برخى موسسات مربوط به زنان در ننگرهار فعاليت غيرقانونی دارند

 
جلال اباد(پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني وايي، چې په دغه ولايت کې يوشمېر موسسې د ښځو په برخه کې د دوى د رياست له اجازې پرته غيرقانوني فعاليت کوي.
د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د لېندۍ په ٢٠مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل، داسې ادارې شته ،چې له ډونرانو پيسې اخلي او پرته له دې چې رياست په جريان کې کړي، کارونه ترسره کوي.
هغې زياته کړه: ((دوى ځکه د ښځو چارو رياست نه په جريان کې کوي، چې موږ يې بيا کارونه څارو او هغوى نه غواړي ، چې کارونه يې وڅارل شي او فساد يې په ډاګه شي.))
نوموړې وايي، د ښځو چارو رياست قانوني حق لري، څو دښځو په برخه کې،چې هره مرستندويه موسسه کار کوي، له کارونو يې څارنه وکړي.
انيسې وويل، چې د دې ډول موسسو مسوولينو په کارونو کې د خپلو کورنيو غړي ګومارلي او ټولې پيسې د هغوى جېبونو ته لوېږي.
د ښځو چارو رييسې که څه هم د کومې موسسې نوم په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه، چې دغه موسسې په لرې پرتو سيمو کې د ښځو لپاره تش په نوم ورکشاپونه او روزنيز پروګرامونه جوړوي، پيسې يې جېب ته اچوي، خو په حقيقت کې هېڅ نه وي.
عمراني زياته کړه، چې پخوا يې هم په دې اړه د ولايت مقام ته شکايت کړى او ډېر ژر به يو ځل بيا د ولايت او مرکز په کچه دا ډول شکايت وکړي.
نوموړې دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د ننګرهار يوشمېر ښځې شکايت کوي، چې د ښځو چارو د رياست ټول کارونه په روابطو روان دي.
د جلال اباد اوسېدونکې ناجيه په ښځو چارو رياست کې د فساد خبره کوي او وايي، چې د ښځو چارو رياست يواځې هغه ښځې ورکشاپونو او نورو امتيازي غونډو ته رابولي کومې چې له دوى سره اړيکې لري.
هغې زياته کړه: ((هماغه په شمار تکراري ښځې دي هر ورکشاپ کې دوى حاضرې وي، بس دا د رييسې د ترور لور ده او دا د بلې صاحبې خپلوانه ده.))
د نوموړې په وينا، په دې وروستيو کې دځينو ښځو لپاره په ښار کې د کوپون سيستم د درېيو مياشتو لپاره جوړ شوى، خو له بده مرغه هغه ښځې، چې مستحقې دي، نه دي په کې شاملې شوي، يواځې د ښځو چارو رياست مامورينې او د هغوى خپلوانې په کې دي.
خو د ننګرهار د ښځو چارو رييسه بيا ټوله پړه پر هغو ادارو اچوي کومې، چې د ښځو په برخه کې کار کوي، نوموړې وايي، ورکشاپونو او نورو غونډو ته د ښځو رابلل د دوى کار نه دى، کومه اداره چې ورکشاپ دايروي هغه په خپله کسان هم راغواړي.
هغې زياته کړه: ((پاتې شوه دکوپون خبره، سمه ده زموږ مامورينو هم اخيستي خو دوى هم غريبانې دي او داسې هم نه ده چې ټول دوى اخيستى.))