کندهار ښار )پژواک ٢٠غبرګولى ٩٢) : کندهار ولايت په خپل تشکيل کې ٤٥٠ بابه ښوونځي لري، چې ٣١٣ يې پرانيستي، ٥٠ جديد التاسيس او د ١٠٠ په شاو خوا کې ښوونځي لا هم د نا امنيو، ستونزو او نه امکاناتو له امله تړلي پاتې دي.
 
که څه هم په کندهار ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله د نا امنيو له امله د تړلو ښوونځيو د بېرته پرانيستل کېدو شمېره لوړه شوې، خو دغلته د مسلکي ښوونکو نشتوالى، د  رسمي کتابونو کمښت او د ودانيو خراب حالت هغه ستونزې دي، چې په فعالو ښوونځيو کې يې هم د زده کړې بهير ټکنى کړى دى.
 
د کندهار ولايت د پوهنې رييس شېر اغا ساپى وايي، له تېرو لسونو کلونو را هيسې ، په دغه ولايت کې د خرابو امنيتي شرايطو له امله د پوهنې بهير ځينې وختونه ورو شوى او ځينې وختونه ګړندى شوى دى.
 
ده زياته کړه، کندهار ٤٥٠ بابه دولتي ښوونځي لري، چې ٣١٣ يې فعال، ٥٠ يې جديد التاسيس او ١٠٠ بابه يې لا هم د ناامنيو او نورو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.
 
د نوموړي په وينا، د پوهنې رياست د تشکيل له مخې، د ٤٥٠ ښوونځيو له جملې څخه ٦٠ لېسې، ٦٣ منځني ښوونځي، ٢٧١ لومړني ښوونځي، ٤ دارالمعلمينونه، ٢ الکترو ميخانيک ښوونځي، ٢ بابه د زراعت ښوونځي او د ٢١ په شا و خوا کې ديني مدرسې شاملې دي.
 
دغه راز ده وويل، چې په کندهار کې د ٢٠ په شاوخوا کې خصوصي لېسې او يو شمېر انسټيټيونه هم په فعاليت بوخت دي.
 
په دغه ولايت کې د کندهار پوهنتون تر څنګ دوه شخصي پوهنتونونه (د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسسه او د ملالۍ د لوړو زده کړو موسسه) هم فعاليت لري، چې دا مهال پکې په دوو پوهنځيو طب او سياسي علومو کې سلګونه نارينه او ښځينه محصلين په زده کړو بوخت دي.
 
کندهار پوهنتون، چې په ١٣٦٩ لمريز کال کې جوړ شوى؛ دا مهال په هلمند او اروزګان ولايتونو کې هم پوهنځي لري، چې پکې تر ٥ زره زيات ښځينه او نارينه زده کوونکي زده کړې کوي، چې له دې جملې څخه ٣٧٥٢ تنه په کندهار، ١٢١٠ تنه په هلمند او ٥٣ تنه په اروزګان ولايتونو کې دي.
 
ستونزې :
په کندهار کې د پوهنې د بهير د ستونزو او لاسته راوړنو په اړه د پوهنې رييس وايي، چې په تېرو کلونو کې په کندهار کې د پرانيستو ښوونځيو شمېر ډېر ټيټ وو، خو تر هغه وروسته، چې د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې عمليات وشول او ډېرې سيمې د حکومت تر واک لاندې راغلې، نو ورسره جوخت د بندو ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو لړۍ هم چټکه شوه.
 
هغه زياته کړه، تېر کال کې يې د ولايتي ادارې، پوهنې وزارت او د سيمو د قومي مشرانو او اوسېدونکيو په پراخو هلو ځلو په بېلا بېلو ولسواليو کې ٢٠ بابه بند ښوونځي، چې له کلونو کلونو راهيسې د ناامنيو له امله تړلي پاتې و، بيرته پرانيستل او سږ کال يې ګڼ شمېر تړلي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل.
 
ارغنداب او ډنډ هغه ولسوالۍ دي، چې په دې وروستيو کې يې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستي دي، خو په يو شمېر نورو ولسواليو لکه ژيړۍ، پنجوايي، ميوند، خاکرېز، شاوليکوټ، معروف، ارغستان، غورک، ميانشين او نورو کې د ګوتو په شمېر ښوونځي پرانيستي او په لسګونو نور يې لا هم تړلي پاتې دي.
 
د ده په خبره، د نوي ښوونيز کال له پيل راهيسې د جديدالشمول زده کوونکو په ګډون په ټولو پرانيستو ښوونځيو کې د زده کوونکيو شمېر څه باندې ١٧٠ زره تنه دى، چې شاوخوا ٥٠ زره تنې يې نجونې دي.
 
ساپى زياتوي، دغه شمېر زده کوونکو ته د ٥٩٠٠ ښوونکيو له خوا د تدريس چارې تر سره کېږي، خو لا هم په ګڼو سيمو کې د مسلکي ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي.
 
د پوهنې رييس په کندهار کې د پوهنې پر وړاندې يوه بله عمده ستونزه د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى ياد کړ او ويې ويل، چې ګڼو ودانيو ته جګړو زيانونه اړولي او ترميم ته اړتيا لري. هغه وويل: ((د کندهار ٧٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، کومې ودانۍ چې شته تر ميم ته اړتيا لري.))
 
د درسي کتابونو په اړه د پوهنې رييس وويل، چې د لوړو ټولګيو لپاره د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شوې، خو له لومړي تر شپږم ټولګي پورې لا هم د کتابونو له کمښت سره مخ دي، چې وزارت يې د پوره کولو هڅې کوي.
 
هغه دا هم وويل، چې په کندهار کې ٣٨ ليسې د کېميا، فزيک او بيالوژي مجهز لابراتوارونه لري، خو د ګټې اخيستنې په برخه کې يې د مسلکي او کار پوهو کسانو له کمښت سره مخ دي.
 
د دغه ولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري پژواک اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې يې د مسلکي ښوونکو د شمېر د زياتوالي په موخه له سلګونو کسانو په دې موخه ازموينه اخيستې، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې د مسلکي ښوونکو شمېر زيات او د زده کړې بهير معياري کړي.
 
هغه وويل، څه موده مخکې يې د سلګونو هغو كسانو څخه ازموينه واخيسته، چې له پوهنتون او يا عالي دارالمعلين څخه فارغ شوي وو.
 
د نوموړي په وينا، دا مهال د كندهار ښار او ولسواليو په ښوونځيو كې ۳۰ فيصده مسلكي او ۷۰ فيصده نا مسلكي ښوونكي په دندو ګومارل شوي دي.
 
هغه همداراز وويل، چې د غير مسلكي ښوونكو لپاره هم پلان لري، تر څو ورته اوږد مهاله او لنډ مهاله وركشاپونه داير كړي، تر څو وړتياوې يې لوړې شي.
 
نظري د کندهار د زده کوونکو او ښوونکو د شمېر په اړه وويل، چې په دغه ولايت کې نږدې ١٧٣ زره نارينه او ٥٢ زره ښځينه زده کوونکې په زده کړو بوخت دي، چې د ٥٢٠٠ نارينه او ٣١٢ ښځينه ښوونکو له لوري ورته زده کړې ورکول کېږي.
 
بل خوا د کندهار پوهنتون مسوولين وايي، چې هغوى هم د ګڼو لاسته راوړنو تر څنګ له يو شمېر ستونزو سره لاس او ګريوان دي، چې له حکومت او نړيوالې ټولنې يې د حل غوښتنه کوي.
 
 د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل پژواک اژانس ته وويل، کندهار پوهنتون اوسمهال ١٣ پوهنځي او ٤٢ تحصيلي څانګې لري او دا مهال په ملي کچه د هېواد له ٧ پوهنتونونو او په نړيواله کچه له ١٤ پوهنتونونو سره علمي اړيکې لري.
 
هغه زياتوي، که څه هم پوهنتون په ځينو برخو کې پرمختګونه لرلي، خو له ځينو جدي ستونزو سره هم مخ دى.
 
نوموړي د تاسيساتو کموالى، د څښلو لپاره د پاکو اوبو او منظمې برېښنا نشتوالى، د بوديجې او تشکيل کمښت د کندهار پوهنتون له عمده ستونزو څخه وګڼلې.
 
خو توتاخېل وويل، چې د کندهار پوهنتون لپاره يې د نوې ودانيو د جوړېدو تابيا کړې، چې په عينو مېنه کې په ٢٢٠ هکتاره ځمکه کې جوړېږي.
 
د کندهار پوهنتون علمي مرستيال ډاکټر عبدالتواب بالاکرزي د پوهنتون د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، تر دې مهاله ١٥ ښوونکي د ماسټرۍ لپاره بهر ته لېږل شوي، ١١ تنو په بېلابېلو څانګو کې ماسټرۍ تر لاسه کړي او شاوخوا ٨١ تنه ښوونکيو امريکا، ايران، ماليزيا، تايلنډ، هندوستان او انګلستان ته علمي سفرونه کړي دي.
 
خلک:
 
خلک پر حکومت نيوکه کوي، چې د ښوونځيو لپاره د ودانيو په جوړولو، کتابونو او درسي لوازمو په برابرولو او ښوونکو ته د معاشونو په رسولو کې پاتې راغلي.
 
د معروف ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي عبدالغفور وايي: ((د اوسني حکومت شاوخوا ١٢ کلونه تېرېږي، خو تر اوسه د دغې ولسوالۍ يو ښوونځى هم ودانۍ نه لري، له يوه کتاب څخه هم مهاله له ٥ تر ٦ زده کوونکو کار اخلي.))
 
هغه زياته کړه، په دې وروستيو کې قومي مشرانو په معروف کې په داسې حال کې ٢١ ښوونځي بيرته پرانيستي او فعال ساتلي، چې هيڅ ودانۍ، کتابونه، قرطاسيه او نور مواد نه لري.
 
د شورابک ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر محبوب خان وايي، چې په دې ولسوالۍ کې له ١١٠ زره څخه زيات وګړي ژوند کوي، خو د دغو کسانو د ژوند د اسانتياوو لپاره هيڅ ښوونځي نه دي جوړ شوي.
 
هغه زياتوي، د ولسوالۍ د اوسېدونکو ماشومان له زده کړې بې برخې او ښوونځي نه لري، ځکه خو ګڼ شمېر ماشومان په جوماتونو کې ډېرې لومړنۍ زده کړې کوي.
 
نوموړي له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې د ښوونځيو لپاره ورته ودانۍ جوړې کړي او د ښوونکو او درسي کتابونو د چمتو کولو غم يې وخوري.
 
د کندهار ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکى بيا په ښوونځيو کې د درسونو له کيفيت او څرنګوالي څخه شکايت کوي او وايي، چې په ښوونځيو کې د عصري مضامينو لکه کېميا، فزيک، بيالوژي، الجبر، مثلثات او نورو مسلکي ښوونکي نشته، چې له امله يې زده کوونکي په دغو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
 
هغه دغه راز دا هم وويل، چې په ډېرو ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت له امله درسي ساعتونه خالي وي او دا هم د زده کوونکو د روحياتو پر وړاندې لويه ستونزه ده.
 
د کندهار ښار د عينو مېنې يو اوسېدونکى اسرار احمد بيا پر خصوصي ښوونځيو نيوکه کوي، چې فيس زيات اخلي، خو ښوونيز خدمات يې هيڅ معياري نه دي.
 
هغه وويل، ډېر خلک خپل اولادونه د بېلابېلو ستونزو له امله له دولتي ښوونځيو باسي او خصوصي ښوونځيو ته يې داخلوي، خو هلته هم يواځې تجارت روان دى، فيس لوړ اخيستل کېږي، خو تدرسي چارې او خدمات يې هيڅ معياري نه دي.
 
زده کوونکي او ښوونکي:
 
د کندهار د احمد شاه بابا لېسې د نهم ټولګي زده کوونکى احمد خالد وايي، چې مخکې د کندهار خلکو زړه نه ښه کاوه، چې خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي، خو اوس دومره ډېر شوي، چې د ټولګيو له  نشتوالي سره مخامخ دي.
 
د هغه په خبره، چې د ټولګيو د نشتوالي ستونزه يې يواځې د يونيسيف ادارې په مرسته د ورکړل شويو خېمو په وسيله پوره کړې او پکې کم عمره  نجونو او هلکانو ته درسونه ويل کېږي.
 
نوموړي وويل، چې اوسمهال يواځې د هغوى په ښوونځي کې نه، بلکې په ډېرو ښوونځيو کې د څښاک د پاکو اوبو، تشنابونو، د لوبو د ميدانونو او نورو امکانات نشتوالى لويه ستونزه ده.
 
د کندهار ښار د صفيه عمه جانې د لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې شفيقه بيا د زده کړې پر مهال له خالي ساعتونو سر ټکوي او وايي، چې دا د هغوى د زده کړو پر وړاندې لويه ستونزه ده، چې ټاکلى مضمون په سمه توګه نه ويل کېږي.
 
خو يو شمېر ښوونکي بيا وايي، چې هغوى خپله دنده په سمه توګه تر سره کوي او هڅه کوي، چې زده کوونکو ته په معياري توګه زده کړې ورکړې.
 
د کندهار ښار يو ښوونکى دوست محمد خان وايي، دغلته له لويه سره امنيتي حالاتو بده اغېزه کړې او د زده کوونکو وړتياوې  او استعدادونه يې اغېزمن کړي دي.
 
دى وايي، ډېر زده کوونکي داسې دي، چې سويه يې ټيټه او په لوړو ټولګيو کې زده کړې کوي او يا هم په کورونو کې درسونه نه تعقيبوي.
 
د کندهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي محصل شفيق الله وايي، چې د تېر په پرتله د پوهنتون وضعيت ښه شوى او د مسلکي ښوونکو له لوري ورته زده کړه ورکول کېږي.
 
خو هغه د پوهنتون د ودانۍ ناسم حالت او د څښلو لپاره د پاکو اوبو نشتوالى لويه ستونزه ګڼي او وايي، چې محصلين په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.