سادات: حزب جنبش جزء جبهه ملی نيست

 
مزارشريف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر وايي، چې دی د ملي جبهې غړی نه دی او نه يې هم ګوند د دې جبهې جزء دی.
د روان کال د سلواغې په ۲۶مه په شبرغان کې د ملي جبهې د يوه مهم غړي جنرال عبدالرشيد دوستم په ګډون په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند ۹ غړي له خپلو ګوندي دندو ګوښه اعلان شول.
په ګوښه شوو غړو کې د جنبش ګوند مشر سيد نورالله سادات هم و.
خو سيد نورالله سادات، چې په مزارشريف کې يې له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه ځان د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر معرفي کړ، وويل: ((جنبش ملي اسلامي ګوند د ملي جبهې جزء نه دی، جنرال صيب دوستم د جنبش ګوند د استازي په توګه نه، بلکې د يو شخص په توګه د دې جبهې غړی کېدی شي.
زه د جنبش ګوند د مشر په توګه له ملي جبهې سره کومې اړيکې نه لرم.))
د هغه په وينا، په روانو حالاتو کې هغه څه چې دوی د افغانستان او د جنبش ګوند لپاره غواړي د ملي جبهې په چوکاټ کې ورته نه ښکاري.
سادات وويل: ((که جبهه په دې فکر کې وي، چې له خپله منځه څوک کانديد ولري او دا تمه هم کوي، چې د افغانستان ولسمشر به شي نو زه باور نه لرم. زه مستقل فکر لرم، د داسې کانديد په اړه فکر کوم، چې په افغانستان کې ملي يووالي ته کار وکړای شي او د وطن ملي ګټې دې خوندي کړای شي.))
نوموړي زياته کړه، ښايي د ده او د جنرال دوستم د وروستيو اختلافاتو يو لامل د ده د فکر خپلواکي هم وي، چې له ملي جبهې سره همغږيتوب نه لري.
د هغه په وينا، هر ګوند مکلف دی، چې د افغانستان د قوانينو په رڼا کې اساسنامه ولري او د همدې اساسنامې په رڼا کې خپل سياسي فعاليتونه وکړي او جنبش ګوند همداسې کوي.
سادات وويل، چې د دغه ګوند په اړه په شبرغان کې وروستۍ ناسته د ګوند د اساسنامې خلاف عمل و.
نورالله سادات د شبرغان ناسته په کلکو ټکو وغندله او د افغانستان د قوانينو او د دغه ګوند د اساسنامې خلاف عمل يې وباله.
نوموړي زياته کړه، چې جنرال دوستم په سيمه کې غير مسوول وسلوال لري، چې خلک ترې وېرېږي؛ نو د خپل نفوذ له امله په جنبش ګوند کې د تجزيه کېدو تر حده غير قانوني لاسوهنه کوي.
هغه د ملي جبهې د وياند فيض الله ذکي د وروستيو هغو څرګندونو په اړه، چې د ده په اړه يې کړې وې زياته کړه، سمه ده چې له تېرو دېرشو کلونو له جنرال دوستم سره پېژني خو د هغه په وجود کې چې کومې خطاوې شته، انکار ترې نه شي کولی.
د هغه په وينا، د دغو معلوماتو د په ډاګه کولو مجبور دی، چې د خپل ګوند له غړو او پلويانو سره مشوره وکړي، خو وايي چې لا يې د څرګندولو وخت نه دى.
سادات وويل، جنبش ګوند له تېرو ۲۱ کلونو په افغانستان کې سياسي فعاليت کوي، له تېرو شلو کلونو راهيسې يې دی غړيتوب لري، چې په کې د بېلابېلو دندو د له ترسره کولو وروسته له تېرو درېيو کلونو يې مشري پر غاړه لري.
له بلې خوا د جنبش ګوند مرستيال او وياند فيض الله ذکي د سادات څرګندونې ردوي او پژواک ته وويل، چې د هغه خبرې غير موجه او له عقدو ډکې دي.
ده زياته کړه، سيد نورالله سادات د ١٣٨٧ کال له غبرګولي مياشتې څخه د ١٣٩١ کال د غبرګولي تر مياشتې پورې څلور کاله پرله پسې (دوه کاله انتخابي او دوه کاله نور په خپلسري او غير انتخابي بڼه) رياست کړى دى.
د ده په وينا، د ياد ګوند د اساسنامې د لسمې مادې له مخې، هېڅوک نه شي کولى د مرکزي شورا رياست مقام ته پرله پسې له دوه ځلو (هر دوره دوه کاله) زيات ځان کانديد کړي، مګر دا چې تر دويمې دورې وروسته يې دوه کلنه وقفه نه وي تېره کړي.
ذکي وايي، په همدې بنسټ د ١٣٩١ کال د چنګاښ له مياشتې وروسته د سادات رياست يوه ورځ هم مشروعيت نه لري او له اساسنامې سره سم بايد دوه کاله انتظار وباسي.