يک باشندۀ بلخ موفق به ساختن ماشين بادی کشيدن آب شد

 
مزارشريف (پژواک ١٨ مرغومى ٩١): لومړى ځل دى چې په بلخ ولايت کې يوه کروندګر د خپلو ځمکو د خړوبولو لپاره د بادي انرژۍ په وسيله د اوبو رايستلو ماشين جوړ کړى دى.
دغه ماشين د يوې پكې په وسيله څرخي، پکه په اوږدې اوسپنيزې پايې پورې تړلې، چې په تاوېدو سره يې هغه پمپ، چې د پايې په ښكتنۍ برخه كې د ځمكې سطحې ته نږدې نصب شوى، اوبه راباسي.
د باد، پكه د ځمكې له سطحې اته متره جګه نصب شوې، چې له څرخېدو سره يې پمپ په حركت راځي، څومره چې د باد په وسيله پكه تېزه چلېږي، هومره پمپ له ځمكې ډېرې اوبه راباسي.
د دغه ماشين جوړونكى عبدالرحيم وايي، چې دغه ماشين يې اته كاله وړاندې جوړ كړى او تر دې دمه ترې كار اخلي.
نوموړى د شورتپې ولسوالۍ اوسېدونكى دى؛ اوسمهال په مزارشريف كې د فلزكارۍ هټۍ لري، چې د همدې هنر له لارې يې د اوبو را ايستو د ياد ماشين جوړېدو ته فكر شوى دى.
هغه د مرغومي په ۱۸مه له پژواك خبري اژانس سره په ځانګړې مركه كې د ياد ماشين د جوړېدو د طرحې په اړه وويل: ((شل پنځه ويشت كاله كېږي، چې همدا كار كوم، مجبوريت راباندې دا هر څه زده كړي، زما كار له همدې ارابو او اوسپنو سره دى، چې څه ډول يې تاووې هماغسې تاوېږي، ما د ځمكې په لور تاو كړ، اوبه يې راوايستې.))
نوموړى وايي، دغه ماشين درې برخې لري، پورته سر كې يې پكه ده، چې اوسپنيزې پرې لري، پكه د برېښنا پايې ته ورته د اوسپنيزې پايې پر مټ ولاړه ده او درېيمه برخه يې د اوبو را ايستو پمپ دى، چې ځمكې ته ښكته شوى دى.
د هغه په وينا، د پمپ په وسيله را ايستونکې اوبه ماشين ته نږدې په جوړې شوې ذخيره كې راټولېږي، چې بيا يې هر ډول كارولى شي.
رحيم وويل، د ده مسلک د ژرندو او يو شمېر كرنيزو اوسپنيزو وسايلو جوړول دي، چې د همدغه په ترڅ کې يې دغه ماشين ته پام شو او د شپږو مياشتو په ترڅ كې په دې وتوانېد، چې د ياد ماشين په جوړولو کې بريالى شي.
نوموړي زياته كړه، چې دغه ماشين په هغو سيمو كې ښه كار كولى شي، چېرې چې باد ډېر چلېږي.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت خورا پراخې دښتې دي، تېز بادونه لري، له همدې امله په دغه ولايت كې ياد ماشين ښه نتيجه وركولى شي.
نوموړى دمګړى له دغه ماشين څخه د حيرتان دوه لارې او حيرتان ښارګوټي ترمنځ د تازه اميد په نوم ښارګوټي كې د خپلې لسګونه جريبه للمي ځمكې د خړوبولو په موخه كار اخلي.
نوموړي، چې د همدغه ماشين په وسيله په اوبه كړې واړه پټي كې يې كار كاوه، وويل، چې دغه ماشين په ۲۴ ساعتونو كې ۲۰۰ متره مكعب اوبه راباسي.
نوموړي زياته كړه، چې ياد ماشين له اتيا متره ژوروالي څخه په اسانه اوبه را ايستلى شي؛ خو له دې په ډېر ژوروالي كې بيا ښه نتيجه نه شي وركولى.
د هغه په وينا، پر ياد ماشين باندې شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ ټول لګښت راځي.
رحيم وويل: ((دغه لګښت يواځې د ماشين پر جوړېدو او پرزو باندې راځي، له جوړېدو وروسته بيا هېڅ لګښت نه لري، ځكه چې په باد چلېږي.))
 نوموړي زياته كړه، چې دغه ماشين يواځې د كرنيزو اوبو د اړتيا پوره كېدو لپاره نه، بلكې د څښاك د اوبو اړتيا هم پوره كولى شي.
د هغه په وينا، په هغو سيمو كې چې د څښاك د اوبو له كمښت سره مخ وي، د دغه ماشين پر لګولو يې ستونزه تر ډېره حل كېدى شي.
عبدالرحيم وايي، اته كاله كېږي د دغه ماشين په جوړېدو بريالى شوى او تر اوسه يې نورو خلكو ته هم اته ماشينونه جوړ كړي دي.
د يادې سيمې يو بل اوسېدونکى محمداكبر هم له تېرو دوو كلونو په حيرتان دښته كې د عبدالرحيم په لاس له جوړ شوي ماشين د خپلې ځمكې د خړوبولو لپاره كار اخلي.
نوموړي پژواك اژانس ته وويل، چې دى په ياد ماشين درې جريبه ځمكه خړبوي او د اړتيا وړ كرنيز محصولات ترې ترلاسه كوي.
د هغه په وينا، دغه ماشين يې په ۱۰۰ زره افغانۍ جوړ كړى، چې پر باد د چلېدو له امله پرې نور كوم لګښت نه راځي.
د دغه ماشين جوړونکى عبدالرحيم وايي، که چېرې دولت له ده سره مرسته وكړي؛ نو د للمي ځمكو د خړوبولو لپاره ډېره ښه چاره ده، چې ښايي د دولت په مرسته دى په دې ماشين لا كار وكړي او پراختيا وركړي او ډېر ګټور به تمام شي.