مزارشريف (پژواک ٢١ ورى ٩٢): د شمال او شمال ختيځ زون د سرحدي پوليسو قوماندان وايي، چې د سرحد په اوبي برخو کې د ستونزو تر څنګ په دغه زون کې د سرتېرو د تشکيل له کمښت سره مخ دي.
په مزارشريف کې د شمال او شمال ختيځ زون د سرحدي پوليس د پنځم نمبر قول اردو قوماندان جنرال محمد زمان مموزي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د هېواد د نورو سرحدونو په څېر د شمال زون سرحدونه هم په پوره توګه خوندي نه دي.
نوموړي زياته کړه، دوی که څه هم په شمال زون کې د پولې په وچو برخو کې له کومې ځانګړې ستونزې سره نه دي مخ، خو له امو سيند سره پر پوله ستونزې ورځ تر بلې زياتېږي.
د هېواد شمال زون، د فارياب له قيصار ولسوالۍ څخه د بدخشان تر زېباک ولسوالۍ پورې له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چين، جمو کشمير او د ډيورنډ کرښې سره ۲۵۲۳ کيلومتره پوله لري.
جنرال مموزي وويل، چې په ياد واټن کې دوی له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ۱۵۰۰ کيلومتره اوبي پوله لري، چې په همدې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه: ((زموږ د وروستيو معلوماتو له مخې، له کلونو کلونو راهيسې امو سيند د افغانستان لوري ته د هر کال په اوږدو کې تر پنځو کيلومترو پورې خاوره لاندې کوي، چې په ډېرو برخو کې زموږ پوله د جزيرې په توګه د سيند په منځ او يا هم له سيند څخه اخوا پاتې ده.))
د هغه په وينا، په تخار کې د درقد ولسوالۍ د امو سيند په منځ کې د ټاپو په توګه پرته ده، د بلخ په کلدار او شورتپې ولسوالۍ کې د ټاپو په توګه سيمې لرو او د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ډېرې داسې سيمې شته، چې زموږ پوله په کې له امو سيند څخه اخوا پاتې ده.
د شمال زون سرحدي قوماندان وويل: ((د يو هېواد سرحد د يو کور د کلا د دېوال حيثيت لري، څومره چې د کلا دېوال مضبوط او دنګ وي، همداسې به د کور انګړ په امن کې وي.))
نوموړي زياته کړه، چې په شمال زون کې پر امو سيند پوله، که څه هم له کومې ځانګړې پوځي ستونزې سره نه ده مخ، خو په غير طبيعي توګه تر داسې ګواښ لاندې ده، چې د طبيعي ګواښ په توګه ورته کتل کېږي.
د هغه په وينا، د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان لوري ته د امو سيند په اوږدو کې د جوړو شوو استنادي دېوالونو او جنګي بېړيو له امله د اوبو فشار د افغانستان په لوري دی او هره شېبه زيان اړوي.
جنرال مموزي وويل، له همدې امله وخت ناوخت هغه افغانان، چې له امو سيند پورې غاړې يا هم د سيند په منځ کې ټاپوګانو ته خپلو ځمکو ته ځي نو د پولې اخوا هېوادونو ساتونکي ورباندې ډزې کوي.
نوموړي د بېلګې په توګه د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې د درېيو وژل شوو افغانانو يادونه وکړه، چې د ازبکستان له خوا په ټاپو کې وژل شوي و.
د هغه په وينا، دولت بايد د هېواد د شمالي اوبي پولو ته پام وکړي، که نه ژر ده، چې په دې برخه کې له لا ډېرو جدي ستونزې سره مخ شو.
د شمال زون سرحدي قوماندان همداراز په پوله کې د افغان سرتېرو کمښت هم جدي ستونزه وګڼله.
نوموړي د سرحدي ځواکونو ټاکلی شمېر په ډاګه نه کړ خو زياته يې کړه: ((که چېرې د پولې په اوږدو کې يو سرتېری ودرول شي، نو ممکن د هرو دوه کيلومتره سرحد ساتنې لپاره يو سرتېری ولرو، چې خورا کم شمېر دی.))
د هغه په وينا، په هرو ۲۰ کيلومترو کې يوه سرحدي پوسته لري، چې په ډېری سيمو کې د اسانتياوو د نشتوالي له امله د پوستو تر منځ تګ راتګ هم ناشونی دی.
جنرال مموزي وويل، چې په شمالي سرحدونه کې د سړکونو نشتوالی، پر غرنيزو سيمو د اسانتياوو د نه شتون له امله تګ راتګ، د هوايي ځواک، رادار او د ترسدي برجونه نشتوالی هغه ستونزې دي، چې وخت ناوخت يې لا امله له ستونزو سره مخ کوي.
خو نوموړي زياته کړه، چې د شته ستونزو سربېره يې د تېر کال په اوږدو کې د ياد وړ لاسته رواړنې لرلې.
د هغه په وينا، د تېر کال په اوږد کې له شمالي پولو څخه د وسلو د قاچاق ټولې مخې نيول شوې وې، چې د قاچاق يو راپور هم نه لري.
همداراز، درې ځان وژونکي بريدګر او څه کم ۵۰ کيلوګرامه نشه يي توکي يې د سرحد په اوږدو کې نيولي دي.
د شمال زون سرحدي قوماندان د پولې په اوږدو کې له وسله والو مخالفينو سره د شوو جګړو په اړه وويل، چې د دوو پاکستانيانو په ګډون يې ۵ مخالفين ژوندي نيولي او ۱۵ نور يې وژلي دي او مړي يې د نښتې په سيمه کې پاتې وو.
نوموړي زياته کړه، چې ۸۵ د وسايط ضد ماينونه يې نيولي او له ۲۰۰ څخه ډېر يې شنډ کړي دي.
مموزي د هېواد د شمالي پولو ساتنه خوار مهمه وګڼله او له دولت څخه يې دغه اړخ ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.