کندهار (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٤): د کندهار يو شمېر اوسېدونکو د يوې احتجاجي غونډې او لاريون له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ له استخباراتي تفاهم نامې سره مخالفت وښود.
دغه غونډه چې د غبرګولي په ٢٧مه په کندهار ښار کې جوړه شوې وه، په کې د ولسي جرګې او ولايتي شورا يو شمېر غړو، سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړى و.
غونډې ته په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حاجي رحمت الله اڅکزي وويل، د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي تفاهم ليک لاسليک کېدل افغانانو ته د منلو نه دى.