سربېره هم په سيمه کې د نا امنۍ په سبب دغه کار نه دى شوى.
د بادغيس ولايت د کانونو ځايي ادارې په خبره، د يادې شوې درې د ډبرو سکارو پر کان د پانګونې په برخه کې د خلکو لېوالتيا او تېرى ليد شوى او له دې اړخه دغه اداره هڅه کوي چې ډېر ژر ددغه کان تړون لاسليک کړي چې ټوله تداراکاتي پروسه او پړاونه يې د کانون وزارت له خوا مخته وړل کېږي.
 ٢-د سربو کانونه: د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې، د قلعه نو په پشته لامان سيمه کې سرب شته دي، خو په دغه سيمه کې تر اوسه کومه علمي سروې او څېړنه نه ده شوې، بلکې داسې اټکل کېږي چې په دغه ساحه کې به سرب موجود وي.
 ٣-د ګچو او چينې کانونه: دا کانونه هم په دغه ولايت کې پرېمانه دي او خلک ورڅخه په سنتي او دوديز ډول جزيي کار اخلي.
 ٤-د کاڼو او رېګونو کانونه: په دغه ساحه کې ودانيزې ډبرې، رېګ،  دريابي او غرنى جغل پرېمانه پيدا کېږي او اوسمهال ددغه ولايت د مرکز د چک پانيټونو( د کنټرول ساحو) تړون د زرمست په نامه يوه ساختماني شرکت سره کېدونکى دى او د عوايد ټولونه او د روياليټي ورکړه په نسبتا منظم ډول ترسره کېږي چې د تړون له مخې ياد شرکت په ساحه کې درې چک پانيټه جوړوي او هر کال به د دولت خزانې ته ١٢٥٠٠٠ افغانۍ تحويلوي.
٥-د ګران بيه منرالونو کانونه: د قادس ولسوالۍ اړوند په تيربند پاراپاميزاد شمال کې د ګران بيه منرالونو نښې ليدل شوې دي. پر دې سربېره خلکو په دغه ولسوالۍ کې په بېلابېلو محلونو کې د ګټورو جامدو توکو يو لړ بېلګې ددې ولايت کانونو ادارې ته سپارلې دي چې د ډبرو سکاره، مرمر ډبرې، ابرک، ګرانيټ او... په کې دي، خو د تفحص، اکتشاف او يا استخراج په اړه يې تر اوسه هم څه کار نه دى شوى، بلکى ددې ولايت د کانونو امريت هڅه کوي چې څرګنده کړي پورتني محلات په کره توکه کوم کاني توکي لري.
٦-نفت او ګاز: د قادس ولسوالۍ په ملمنجي سيمه کې د نفتو او ګازو د شتون امکان شته چې له پخوانيو وختونو راهيسې د نفتو او ګازو د څاه ګانو نښې ددې سيمې په ژورو کې ليدل شوي دي. له نښو نښانو څخه داسې ښکاري چې په دغه سيمه کې به نفت يا ګاز شتون ولري، ځکه چې دغه سيمه د هرات- بادغيس د اوبي ډبرو سکارو په نږدې ګاونډ کې موقعيت لري.
 ٧-د مرمرو، ګچو او چونې کانونه: د قادس په ولسوالۍ کې په پراخه کچه شتون لري او خلک يې په سنتي او دوديزه بڼه استخراجوي، د کانونو امريت هڅه کوي چې په قانوني توګه يې تړون لاسليک کړي.
٨-د ډبرو او رېګونو کان : په قادس ولسوالۍ کې د ډبرو او رېګونو کانونه شته چې د چک پاينټ په توګه يې قرار داد شوى دى. ددغه کان قرار داد د بادغيس له عمران ودانيز شرکت سره شوى دى چې دغه شرکت هر کال دولت ته د ٦٨٠٠٠ افغانيو په ورکړه مکلف دى او د کان کار په روانه بڼه مخته ځي.
 ٩-د سرو زرو کان: د ځايي خلکو له خولې د کانونو امريت د معلوماتو له مخې، د ابکمري ولسوالۍ  په کوکچائيل سيمه کې په نږدې  ٢٠ متري ژور والي کې د سرو زرو پوړ شته چې د نيمه ژورو څاګانو د کيندلو په سبب ( ) شوي، خو د کانونو د امر په خبره، تر اوسه په دې برخه کې د کانونو وزارت له خوا کومه سروې نه ده شوې. د پى ارټي دفترونو او موسسو تل په دې اړه لېواليتا ښودله چې په دغه ځاى کې څاه وکني، خو ځايي خلکو د کورنيو او بهرنيو موسساتو له خوا د څاه کيندنې مخنيوى کړى دى.
د پاراپاميزاد تيربند( د سبزک بند لوديځ) په محمد خان سيمه کې د لاجورد، ګرانيت او ځينو نورو کاني توکو بېلګې ليدل شوي او د بادغيس ولايت د کانونو ادارې له دفتر سره شته دي، خو له بده مرغه چې په دغه سيمه کې شته نا امنۍ او وسله وال طالبان د زياتو پلټنو اجازه نه ورکوي، خو بيا هم د کانونو اداره په پلان کې لري چې ډېر ژر ددغې سيمې له کانې محلونو څخه ليدنه وکړي او بېلګې يې واخلي.
 ١-د ګچو او چينې کانونه: د ابکمري ولسوالۍ په پراخه سيمو کې شته، چې خلک يې په سنتي او دوديزه بڼه کاروي او تراوسه پورې يې قرارداد نه دى شوى.
١١-ډبرې او تېږي: په ځينو سيمو کې   ډبرې شته چې د ابکمري ولسوالۍ دچک پانيټونو  تړون هم د زرمست په نامه ودانيز شرکت سره شوى چې دغه شرکت هر کال د دغه کان له درکه دولت ته ١٠٠ زره افغانۍ تحويلوي.
 ١٢-نفت: د مقر ولسوالى په توره شيخ سيمه کې د نفتو کاني نښې ليدل شوې دي چې څو ټکي يې د شتون څرګندونه کوي. احتمال لري چې په دغه سيمه کې په پراخه اندازه نفت او ګاز شتون ولري، ځکه چې ١-دغه سيمه د ترکمستان هېواد سره په پوله پرته ده. ٢-د فارياب او هرات ولايتونو سره نږدې ده او هلته نفتي حوزې شته دي. ٣-شايد د امو سيند نفتي حوزې په دوام پرته وي. ٤-د کشکه حوزه په کې شامله ده او دا چې ددغې سيمې خلک شکايت کوي چې د څښاک اوبو له اړخه له ستونزو سره مخ دي او بد بوى لري او حتى مالونه يې په مخامخ توګه نه څښي. ٥-ددغې ولسوالۍ په نورو برخو کې د نفتو او ګازو د شتون امکان شته(د USGS سروې له مخې)
١٣-ډبرې او رېګونه:
د مقر ولسوالۍ چک پانيټونه د ١٣٩٢ لمريز کال په وروستيو کې د داوطلبۍ لپاره اعلان شوي وو اوبيا له اداري پړاوونو وروسته يوه خصوصي شرکت د1,250,000(يو ميليون دوه سوه پنځوس زره افغانۍ) بيې په مقابل کې بريالى شو، خو د حلقوي سړک پروژې د کار ځنډ او نورو پراختيايي پروژو  په سبب دغې کمپنۍ چمتوالى ونه ښود چې له کانونو وزارت څخه منظوري واخلي او خپل کار ته دوام ورکړي.
دغه چاره ددې سبب شوه چې له شرکت سره تړون لغوه شي او ددې ولايت د کانونو امريت په پام کې لري چې ددغه کان تړون له سره وکړي.
 د بادغيس ولايت نور کانونه:
ددې ولايت په مرغاب ولسوالۍ په ګڼو سيمو کې د نفتو او ګازو د شتون امکان شته او پر دې سر‌بېره په مرغاب کې په خورو ورو سيمو کې د ګچو، چونې ‎، ډېرو او رېګونو کانونه شته، خو دا چې دولت پر دې ولسوالۍ چندان واک نه لري، نو ځکه خو امکان نه لري چې په قرار داد ورکړل شي.
امکان لري چې د جوند ولسوالۍ کې هم پراخه رېګونه، ډبرې، چونه او د ګچو کانونه شتون ولري، خو ددې ولايت د کانونو د امريت د معلوماتو له مخې تر اوسه په دې ولسوالۍ کې د نا امنيو په سبب د هېڅ کوم يوه کان قرار داد نه دى شوى.
  د بادغيس ولايت د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، دغې ادارې په روان مالي کال کې ددې ولايت د کانونو له درکه په ټوله کې ٣٣٨ زره افغانۍ عوايد تر لاسه کړي او دولت خزانې ته يې سپارلي دي. ددغې ادارې په خبره په پام کې لري چې نور کانونو هم قرار داد ته وسپاري او له مخې يې په دغه ولايت کې د عوايد کچه لوړه کړي.
د بادغيس ولايت د کانونو اداره وايي چې څو ځله يې د سمي مکتبونو له لارې ددې ولايت له ټولو ولسواليو نه غوښتنه کړې چې که چېرته ددې ولسوالۍ په اړونده سيمو کې قاچاق روان وي، بايد دغې ادارې ته يې ور وپېژني، څو په اړه يې اقدامات وشي، خو تر اوسه يې دغې ادارې ته په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.