Corruption rampant in Balkh: HOOAC

 
مزارشريف )پژواک ٢٢ تله ٩١): د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبازرې رييس وايي، چې د بلخ ولايت د نورو کارونو د پرمختګ ترڅنګ اداري فساد هم ډېر پرمختګ کړى دى.
دا څرګندونې په مزارشريف كې د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د كمېسيون مشر شمس الله جاويد له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه كې وويل، چې په شمال كې هم د هېواد د نورو سيمو په څېر په لوړه كچه اداري فساد شتون لري.
نوموړي د شمال په نهو ولايتونو كې د دولتي او غير دولتي ځمكو غصب د فساد له ټولو سترې بېلګه په ګوته كړې ده.
د هغه په وينا، د شمال په كچه بلخ هغه ولايت دى، چې د دولتي او غير دولتي ځمكو غصب په كې ډېر شوى دى.
جاويد زياته کړه: ((په بلخ كې د ځمكو غصب په درېيو برخو وېشلى شو؛ د يوې دولتي ادارې له خوا د بلې دولتي ادارې د ځمكو غصبول، د زورواكو له خوا د دولتي ځمكو غصب او د خلكو له خوا د خلكو د ځمكو غصب.))
نوموړي زياته كړه، چې د ځمكو د غصب په لړ كې د غير قانوني ښارګوټو جوړول هم شامل دي او دغه ډول په بلخ ولايت کې هم ډېر جوړ شوي دي.
د هغه په وينا، په دغه ولايت كې نږدې ۶۰ ښارګوټي جوړ شوي، چې يواځې ۸ يې قانوني او پاتې ۵۲ يې غيرقانوني جوړ دي.
همداراز د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس وويل، چې په بلخ ولايت كې د صنعتي پاركونو ساحې هم غصب او خلكو ته وېشل شوې دي.
نوموړي د بېلګې په توګه د مزارشريف ښار د شپږمې ناحيې يادونه وكړه، چې د صنعتي پاركونو ډېره برخه ساحه په كې غصب شوې او نږدې ۳۰۰ كورونه پرې جوړ شوي دي.
د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس د بلخ ولايت په دولتي ادارو كې هم د فساد له شتون څخه پرده پورته كړه.
نوموړي زياته كړه: ((دلته هم له عادي دولتي مامور څخه واخله تر لوړ پوړو چارواكو پورې په فساد كې ښكېل دي.))
هغه د فساد په ښكاره بېلګو كې د ګمرك يادونه وكړه او همداراز يې وويل، چې د بلخ ولسوالۍ پر كمربند، د شبرغان او مزار پر لويه لاره د ښاروالۍ په نوم داسې غرفه درول شوې، چې له موټرو څخه غير قانوني پيسې اخلي.
خو د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس وويل، چې په بلخ ولايت كې د فساد پر وړاندې په روانه مبارزه كې ورسره د بلخ والي عطا محمد نور مرسته كوي.
نوموړي زياته كړه، چې د بلخ ولايت له مقام څخه پرته نوره كومه داسې اداره نشته، چې په فساد كې ښكېله نه وي.
د هغه په وينا، ځيني داسې دولتي تخريبونكي چارواكي هم شته، چې هڅه كوي، د فساد پر وړاندې د مبارزې د مسوولينو او د بلخ ولايت مقام تر منځ ستونزې راولاړې كړي.
شمس الله جاويدوايي: ((يو شمېر كسان، چې پوهېږي، په فساد كې ښكېل دي او د فساد له څېړلو يې شخصي ګټې زيان ويني؛ نو هڅه كوي، چې موږ ته ستونزې را پيدا كړي.))
د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رييس په بلخ ولايت له دولتي ادارو د فساد پر وړاندې له روانې مبارزې سره د مرستې په برخه كې هم سر وټكاوه.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه ولايت كې ځينې دولتي ادارې شته، چې د فساد له څېړنې تېښته كوي.
هغه د بېلګې په توګه د كرنې رياست، د مزارشريف ښاروالۍ او د بلخ ولايت د محكمې يادونه وكړه، چې له دوى سره د اداري فساد اړوند د دوسيو په څېړنو كې ناغېړي كوي.
د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس په شمال زون كې د اداري فساد د پرمختګ د لاملونو په اړه وويل، چې په ټولنه كې د اداري فساد د قانون په اړه د پوهې د كچې ټيټوالى، په نفس بې باوري، د هېواد د سياسي راتلونكي په اړه ناهيلي توب، د ملكي خدمتونو د ادارو د كاركوونكو د معاشونو كموالى او پر اداري فساد بدنامو كسانو ته د جزا نه وركول هغه څه دي، چې په شمال زون كې يې د اداري فساد كچه لوړه كړې ده.
خو نوموړي په دغه زون كې د خپلو لاسته راوړنو په اړه زياته كړه، چې په شمال زون كې يې پر اداري فساد يو شمېر تورن كسان پېژندلي، چې په نږدې راتلونكي كې به يې قانون ته وسپاري.