"ناقانونه وسله وال په سمنګانو کې د نا امنۍ لامل شوي "

 
مزارشريف (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): د سمنګان والي وايي، چې په دغه ولايت کې وسله وال طالبان نشته، خو ناقانونه وسله وال وخت ناوخته ناامنۍ رامنځته کوي.
والي، خيرالله انوش د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په سمنګانو ولايت کې د عامو خلکو د ملاتړ او مرکزي دولت د همکاريو په پايله کې امنيت تر ډېره ښه شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((په روانو حالاتو کې زه په پوره يقين سره وايم، چې په سمنګانو کې يو وسله وال طالب هم نشته، خو په ځينو سيمو کې د غير مسوولو وسله والو له شتون څخه هم انکار نه شم کولی.))
د هغه په وينا، دغه غير مسوول وسله وال په پخواني قوماندانانو پورې اړوند کسان دي او اوس هم له سياسي ملاتړه برخمن دي.
انوش د يادو کسانو د نومونو او سياسي تړاو په اړه څه ونه ويل، خو د بېلګې په توګه يې د سمنګان ولايت د دره صوف پايين ولسوالۍ د ګوله سيمې يادونه وکړه، چې په کې غير مسوول وسله وال شته دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه سيمه د ولايت له مرکزه ۲۰۰ کيلومتره واټن لري، همدا لامل دى چې تر بشپړ کنټرول لاندې نه راځي.
د سمنګانو والي همداراز په دغه ولايت کې د پردې تر شا د وسله والو فعاليتونو يادونه هم وکړه، چې وخت ناخته په کې ترسره کېږي؛ خو په اړه يې ډېر معلومات ورنه کړل.
نوموړي په دغه ولايت کې د دولتي او غيرې دولتي ځمکو غصب هم يوه ستونزه وبلله؛ خو پر وړاندې يې د جدي مبارزې د پيل يادونه هم وکړه.
د هغه په وينا، په ياد ولايت کې ۱۴۰زره جريبه ځمکه غصب شوې، چې ډېرى يې څر ځايونه دي.
انوش وويل، چې تر دې دمه يې له ۷۵ سلنه غاصبينو ځمکې بېرته ترلاسه کړې، چې په ولسواليو کې يې د مالدارانو څر ځايونه غصب کړي وو.
نوموړي زياته کړه، چې مرکز ته يې د ۲۹ غاصبينو لېست هم استولی او د ځمکو د غصب پر وړاندې يې مبارزه هم په جدي توګه روانه ده.
والي که څه هم په دغه ولايت کې د بيارغونې له ترسره شوو چارو راضي وو، خو له مرکزي دولت څخه يې د ولسواليو د لارو پخېدو او د څښاک د اوبو د ستونزو د حل جدي غوښتنه وکړه.
نوموړي د پوهنې د روان بهير په اړه وويل، دغه ولايت ۲۹۰ ښوونځي لري او ۵۰ سلنه يې ودانۍ نه لري.
د هغه په وينا، په دغو ښوونځيو کې ۱۱۰ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې ۳۵سلنه يې نجونې دي او ۲۳۰۰ ښوونکي په کې پر ښوونه بوخت دي.
والي وويل، چې د روان کال په اوږدو کې به د سويډن په مالي مرسته ۱۳ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.
انوش د روغتيا په برخه کې وويل، چې د ولايت د مرکز ايبک ښار په ګډون په روی دو اب ولسوالۍ کې مجهز روغتونونه موجود دي او د ولايت پاتې پنځه ولسوالۍ کلينيکونه لري، چې له امله يې روغتيايي چارې ښې پر مخ ځي.
نوموړي همداراز د ايبک ښار د برېښنا په اړه وويل، چې په دې وروستيو کې ۱۶مېګاواټه ترانسفرمر لګولی، چې دوی يې تر دې دمه يواځې د ۳ مېګاواټه برېښنا په مصرفولو بريالي شوي دي.
همداراز په ايبک ښار کې څه کم ۱۱کيلومتره سړکونه پاخه شوي او په روان کال کې د ۶۰ کيلومتره سړکونو د قير کېدو چارې پيلېدونکې دي.
د سمنګان والي د ولايت په مرکز کې د دولتي ودانيو په اړه وويل، چې د دولتي ادارو ۹۵ سلنه ودانۍ جوړې شوې خو د څښاک د اوبو ستونزه يې جدي وبلله.
د هغه په وينا، که په دې وروستيو کې د دغه ولايت له خرم او سارباغ ولسوالۍ څخه ايبک ښار ته د ۳۴ کيلومتره د اوبو پايپ لاين د غځولو چارې پيل کړې؛ خو دغه پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړېږي.
والي خيرالله انوش وويل، هيله من دي، چې د مرکزي دولت د همکارۍ په نتيجه کې د څښاک د اوبو د ستونزې د حل په موخه روانه پروژه له ټاکلي وخت مخکې بشپړه شي.
نوموړي همداراز د بندونو د نه جوړېدو له امله د کرنيزو اوبو کمښت هم جدي ستونزه وګڼله.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې اب کلى، مغل او قچن دره په نومونو د کرنيزو اوبو درې ستر بندونه لري، چې په پوره توګه بيارغونې ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، چې اب کلی د اوبو بند د روی دو اب او حضرت سلطان ولسواليو تر منځ موقعيت لري، چې تر کار لاندې دی.
همداراز د مغل بند په فيروز نخچير ولسوالۍ کې دی، چې که ورغول شي نو د همدې ولسوالۍ د کرنيزو اوبو ستونزه په پوره توګه حل شي.
د قچن درې د اوبو بند د خرم و سارباغ ولسوالۍ او ايبک ښار ترمنځ پروت دی، چې په بيارغونه به يې د همدغو سيمو د کرنيزو اوبو ستونزه حل شي.
والي له مرکزي دولت څخه د يادو بندونو د بيارغونې په اړه د جدي ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي همداراز د ولسواليو د لويو لارو نه پخول تر ټولو جدي ستونزه وګڼله، چې د دغه ولايت په عوايدو يې منفي اغېز کړی دی.
د هغه په وينا، سمنګان د مرکز ايبک ښار په ګډون شپږ ولسوالۍ لري، چې لارې يې لا نه دي جوړې شوې.
 انوش وويل، چې په دغه ولايت کې د ډبرو سکرو د کانونو له لارې په منځنۍ کچه ۸۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کېږي، خو د لارو د نه قيرېدو له امله د دغو عوايدو د تر لاسه کېدو چارې ټکنۍ دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ولايت په دره صوف بالا، دره صوف پايين او روی دو اب ولسواليو کې د ډبرو سکرو کانونه دي، چې لارې قير شوې نه دي.