سرپل (پژواک، ١٥ تله ٩٤): سرپل ولايت کې زرګونه کسان له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه راغونډ شوي وو او په داسې حال کې يې لاريون وکړ چې وسلې يې هم له ځان سره لېږدولې.
په دې غونډه او لاريون کې د سرپل له بېلابېلو قومونو شاوخوا شپږ زرو کسانو برخه اخيستې وه هغوى له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ او د وسله والو مخالفينو پر ضد شعارونه ورکول.
په مشرانو جرګه کې د سرپل خلکو استازي محمدعظيم قوياش په دې لاريون کې وويل: "موږ طالبان وروڼه نه بولو، کورني او بهرني طالبان ټول د جنايتکاره پاکستان ګوډاګيان دي."