"اگر دوستم از مداخله در حزب دست نکشد، رازهايش را افشا خواهم کرد"

 
مزارشريف (پژواک ٢٩ سلواغه ٩١): د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر وايي، چې جنرال دوستم د خپلو غير مسوولو وسلوالو پر مټ خلک تر خپل اغېز لاندې راوستي او د دغه ګوند د تجزيې لپاه هڅې کوي.
سيد نورالله سادات، چې په مزارشريف کې يې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ځان د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر معرفي کړ، وويل چې په دې وروستيو کې د جنرال عبدالرشيد دوستم په فرمايش او غوښتنه په جنبش ګوند کې اعلان شوي بدلونونه په ککله غندي او ردوي يې.
د روان کال د سلواغې په ۲۶مه، په شبرغان کې د ملي جبهې د ارشد غړي جنرال عبدالرشيد دوستم پر وړاندې په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند ۹ غړي له خپلو ګوندي دندو ګوښه اعلان شول.
په ګوښه شوو غړو کې د جنبش ګوند مشر سيد نورالله سادات هم و.
نوموړي وويل، چې جنرال دوستم د افغانستان د قوانينو له مخې د جنبش ګوند د اساسنامې خلاف د دغه ګوند په چارو کې د خپل نفوذ پر مټ غير قانوني لاسوهنه کړې ده.
نوموړي زياته کړه، جنرال دوستم لا هم په خلکو کې د وېرې له امله نفوذ لري او دغه نفوذ يې د غير مسوولو وسلوالو په شتون کې پيدا کړی دی.
سادات وويل: ((زه د قانون له مخې اووه کسه وسلوال د ساتونکو په توګه لرم، چې ماته بسنه کوي؛ خو جنرال صيب دوستم له دوه سوه وسلوالو څخه هم ډېر لري، چې غير قانوني دي.))
نوموړي زياته کړه، چې د همدغو وسلوالو په زور ترې خلک وېرېږي.
د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزارت بايد په دې اړه کار وکړي، چې ولې يو کس دوه سوه وسلوال ولري؟
د ملي جنبش مشر سادات وويل: "که چېرې جنرال صيب دوستم وسلوال ونه لري؛ نو بيا به يې دا اوسنى نفوذ نه وي. ځيني خلک چې خپلواک فکر لري؛ نو د جنرال صيب د همدې وېرې له امله هم خپل فکر نه شي پاللی؛ مجبورېږي چې هغه پسې روان شي."
نوموړي زياته کړه، که جنرال دوستم له خپل نفوذ او قدرت څخه کار واخلي او ګوند د اساسنامې خلاف بل لوري ته د وړلو هڅه وکړي، نو ښکاره ده چې ګوند تجزيه کېږي.
هغه وويل: "جنرال دوستم بايد د ګوند د تجزيه کېدو عامل نه شي، خو که دغه ډول کړنو ته ادامه ورکړي؛ نو موږ هم مجبور يو، چې له خپله اړخه ګوندي کارونو ته دوام ورکړو. بيا به وګورو، چې څه کېږی."
نوموړي زياته کړه، په داسې حالاتو کې بيا دی اړ دی، چې د جنرال دوستم اصلي څېره افغانانو ته ښکاره کړي، چې څنګه سړی دی.
د هغه په وينا، ډېر خلک به خبر نه وي، ځيني به جنرال دوستم د ښه سړي په توګه پېژني؛ خو دی خبر دی او پوره معلومات لري، چې په تېر ژوند کې يې کومې تېروتنې کړې دي.
سادات وويل: "د جنرال دوستم په اړه داسې معلومات راسره دي، چې د ده په شخصيت هم تاثير لري، د ده په تېر ژوند هم تاثير لري؛ که افشا شي، شايد جنرال دوستم په يو تنګ قانوني چاپېريال کې وساتي."
نوموړي زياته کړه، درې کاله مخکې چې دوستم د افغانستان د قانون له مخې د ګوند د مشرۍ پرېښودو ته مجبور شو؛ نو دی د جنبش ګوند د درېيمې ګنګرې په ازادو ټاکنو د دغه ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.
د هغه په وينا، له همدې ورځې وروسته جنرال دوستم د جنبش ګوند رهبر نه دی او د دغه ګوند په چارو کې د لاسوهنو حق هم نه لري.
سادات وويل، چې د جنبش ګوند له تېرو ۲۱ کلونو سياسي فعاليت کوي او دی ورسره له شلو کلونو راهيسې اړيکې لري، چې له تېرو درېيو کلونو را په دې خوا يې د مشرۍ دنده پر مخ وړي.
له بلې خوا د جنبش ګوند مرستيال او وياند فيض الله ذکي د سادات څرګندونې ردوي او وايي، چې د هغه خبرې غير موجه او له عقدو ډکې دي.
 ده زياته کړه، سيدنورالله سادات د ١٣٨٧ کال له غبرګولي مياشتې څخه د ١٣٩١ کال د غبرګولي تر مياشتې پورې څلور کاله پرله پسې (دوه کاله انتخابي او دوه کاله نور په خپلسري او غير انتخابي بڼه) رياست کړى دى.
د ده په وينا، د ياد ګوند د اساسنامې د لسمې مادې له مخې، هېڅوک نه شي کولى د مرکزي شورا رياست مقام ته پرله پسې له دوه ځلو (هر دوره دوه کاله) زيات ځان کانديد کړي، مګر دا چې تر دوهمې دورې وروسته يې دوه کلنه وقفه نه وي تېره کړي.
ذکي وايي، په همدې بنسټ د ١٣٩١ کال د چنګاښ له مياشتې وروسته د سادات رياست يوه ورځ هم مشروعيت نه لري او له اساسنامې سره سم بايد دوه کاله انتظار وباسي.
هغه زياته کړه، د ګوند د عمومي مجمع تر دايرېدو پورې عزيزالله کارګر د مرکزي شورا د سرپرست په توګه د ګوند د سياسي کمېټې له لوري ټاکل شوى، چې له مرکزي شورا وروسته د مشرتابه تر ټولو لوړ مقام دى.
دى وايي، جنرال دوستم ته د دغې پرېکړې نسبت ورکول يوه مغالطه ده او هېڅ اساس نه لري.
د هغه د معلوماتو له مخې، د وسلوالو ځواکونو د اعلى قوماندانۍ د رييس ارکان په توګه د جنرال دوستم محافظت د ولسمشر په حکم د مهمو کسانو د قطعې د محافظت له خوا ترسره کېږي؛ دا وسلوال د نظام په دننه او د وسلوالو ځواکونو په ريفورم کې شامل کسان دي.