Kandahar City needs 300-km roads: mayor

 
کندهار (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢): د کندهار ښاروال وايي، چې که څه هم په تېر او روان کال کې يې په کندهار ښار کې ٤٠ کيلومتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، خو لا هم دغه ښار نږدې ٣٠٠ کيلومتره پخو سړکونو جوړولو ته اړتيا لري.
کندهار ښاروال محمدعمر عمر له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دې وروستيو کې د کندهار ښار نفوس ١،٥ ميليونه تنو ته لوړ شوى او دغه راز د ناحيو شمېر چې پخوا لس و، اوس ١٥ ته پورته شوى دى.
هغه زياته کړه، دا چې د پخوا په پرتله د کندهار ښار نفوس ډېر زيات شوى، نو دا هم ستونزمنه شوې، چې د ښار حدود وټاکل شي، خو پر دې چاره کار روان دى او ډېر ژر به د ښار حدود هم وټاکي.
د نوموړي په وينا، د نفوس له ډېروالي سره جوخت د خدماتي چارو پراختيا مهمه غوښتنه ده او دا مهال د کندهار ښار د اوسېدونکو عمده اړتياوې پاخه سړکونه، پلې لارې، لښتي، د کاناليزاسيون سيسټم او نور دي.
دى وايي، ټاکل شوې  کندهار ښاروالي سږ کال يو ميليارد عوايد ترلاسه کړي، خو د کندهار ښار نفوس ته په کتو دا ډېره کمه بوديجه ده، چې هغوى دې پرې دومره لوى شمېر خلکو ته کافي خدمات ورسوي.
ښاروال وويل: "تېرو دوولسو ديارلسو کلونو ته په کتو بيا هم دا د عوايدو لوى رقم دى، چې کندهار ښاروالي يې د صفايي له ټکسونو او د نورو ماليو له لارې ترلاسه کوي."
د هغه په خبره، کندهار ښاروالي په ١٣٩١ لمريز کال کې په کندهار ښار کې د نږدې ٣ سوه ميليونه افغانيو په ارزښت پروژې پلې کړې، چې په کې ٢٥ کيلومتره پاخه سړکونه، پلې لارې، پلچکونه او نور شامل وو.
نوموړي زياته کړه، چې د روان ١٣٩٢ لمريز کال په روانو شپږو مياشتو کې يې په ورته پروژو ١٩٧ ميليونه افغانۍ لګولې، چې په کې د ښار د ١٥ کيلومتره سړکونو جوړول هم شامل دي.
عمر د ټکسونو د راټولو په برخه کې وويل، چې ښاروالي لا هم په دې برخه کې له ستونزو سره مخ ده، چې د خلکو، دولتي ادارو او پوليسو نه همکاري يې مهم لامل دى.
دى وايي، د ښاروالۍ عوايد له ٥٠ څخه د زياتو سرچينو له لارې ترلاسه کېږي ، چې د صفايي ټکس، د کار د جوازونو ټکس، د مهندسي نقشو ټکس او د ښار په دخولي دروازو کې د مالونو پر سر اخيستل کېدونکى ټکس يې تر ټولو مهم دي.
خو د عمر په وينا، په دې برخه کې عمده ستونزې دا دي، چې خلک پر وخت خپلې ماليې ښاروالۍ ته نه ورکوي، دغه راز پوليس د ښار په دخولي دروازو کې د مالونو پر سر د ټکس اخيستو پر مهال د سرغړوونکو پر وړاندې د ښاروالۍ له مامورينو سره لازمه همکاري نه کوي.
ښاروال يو شمېر دولتي ادارې هم د ټکس په برخه کې په نه همکارۍ تورنې کړې او ويې ويل، چې په دې برخه کې د کندهار ګمرک رياست د ښاروالۍ نږدې ١٨ ميليونه افغانۍ پوروړى دى.
نوموړي د دې تر څنګ په کندهار کې په خپلسرې توګه د ودانيو جوړول هم د ښاروالۍ پر وړاندې لويه ستونزه وګڼله او ويې ويل، چې يو شمېر زورواکي کسان د دې لپاره چې د ښاروالۍ له ټاکلو اصولو او قوانينو تېښته وکړي، د شپې له پلوه د ودانيو د جوړولو کار کوي، خو هغوى يې مخه نيولې ده.
دى وايي، تر دې وړاندې چې په کندهار ښار کې کوم سوداګريز مرکزونه، مارکېټونه او ودانۍ جوړې شوې، نو پارکينګ، شنه ساحه او تشنابونه په کې په پام کې نه دي نيول شوي، خو ښاروالۍ له تېرو دريو کلونو راهيسې په دې برخه کې جدي کار پيل کړى او تر هغه چې په يوه ودانۍ کې دغه اسانتياوې په پام کې نه وي نيول شوي، د کار اجازه نه ورکوي.
عمر د کندهار د ښاري نظم په اړه وويل، چې په دې وروستيو کې پر يوه پلان کار کوي، چې له مخې د ښار په ځانګړو برخو کې د وچې او لندې مېوې مارکېټونه، د فلزکارانو، د موټرونو د جوړولو د مستريانو او نورو لپاره ځانګړي ځايونه په پام کې نيول شوي دي.
نوموړي په کندهار ښار کې د ځمکو غصب يوه له جدي ستونزو وبلله او ويې ويل، چې زورواکي او نور په چل او فرېب لا هم دولتي ځمکې غصبوي، خو هغوى يې د مخنيوي لپاره خپل اقدامات چټک کړي دي.
هغه وويل، د روان کال په شپږو مياشتو کې يې تر ٥ زره جريبه زياته ځمکه له غصب څخه راګرځولې او دا لړۍ دوام لري.
نوموړي دغه راز خبر ورکړ، چې په دغه ولايت کې يې د ځمکو د نږدې دوه سوه غاصبينو لېسټ چمتو کړى او ولسمشر ته يې د افشا کولو په موخه لېږلى دى.
ښاروال د ښاروالۍ د پرسونل او خدماتي چارو په اړه وويل، چې اوسمهال يې د مامورينو او کار کوونکو شمېر تر ٩٠ سلنه پوره کړى، چې ډېر په کې سودا لرونکي ځوانان پر دندو ګومارل شوي دي.
عمر د خدماتي چارو د ګړندي کولو په موخه د ښاروالۍ په ودانۍ کې د معلوماتي مرکز د جوړېدو خبر ورکړ، چې د مراجعينو پر مخ به خلاصه دروازه ولري او يو کاونټر سيسټم به ولري، چې د ښاروالۍ د ټولو ادارو، تنظيف، ناحيو، املاک، انجنيرۍ او نورو څانګو مامورين به پکې د خلکو پر وړاندې کارونه تر سره کوي او اړوند فايلونه به پکې ايښي وي.
دى وايي، په دې توګه به خلک له سرګردانۍ وژغورل شي او د خلکو ټول کارونه به په همدې يوه ځاى کې د هغوى پر وړاندې تر سره کېږي، چې په دې توګه به هم د فساد او هم په کارونو کې د ځنډ مخه ونيول شي.
ښاروال وويل، دا مهال د دغې ودانۍ د جوړولو ٤٠ سلنه چارې تر سره شوې او تر راتلونکو دوو مياشتو به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.