در حمايت از نيروهاى امنيتى در سرپل گردهمايى صورت گرفت

سرپل (پژواک، ١٥ تله ٩٤): سرپل ولايت کې زرګونه کسان له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه راغونډ شوي وو او په داسې حال کې يې لاريون وکړ چې وسلې يې هم له ځان سره لېږدولې.
په دې غونډه او لاريون کې د سرپل له بېلابېلو قومونو شاوخوا شپږ زرو کسانو برخه اخيستې وه هغوى له امنيتي ځواکونو څخه د ملاتړ او د وسله والو مخالفينو پر ضد شعارونه ورکول.
په مشرانو جرګه کې د سرپل خلکو استازي محمدعظيم قوياش په دې لاريون کې وويل: "موږ طالبان وروڼه نه بولو، کورني او بهرني طالبان  ټول د  جنايتکاره پاکستان ګوډاګيان دي."
دا په داسې حال کې ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي وسله وال طالبان په وار وار وروڼه بلل او اوسنى ولسمشر محمد اشرف غني هغوى وسله وال مخالفين ګڼي.
قوياش وويل: "موږ ټول د امنيتي ځواکونو تر څنګ په بشپړ توان او ځواک ودرېږو او د وينې تر وروستي څاڅکي به له خپل هېواد او ناموس څخه دفاع وکړو.
د سرپل د ولايتي شورا غړي محمد حسين مجاهد هم د خپلې وينا په ترڅ کې دې غونډې ته وويل: "چې وسله وال طالبان جاهل، نادان، موکه غوښتونکي، پردي او د بهرنيانو غلامان دي او د سرپل خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې استازي به يې د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.
همداراز د دغه ولايت د سولې کمېټې او عالمانو شورا رييس مولوي نقيب الله د حکومت پر کړنو نيوکه وکړه او ويې ويل چې ولسمشر غني د سرپل کوهستانو ولسوالۍ پر سقوط او کندوز کې د خلکو د وژلو په اړه خواشيني وښوده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر د طالبانو په لاس د کندوز سقوط د څېړنې لپاره درى کمېسيونونه ګومارلي او ويلي يې دي چې دا موضوع په جدي ډول تعقيبوي.
د سرپل سرپرست والي عبدالجبار حقبين له امنيتي ځواکونو څخه د خلکو له ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې سيمه ييز حکومت به د امنيتي ځواکونو تر څنګ د امنيت ټينګښت په برخه کې ودرېږي.
هغه وويل:  "حکومت اجيرو طالبانو ته اجازه نه ورکوي، څو دغه ولايت کې ناامنۍ رامنځ ته کړي.
د شمال زون د عامه نظم د امن لوا قوماندان حسيب الله قريشي او مل پاسوال محمداصف جبارخېل د سرپل امنيه قوماندان په دې غونډه کې د سرپل اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې تر وروستۍ سلګـۍ به هڅه وکړي څو په سرپل کې امنيت ټينګ شي.
هغوى د سرپل له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د دښمن  پرم نفي تبليغاتو ونه غولېږي.
د ننني سوله ييز لاريون له ډلې څخه، شاوخوا ٥٠٠ کسانو کلاشينکوف، تومانچې او راز راز نورې وسلې او توري له ځانونو سره لېږدول.
د اشرف په نوم يو تن وويل: "ما ځکه وسله اخيستې څو له ناموس او هېواد څخه دفاع وکړم که دولت اجازه راکړي له امنيتي ځواکونو سره يوځاى د جګړې لومړۍ کرښې ته ځم."
دا په داسې حال کې ده، چې د کوهستاناتو ولسوالۍ د روانې اوونۍ په لومړيو کې د وسلوالو مخالفينو لاس ته پرېوته او د تلې ١٣شپه وسلوالو مخالفينو ددې مرکز اړوند په ځينو امنيتي پوستو هم بريدونه وکړل.
دې وضعيت د  سرپل اوسېدونکي اندېښمن کړي ،چې  ځينو يې د ناامنيو له وېرې د سرپل ښار پريښى دى.
 
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.